Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

لږ وخت ، ډېر رحمت






زموږ اسماني كتاب قراّن كريم د رحمتونو او بركتونو كتاب دى، چې په هر سورت يې ځانګړي خصوصيات، الله جل جلا له په خپل مخلوق لورولي دي. دلته د قران عظيم الشان د يو سورت، چې سورت اخلاص نومېږي، د فضايلو لنډه غوندې يادونه كوو.
تفسير خطيب شيربيتي او مفسر الوسي ددې سورت (22) دوه ويشت نومونه ذكر كړي دي، چې د هر نوم لاندې يې يو بحث پروت دى، خو ددې لپاره چې پخپلې اصلي موضوع باندې بحث پيل كړو، د نومونو له تفسير او حكاېمو څخه تېرېږو، يواځې نومونه يې ذكر كوم، چې په دې ډول دي:
سورت تفريد، سورت التجريد، سورت التوحيد، سورت اخلاص، سورت النجات، سورت اولايت، سورت النسبآ، سورت المعرفآ، سورت الجمال، سورت المقشقآ، سورت المعوذ، سورت الصمد، سورت الاساس، سورت المانعه، سورت المحتضر، سورت المعرفت، سورت البراآ، المذكرآ، سورت النور، سورت الانسان، سورت الايمان، سورت قل هوالله احد.
دغه دوه ويشت نومونه د سورت اخلاص ځانګړتياوې دي، چې دې سورت ته اللهج وركړي دي او دې سورت د فضاېلو په اړه امام بگاري د ابي سعيد خدريرض نه د حديث روايت كوي، چې يو صحابي بيا بيا د سورت اخلاص تلاوت كاوه. كله چې صباح شو يو بل صحابي رسول اكرم صلى الله عليه وسلم ته راغى او ددغه صحابي واقعه يې ورته بيان كړه. ددې صحابي دا خيال و، چې د سورت اخلاص تلاوت كول دا خو ډېر كم عمل دى. ددې په ځواب كې رسول الله صلى الله عليه وسلم په ډېر تاكيد وفرمايل، چې زما دې قسم په هغه ذات، چې زما روح د هغه په لاس كې دى، چې دا سورت اخلاص خامخا برابر دى د قران كريم له درېيمې برخې سره. (تفسير قرطبي)
همدارنګه د ابي السعيد الخدري نه روايت، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خپلو اصحابه كرامو (ملګرو) ته وويل، چې اّيا تاسې ځان په يوې شپې كې د قران كريم د درېيمې برخې له تلاوت څخه عاجز ګڼئ؟ ددې خبرو اورېدو په صحابه كرامو (ملګرو) باندې اثر وكړ او په يوه شپه كې د قران كريم د درېمې برخې تلاوت په دوى باندې تكليف شو. خوږ نبي كريمصلى الله عليه وسلم ته يې عرض وكړ، چې ددې خبرې له موږ څخه كوم يو دا طاقت او توان ولري؟ نو نبي كريم صلى الله عليه وسلم د هغوى په ځواب كې وويل، چې (الله صمد) دا د قران كريم له درېيمې برخې سره برابر دى. (تفسير قرطبي)
همدا ډول له ابي هريرآ رض څخه روايت دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم صحابه كرامو ته وفرمايل، چې زر راغونډ شئ چې زه تاسو باندې د قران درېيمه برخه لولم. نو صحابه كرام راغونډ شول. بيا نبي كريمصلى الله عليه وسلم راووت او په صحابه كرامو باندې يې سورت اخلاص قران كړ. بيا نبي كريم صلى الله عليه وسلم بېرته خپل ځاى ته ننووت. نو صحابه كرامو پخپل مېنځ كې يو او بل ته وويل، چې دا خبره د سورت اخلاص د فضيلت په اړه، د اللهجل جلا له له لوري له اسمان څخه راستول شوې (وحې) شوې ده او همداسې نبي كريم صلى الله عليه وسلم خپل منزل ته ننووت. بيا څه ساعت وروسته بېرته راووت او ويې فرمايل، چې ما له تاسې سره وعده كړې وه، چې زه به پر تاسې باندې د قران كريم درېمه برخه لولم، نو خبر دار شئ چې دا سورت اخلاص د قران كريم له درېيمې برخې سره برابر دى. (تفسير قرطبي او تفسير احسن الكلام).
په همدې توګه ابي الدردارض د سورت اخلاص د فضيليت په اړه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه حديث نقل كوي، چې نبي كريم صلى الله عليه وسلم صحابه كرامو ته وويل، چې الله تعالى قرانكريم په څو برخو (په درېو برخو) تقسيم كړى دى او (قل هوالله احد) د قران كريم له درېو برخو څخه يوه برخه ده او دا ددې په غوره والي باندې صريح دليل دى او له همدې امله ورته سورت اخلاص هم وايي. (رواه مسلم)
د ام الموْمنين عاېشېرض نه روايت دى، چې وايي نبي كريمصلى الله عليه وسلم يو صحابي د جهاد په ګروپ كې ولېږه، چې همدغه ګروپ مشر و. ددې صحابي عادت و، چې د لمانځه په هر ركات كې به يي سورت اخلاص تلاوت كاوه. كله چې صحابه كرام له جهاد څخه راستون شول، نو د خپل مشر دا واقعه يې نبي كريم صلى الله عليه وسلم ته بيان كړه. كله چې نبي كريم صلى الله عليه وسلم دا واقعه واورېده، نو صحابه كرامو ته يې وويل، چې ددې امير لښكر څخه تپوس وكړئ، چې دا عمل دې د څه لپاره كاوه؟ نو هغوى تري تپوس وكړ، چې هغه په ځواب كې وويل: دا سورت مې ځكه ډېر تلاوت كاوه، چې په دې كې د رحمن د ذات صفات دي او زه دا ښه ګنم چې دا ولولم، نو بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم صحابه و ته په ځواب كې وويل، چې دغه شخص ته خبر وركړئ، چې الله تعالى تا سره محبت لري.(رواه مسلم)
په همدې ترتيب د انس بن مالك نه روايت دى، چې زه او رسول الله صلى الله عليه وسلم سره مخامخ شو، په دې وخت كې مو يو اواز واورېده، چې يو صحابئ د سورت اخلاص تلاوت كاوه، نو رسول الله صلى الله وعليه وسلم وفرمايل، چې واجب دى، دې سړي لپاره.! انس رض وايي ما ترې تپوس كړه: اى د الله رسوله! څه شى ورله واجب دى؟ نو نبي كريم صلى الله
عليه وسلم وفرمايل، چې جنت ورته واجب شو. (رواه الترمذى الحديث صحيح والحسن)
همدارنګه د انس له زوى مالك نه روايت دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي دي، چې هغه چا چې دوه سوه كرته سورت اخلاص هره ورځ ولوست، نو الله تعالى به ددې سورت په بركت د نوموړي شخص نه د پنځوس كالو ګناهونه لرې كړي او پاك به يې كړي، مګر قرض چې هغه د بنده حق دى، هغه الله تعالى نه معاف كوي.
او همدا ډول په همدې سند (د انس بن مالك) روايت دى، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: هغه څوك چې په خپل بستره باندې د خوب قصد او اراده لري، په ښي طرف باندې څملي او بيا وروسته سل ځله سورت اخلاص ولولي، نو د قيامت په ورځ به الله تعالى ورته ووايي: اى زما بنده! په ښي طرف باندې جنت ته ننوځه. (تفسير قرطبي).
ددې سورت بل غوره والى دا دى، چې انس بن مالك نه روايت دى. وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ويلي دي، چې هر هغه چا چې سورت اخلاص پنځوس (50) ځله تلاوت كړ، نو الله تعالى به ورته د پنځوسو كلونو ګناهونه معاف كړي.
ددې سورت بله ځانګړنه دا ده، چې د سعدرض له زوى سهيل نه روايت دى، چې يو سړي نبي كريمصلى الله اليه وسلم ته د فقر او سختۍ د ژوند له امله شكايت وكړ. رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل، چې كله كور ته ننوځې، نو لومړى سلام اچوه، كه څه هم كور كې يو تن موجود وي او كه چېرته كور كې يو تن هم موجود نه وي، بيا هم سلام اچوه او بيا يو ځل سورت اخلاص تلاوت كړه. دغه صحابي د نبي كريمصلى الله عليه وسلم په ورښودل شوي عمل باندې روان شو، نو الله پاك پرې خپل رحمت وكړ او رزق يې ورته پراخه كړ، دومره يې دا رزق ورته پراخه كړ، چې ګاونډيان يې هم له رحمت څخه برخمن شول.

- مولوى صفي الله حزم -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori