Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

پښتون دې وي تل ( شعر )

چې لـــر او بـــر پــكـــې يو كېږي پېوستون دې وي تل
خدايه پښتون دې وي تل، خدايه پښتون دې وي تل

يوه مو ژبه يو مو قـــام، يـــو مــو ائـــيــن دى خــلـــكــو
يو مو ايمان ، يو مو ارمان يو خو مو دين دى خـلـكـو
چې ښكته پورته پكې نـه وي دا ســمـون دې وي تــل
خدايه پښتون دې وي تل، خدايه پښتون دې وي تل

لــويـــه بــــلا ده جـــدايــــي د پـــښـــتـــانـــه كالــــه كـــې
راخو دې نشي سپكاوى زمـــوږ درانـــه كـــالـــه كــــې
چې پكې راشي مساوات داسـې بــدلــون دې وي تـل
خدايه پښتون دې وي تل، خدايه پښتون دې وي تل

ترڅو به وژنو يـــو او بـــل د تــــربـــګـــنـــۍ پـــه نـــامـــه
راځئ چې ټول لاسونـه وركـــړو د ورورۍ پـــه نـــامـــه
چې پښتونواله يې سبق وي دا مــضـمـون دې وي تـل
خدايه پښتون دې وي تل، خدايه پښتون دې وي تل

دا مې ارمان دى چې يوځاى شي دا خـواره پښــتــانـه
يو د سيمون، بل د جيحون نه تله راتــلـــه پښـــتـــانـــه
چـــې شـــي ازاد پــښـتونستان دا اوښتون دي وي تل
خدايه پښتون دې وي تل، خدايه پښتون دې وي تل



- محمد غياث حقمل -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori