|
غزل |
چـــې نــــظــــر دې پـــه ټیکه د تـور وربــــل کــــړم د جهان بادشــاه د ځـــان مـــخـــې تــــه بـــل کـــړم لا دمـــا طــــــالــــع بـــهـــــتـــرې تــر هــــر چــــا دي چـې دا هـسـې کښـلیو سترګـو تـــه کـــتـل کـــړم د سرو شـــونـــډو پــه شــرابـــو چــې بېـخود شم له مســتـــیـــه رقـــیـــبــانـــو تــه کــــنــــځــل کـــړم اجابــت بــــه يــــې لا کـــلـــه تــاثــــیــــر کـــانــــدي چـــې دعـــا دې د وصـــال پــه مــــهـــر تـــل کــــړم چې مې زړه ورپسې سـو و ، هـومــره ســـړیـــږي چې په مخ يې پـرهـــارونـــه پــه چـــیـــچـــل کــړم د ښــــه مـــخ میــــنـــه مــې نـــه درومـــي لـــه دلـــه کــــه تــــل غــــوږ د ناصـحـــانــو پـــه ویـــل کـــړم په درست زړه مــې پــرهـــارونــه دي خـــوږېـــږي پــــه وار وار د هـــر پــرهـــار دارو ، تـــــبـــل کـړم دا دغونه چې مې ســږ پـــه زړه پـــنــڅـــوس دي تر بل کال به يې د عـشـــق لــه لاســـه ســـل کـــړم چــــــا پـــــــــه زور رالـــــــره غـــــــم نـــه دی راوړی وخپل زړه ته يې په خــپــلـــه راوســــتــــل کـــــړم ازلــــــي مـــــــې د غــــــم بــــــــــخــــــــــره ده راوړې غم که نورو لـره درومـي زه يــــې خــــپــــل کــــړم يو نـېـکـــبـــخت ساعت به وي چې راته غوږ کا چـــې پـــه وريـــې پــه فــریـــاد ، فـریـاد ژړل کړم چــــې لا شــخــر د ډهــیــــلـــه شـــــتــــه خــوشــاله څـه فــايــده کــه وران پـــه آه ســـره کــابـــل کـــړم
|
- خان علیین مکان خوشال خان - |
بېرته شاته |
|
|
|
|