Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

سرليكنه : پښتو ژبه او د پښتنو ليكوالو ذمه واري








پښتو ژبه چې په نړۍ كې تقريباً له پنځوسو ميليونو څخه زيات وګړي پرې خبرې كوي او يو لرغونى تاريخ او وياړ لري، په علمي كچه د نړۍ له نورو ژبو څخه ډېره وروسته پاتې ده. دا يو څرګند حقيقت دى، چې پښتانه په شعوري توګه له پوهې او علم څخه ليرې ساتل شوي دي، خو په پښتنو كې داسې عالمان، پوهان، ليكوالان او استعدادونه شته، چې سارى يې په ټوله نړۍ كې نه ليدل كېږي، خو ځينو پښتنو ليكوالانو تل د بلې ژبې لپاره كار كړى. كه كومې علمي څېړنې، ليكنې او ژباړې يې كړي، نو هغه يې هم په پاړسي، عربي او يا نورو ژبو كړي، چې د خپلې خوږې مورنۍ ژبې نه يواځې حق تلفي يې كړې، بلكې په سپك نظر يې ورته كتلي دي.
د يوه قام ژبه چې څومره پرمخ ځي، هغومره به هغه قام د ترقۍ او پرمختګ په پوړۍ ورخېژي، په مورنۍ ژبه كې د زده كړې حاصلول هم اسان دي او انسان د پرمختګ اوچتې پوړۍ ته رسوي. زموږ د هېواد چارواكي كه پښتانه هم دي، خو د خپلې كرسۍ د بقا لپاره له پښتو ژبې سره د مېرې مور سلوك كوي. حال دا چې په قانون كې هم ورته د ملي ژبې مقام وركړى، خو د ملت په رسمي ادارو او دفترونو كې ټول خط و كتابت په درباري ژبه (پاړسو) كېږي، چې دا نه يواځې ستر ملي خيانت ګڼل كېږي، بلكې د 75 فيصده پښتنو په حق پښې ايښودل كېږي، نو په دې شراېطو كې د هغه ټولو پښتنو ليكوالانو، پوهانو او عالمانو ذمه واري جوړېږي، چې د پښتو ژبې د پرمختګ او سرلوړۍ لپاره قلم راواخلي، خپلې ليكنې، څېړنې او علمي اثار په پښتو وليكي او د قلم له لارې د پښتو ژبې د دښمنانو له مخونو څخه پردې ليرې او د پښتو د جاېز حق غوښتنه وكړي، نو هله به پښتون قام اباد، سوكاله او د پرمختګ په لور ګامونه واخلي او د نړۍ له نورو قامونو سره به سيال شي.


په درنښت
اداره

- اداره -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori