Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

دافغانستان د تاریخ په معاصره دوره کې







كله چې په 1747 م كال كې ابدالي دولت تشكيل شو او احمد شاه بابا واكمن شو، د افغانستان په تاريخ كې له سياسي، اجتماعي، اقتصادي او فرهنګي لحاظه يو بېله او مهمه دوره پيل شوه.
له بده مرغه دده اولادې دغه پرتم، وحدت، شكوه، عظمت، برم او جلال ونه شو ساتلى، په تېره بيا د تيمور شاه په دوران كې، چې په اروپا كې د فرانسې عظيم انقلاب پېش شو، نړۍ ټكان وخوړ، ټولو ملتونو د ترقۍ او تعالى په لور حركت پيل كړ او د نورو ټولو بدلونونو سره يوځاى، ادب، فرهنګ او ښوونه او روزنه كې هم بدلون راغى، خو له همدې دورې وروسته افغانستان كې كورنۍ ګډوډي زياتېده، په تېره بيا دغه ناوړه حالت د زمان شاه په لنډه دوره كې خپل اوج ته ورسېد.
كله چې دده زامنو ته وار ورسېد، يو پر بل يې تورې راوكښلې او هېواد په هراړخيز ډول يوې ژورې كندې ته ولوېد، چې په دې كې هغه فرهنګي صلابت، چې مخ په بره برېښېد، په ټپه ودرېد. د نورو چارو ترڅنګ د ژبې ودې، ښوونې او روزنې او علمي چارو هم زيان وليد. په دې لړ كې پښتو ژبې ته كوم خدمت ونه شو او د هېواد دا اكثريت اوسېدونكيو دغه ژبه هم په معارف هم رسمي_ دفتري چارو كې چندان پرمخ نه ولاړه. سره له دې، چې د امير شېر علي خان په دوره كې لږ څه پاملرنه وشوه، ورپسې د غازي امان الله خان په وخت كې )پښتو مركه( جوړه شوه، د محمد نادر شاه په وخت كې لږ څه نور هم ورته پام وشو، خو بيا هم دومره د يادولو وړ نه دى، ځكه په پښتو كې ليك لوست، علمي كتابونه، د دفتر د چارو سرته رسول او نور نه وو.
په 1302 هـ ش كال د افغانستان لومړنى اساسي قانون، چې هغه وخت "اساسي نظامنامه" بلل كېده، تصويب شوه. وروسته بيا په 1309 هـ ش كال كې د هېواد دويم اساسي قانون، چې "اساسي اصولنامه" بلل كېده، هم تصويب او نافذ شو . دغو قوانينو كې د پښتو ژبې موقف نه د تسجيل او د هغې پياوړتيا ته څه پام نه و شوى.
له دې كبله، چې دغه مقاله يواځې د پښتو د ژور قانوني رسمي كېدو په هكله ده او قانوني او رسمي كېدل د هېواد اساسي قانون په واسطه تسجيل او تدوين كېږي، نو لازمه ده د قانون د ماهيت په هكله لنډه يادونه وشي:
قانون په عامه مانا هغه ټول مقياسات او مقررات دي، چې د واكمنو مقاماتو له خوا تصويب شوي دي يانې د مقننه او اجرايه قوې حمايه ورسره وي او په ټولنه كې پرته له كوم مانع د اجرا وړ وي. (ه_م 4). قانون د عدالت او انصاف په مانا هم تعبير شوى. په قانون كې د ټولنيز ژوند هر اړخ انعكاس مومي او له هغه څخه سرغړاوى لازمه سزا لري.
د افغانستان په معاصر تاريخ كې د 1343 هـ ش يا 1963 م كال اساسي قانون ډېر نامتو دى. دغه قانون ( د ډيموكراسۍ د لسيزې قانون) په نوم هم نومول شوى. په هېواد كې د ژور اقتصادي، اجتماعي، فرهنګي او سياسي بدلونونه له همدې نېټې وروسته پيل شول. له همدې وخت څخه وروسته پېنځه كلن اقتصادي_اجتماعي ګټور پلانونه طرح او تطبيق شول. د لومړي پېنځه كلن اقتصادي اجتماعي پلان (دقيقتاً په 1335) كې تطبيق پيل شو او همداسې ورپسې دويم او درېيم پلان دوام وموند. اكثره سياسي ګوندونه انهضتونه وروسته تر همدې كال ايجاد شول. لويې اقتصادي پروژې او شركتونه هم وروسته تر همدې كلونو جوړ شول، معارف هم وده ومونده، مطبوعاتو بدلون وموند او فرهنګي څېره په بدلون شوه. دغه حساس وخت كې باريكبين شخصيتونه د ژبې او فرهنګ خدمت ته ځير شول. د بېلګې په توګه پښتو كې هم څو راڼه ځلانده ستوري راوځلېدل لكه مرحوم مولانا ګل پاچا الفت، مرحوم مولانا قيام الدين خادم، مرحوم استاد رښتين، مرحوم استاد بېنوا او مرحوم استاد حبيبي. دوى دې ته ځير شول، چې د نورو هېوادونو په پرتله هېواد ډېر وروسته پاتې دى او د وروسته پاتې والي چاره په علم، سوله او پوهه كېدونكې ده، نو پوهه او علم په ليك لوست، په تېره بيا په خپله مورنۍ ژبه ليك لوست ممكنه ده. پوره په همدې كال (1343) كې مولانا قيام الدين خادم خپله )نوې رڼا( الف مخ كې ليكلي و:
"موږ چې سترګې وغړولې خپله شاوخوا، ځمكه اسمان، خلك او ولس مو وليد، نو زموږ په پښتو او پښتني دنيا سترګې ولګېدې.
دلته ډېر وګړي ليدل كېږي، چې پښتو يې ويله او پښتونولۍ ته يې د يو مقدس ژوند او ژواك په سترګو كتل. په دې ولس كې د ژوند ټولې خوږلنې موجودې وې، خپل قوم، خپل وطن، خپله ژبه، خپل اخلاق، خپل رواجونه، خپل دودونه، خپله فلسفه، خپلې قيصې، خپله موسيقي، خپلې هوجرې او خپلې جرګې!
دا خلك نالوستي هم وو او نه دا چې ګوندې چور بې علمه او بې سواده وو. په دوى كې ليك لوست، ادب او تحرير موجود ووگ، خو دا څيزونه د دوى په خپله ژبه نه وو. دغلته پښتو وه، خو چا نه ليكله..." (2 _ م م الف _ ب)
په دې ډول خادم هغه څه ته اشاره كړې وه، چې يو عيني واقعيت و د بازار ژبه، د دربار ژبه او د دفتر ژبه، د معارف ژبه او د تعليم ژبه بله ژبه وه، پښتو نه وه. په حقه سره چې مرحوم خادم صاحب، مرحوم رښتين صاحب، مرحوم الفت صاحب او يو شمېر نور خپل مسوْليت او پازې ته ځير شوي وو او پښتو ژبې ته خدمت يې د ځان وجيبه ګڼلې وه. په همدې كتاب كې خادم بيا ليكلي و:
"... قدرت دا خسڼى زموږ په نامه راوايستلو!" (2 _م . ب)
وروسته د خپلې وجيبې تر روښانولو ليكي:
"په دغه وخت كې درې كرښې سمه او سوچه پښتو ليكل خورا ګران، له رواجه وتلي او نادوده كار و. په ټول لوى قوم كې كه چېرته كوم كس داسې و، چې پښتو يې ليكلاى شواى، نو و به، خو خلكو باور نه كاوه چې په پښتو كې هم ګوندې څه ليكل كېداى شي." (2 _ م.ب)
په رښتيا هم همدا يو تريخ واقعيت و، هغه وخت به چې كله د پښتون زوى د طالب په توګه مدرسې ته، ته او د زده كوونكي په توګه به ښوونځي ته، ته، سرنامې، ملاطفې، د عرفې او شرعې سندونو د ليكلو طرز، قبالې، بوستان، ګلستان، پنج كتاب او نور ټول په بله ژبه وو، خو دا دى اوس ګورو چې له نېكه مرغه پښتو يوه بډايه، روانه، عام فهمه، سوچه، علمي او درنه ژبه ده. ګڼ شمېر اّثار پكې ليكل شوي اّن په نړېواله كچه د ملګرو ملتونو د سازمان په يوه غونډه كې پښتو خبرې شوي، راډيو په پښتو ژبه خپرونې لري، كلونه كلونه په تلويزيون كې وه، تر كيهان پورې په پښتو ټليفوني مركه شوې، په پښتو ژبه اخبارونه او مجلې لرو، په ښوونځيو كې درسي كتابونه په پښتو چاپ شوي، په پوهنځيو كې ګڼ شمېر علمي ماخذونه په پښتو كې شته او داسې نور ګڼ مثالونه. دا د همدغو ستورو بركت و، كه له يوې خوا خادم د ځلانده ستوري په توګه (نوې رڼا) سره اشنا كړو، له بلې خوا حبيبي ژورې علمي څېړنې وكړې او د پښتو لرغونې تاريخي اثار او تذكرې يې راوپېژندلې، ژواك، بېنوا او پژواك نوي ادبي تخليقي اثار په پښتو كې رواج كړل، بختاني پښتو ترانې غني كړي، ځينو پكې له نورو اروپايي ژبو ژباړې ترسره كړې. له دوى سره د يو شمېر نورو كسانو نومونه هم يادولاى شو، چې ګڼ شمېر حقوقي، اجتماعي، سياسي او نورو برخو كې يې پښتو ته ژور خدمتونه وكړل لكه محمد ګل خان مومند او نور...
خو د رښتين صاحب پازه او مسوْليت په يوه بل ډګر كې هم جوت و، هغه دا چې:
كله چې د هېواد د درېيم اساسي قانون طرح يوې (7) كسيزې كمېټې جوړه كړه، هغه يوه (28) كسيز كميسيون ته د غور لپاره واستول شوه، ترڅو وروسته ددغه كميسيون له غور څخه لويې جرګې ته وړاندې شي. په دغه (28) كسيز كميسيون كې عبدالهادي داوي، خليلي،
عبدالمجيد زابلى، استاد رښتين، محمد قدير تره كى، نور احمد اعتمادي، دوكتور عبدالظهار، مولوي غلام نبي كاموي، مولوي محمد شاه ارشاد )د سيرت النبي مولف)، مولوي عبدالرب، امير الدين شنسب، پوهاند محمد اصغر، كبرا نورزاى، عفيفي، سلجوقي، غبار، محمد اّصف صهيل، نزيهي، محمد هاشم مجددي، مېرمن معصومه عقمي وردك، دوكتور خليل احمد ابوى احجر لوى، محمد ظاهر ځدراڼ، غلام سرور رحيمي، سرابي، لعل محمد كاكړ، ابو الخير خير او احمد علي كهزار شامل وو. دغه اشخاص د صدراعظم په وړانديز او د پاچا د فرمان په اساس تعين شوي وو. (1 _ م. 3 )
د درېيم اساسي قانون درېيمه ماده د ژبو په هكله وه، ويل يې:
( د افغانستان د ژبو له جملې څخه پښتو او دري ژبې رسمي ژبې دي.) په دې توګه په اساسي قانون كې د افغانستان د ژبو قيد يو نوى مطلب و، پخوا له دې په لومړي او دويم قانون كې داسې مطالب نه وو، نو ځكه په دې ماده ډېر اوږد بحث وشو او ارواښاد رشتين ډېر پاخه علمي دلايل وويل.
د اساسي قانون درېيم فصل كې (35) ماده د پښتو ملي ژبې د انكشاف او تقويې په هكله د دولت په مكلفيت ټينګار وشو او همدا ماده قانون كې درج شوه. دغه ماده په دې ډول وه:
(دولت مكلف دى، چې د ملي ژبې پښتو د انكشاف او تقويې لپاره موْثر پروګرام جوړ او تطبيق كړي.) (1 _م. 76)
دا چې اوس پښتو ژبه له علمي لحاظه دومره بډايه ده او اّن ګڼ شمېر بهرنۍ راډيوګانې په دې ژبه خپرونې لري، ليكدود يې بشپړ شو، ګرامر يې تصيحيح شو او سوچه ژبه شوه دا د ذكر شويو اشخاصو د هڅو له بركته ده. موږ د دوى هڅې بريالۍ ګڼو او دا دى وروسته تر (40) كالو يې ثمره موږ ته ورسېده.
د رښتين صاحب د توجه په هكله د (افغانستان در پنج قرن اخير) موْلف د خپل كتاب د دويم ټوك په (722) مخ كې ليكلي: (ماده سى و پنحجم مبنى بر موظف بودن دولت به وضع و تطبيق پروګرام موثر براى انكشاف و تقويه زبان پښتو در فصل مربوطه به حقوق و وظايف اصلى مردم ايزار شد.
رښتين صاحب دې خبرې ته ځير و، چې ژبه، فرهنګ او ادب د ملي هويت د وثيقې حيثيت لري او ملت په ژبه ژوندى دى، نو ځكه يې د هېواد د اساسي قانون د تسويد په كميسيون كې خپله تاريخي دنده او مسوْليت ډېر ښه ترسره كړ.
كله مې چې تېر كال (د لوى استاد پوهاند رښتين ياد) كتاب وكوت، ددغه علمي_ادبي شخصيت دغو هڅو ته پكې اشاره نه وه شوې، نو ځكه دغه مقاله همدې ټكي ته وقف شوه. لوى استاد تر دې هم ډېر زيات خدمتونه كړي او له 1318 هـ ش (1939م) كال څخه، چې په رسمي دندو يې پيل كړى، بيا د ژوند تر پايه پښتو ژبې او ادب ته خاصه پاملرنه درلوده، چې د هغو ذكر مقاله اوږدوي.
بايد عرض وشي، چې د رښتين صاحب په ګډون نور د پښتو ادب ستوري هر يو نه يواځې ادبي شخصيتونه وو، بلكې د علومو د پراخ ډګر نوميالي، اجتماعي محبوب ذوات، سياسي ژور مفكرين، د فرهنګي خدمتونو نوښتګر، د معارف روزونكي او وده وركوونكي، د هېواد د لويو مجالسو او جرګو غړي او دې ته ورته د لويو منصبونو، رتبو او مسوْليتونو لرونكي هم وو. اللهج دې د دوى زيار او زحمت ته اجر عظيم په برخه كړي.
په پاى كې د استاد په حق كې خاصتاً دعا كوم، چې روح يې ښاد او ياد يې تل ژوندى!.

اخځليكونه:
1_
بورګى، دوكتور محمد طاهر. د افغانستان درېيم اساسي قانون ته يوه كتنه، د اّزاد افغانستان د ليكوالو ټولنه، ټاپ پرنټرز پېښور، 1376 .
2_
خادم، قيام الدين. نوې رڼا. د هېواد اولوى خپرونه، دولتي مطبعه كابل، 1343 .
3_
فرهنګ، مير محمد صديق. افغانستان در پنج قرن اخير. موْسسه مطبوعاتي اسماعيليان قم _ ايران، 1371 .
4_
د لوى استاد پوهاند رښتين ياد، دانش كتابتون، پېښور.
5_
ګل رحمن، حقوق ادلوى. د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي خپرونه، كابل پوهنتون، 1363 .


- پوهاند محمد بشير دوديال -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori