Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د یو بل سحر په انتظار






لكه د نورو ډېرو خلكو زما هم دا ارمان په زړه كې د مودو مودو راسې ټپه ټپه كېده، چې كله به د پاك نبي صلى الله عليه وسلم دربار ته حاضر شم او د هاغه جذبو اظهار به ورته وكړم، كومې چې ما د ماشوم والي نه د ذهن په كور كې ساتلې وې. چې كله به څوك د حج نه راغلل، ما به يې سترګو ته كتل او په دغه سترګو كې به مې د مدينې منورې ښكلاګانې لټولې. نه پوهېږم چې ولې به زما زړه ته دا خبره بيا بيا راتله، چې: هو تابه هم يو ځل د كوْنينو سردار ځان ته غواړي، ته به هم يوه ورځ د نبيانو د اّقا په دربار كې خپل تندى لګوې. يو خواهش يو ارمان به زه په دې ليكلو مجبوره كولم، چې:

لايــقه هاغه وخت ته انتظار كوه تر عمره
چې ويلي دې ځـان ته شهنـشاه د مـدينې


زما د نعمتونو لومړۍ مجموعه په كال 1991 كې چاپ شوه او هم په دغه كال ورته قامي ايوارډ ملاو شو. غالباً زه لومړى پښتون شاعر وم، چې دغه اعزاز مې ترلاسه كړو. د هغه نه پس بيا غالباً ښاغلي افضل رضا مرحوم، ښاغلي مير احمد صوفي او نورو ته ايوارډونه وركړل شو.
پېنځلس كاله پس چې كله ما خپله دويمه نعتيه مجموعه "جلوې" راغونډوله، نو زما د مدينې د ليدو ارمان نور هم ځوان شوى و او اظهار مې داسې چلونه زده كول:

چــــې خـالق او فرشتو تمامه نه كړه
ستا د حسن تذكره څومره اوږده ده


چې كله دغه "جلوې" چاپ شوې او زما پرې سترګې ولګېدې، نو زړه مې هوا خوړه، په ذهن كې مې د مينې جذبې لا په غورځنګ شوې، زما د احساس په پرده د نبي كريم صلى الله عليه وسلم د ښار ښكلاګانې الول شوې.
او بيا دغه خوب د تېر ربيع الاول په مياشت كې هله رښتيا شو، چې كله د پاكستان وزير اعظم ښاغلي شوكت عزيز ماله زما په نعتيه مجموعه "جلوې" ايوارډ راكړو او د پاكستان جمهور رئيس ښاغلي پرويز مشرف ماله له نغد انعام سره سره د عمرې كولو زېرى هم راكړو.
خوشحالي ډېره وه، ما له ملګرو سره رابطې كولې او چې كله راته د قطري ملګري ښاغلي فيروز اپريدي وويل، چې هم په دې ورځو كې حاجي ګلزار اپريدى عمرې له روان دى، نو د الله تعالى احساناتو او مينې راته د سجدې نوي چلونه وښودل. ما داسې محسوسه كړه، لكه چې د نبي كريم صلى الله عليه وسلم زما مينې او ارمان ته خاص نظر كړى دى او بيا چې څنګه د اسلام اباد نه د مدينې په لور روانېدم، نو بې اختياره مې خولې ته راغلل، چې:

يمه څومره بختور چې د اقاص په لوري ځم
د ژونــــــد د تـورو شپو نه درڼا په لوري ځم


دا د حضور صلى الله عليه وسلم د مينې بركتونه وو، چې زه يې د مكې معظمې نه اول خپل ځان ته وغوښتم، سبحان الله د حضور صلى الله عليه وسلم څه شان دى:

له دې دره بې نوا څوك نه دي تلي
دا خــــبره د مــــودو نـه ازمــوده ده


د ګنبد خضرى د ديدار، د حضور صلى الله عليه وسلم د حاضرۍ او په حرم شريف كې بيا بيا د الله تعالى د احساناتو د شكر ادا كولو سلسله روانه وه، چې د ګران حاجي ګلزار خان ټيليفون راغى، چې زه د مكې معظمې نه مدينې منورې ته رارسېدونكى يم او بيا چې كله د اپريل د مياشتې ووېشتمه نېټه وه، د حرم شريف په لمن كې خوږو خوږو هواګانو چورلكونه خوړل، د هر رنګ او نسل خلك د الله تعالى په ذكر كې مصروف وو، چې حاجي ګلزار سره د خپلو ملګرو ښاغليو قاضي نويد شهزاد، ښاغلي محراب خان او ښاغلي عبدالجليل سره راورسېده او بيا چې كله حاجي ګلزار خان دا وويل، چې دا زما اته ويشتمه عمره ده، نو حق دق پاتې شوم. د هغه مخ ته مې په غور كتل او چې د هغه په لاسونو كې مې قران پاك ته خيال شو، نو پوه شوم چې د حاجي صيب د ژوند د دومره بركتونو اصل راز د هغه پخه عقيده ده. د هغه د الله تعالى په كور كې بيا بيا حاضري ده او د پاك نبي صلى الله عليه وسلم په لمن كې د خپلې مينې اظهار دى.
په داسې حالاتو كې بې صبري يو فطري امر دى، ما د حاجي صيب د ژوند ځينې رازونه ولټول او هغوى راته ځوابونه راكړه. ما دغه ځوابونه په دې خيال او په دې باور ريكارډ كړل، چې زه يو خوا ددغه رازونو سره دغه لمحې محفوظې كړم او بل خوا د "ستوري" د پاڼو له ښكلا سره سره دا عزت د ريډيو پاكستان كوهاټ په نصيب شي، د چرته نه چې زه رزق ګټم.
ما چې كله د حاجي ګلزار نه دا پوښتنه وكړه، چې تاسو دومره ځلې دې پاكو ځايونو ته راغلي يئ، په مجموعي توګه ستاسو په ژوند كوم اثرات پرېوتل؟ نو حاجي صيب ماته په ډېر غور وكتل بيا يې وويل:
_ زه چې په اول ځل دلته راغلم، نو دا سوال مې وكړو، چې پروردګاره ما له دا توفيق راكړه، چې زه بيا بيا دلته راځم او زما دغه سوال لكه چې د خولې نه د وتو سره سم قبول شوى د. زه چې كله هم دې دربار ته راځم، نو له ځان سره د رحمتونو ځولۍ ډكه وړم. دغه رحمتونه زه په خپل كاروبار كې د ترقۍ په شكل كې هم وينم، د يارانو_دوستانو د مينې په شكل كې هم او د خپلو بچو د اطاعت، تابعدارۍ په شكل كې هم. زه د خداى پاك ډېر شكر ګوزار يم، چې زما د سوچ او زما د خيال نه سيواه ماله ډېر څه راكوي. بل لوى اثر چې ددې پاكو ځايونو په زيارت كولو خداى پاك زما په ژوند كې اچولى دى، هغه دا دى چې زه د خداى په لاره كې كله كله د خپل ولس نه زيات خرچ وكړم، خو بيا حېران شم چې الله تعالى راته د رزق نورې ډېرې وسيلې برابرې كړي.
ما چې د حاجي ګلزار مخ ته كتل، نو په هغې يو كې اطمېنان و، هغه زياته كړه:
اصلي خبره دا ده چې تراوسه ما د ژوند هر رنګه محفلونه وكتل، بلكې زه به دا ووايم چې زما نه يو محفل هم پاتې نه دى، خو چې كوم سكون او كوم ارام د الله تعالى په يادولو كې دى، دغه څه په بل كوم محفل كې نشته. زه چې هر ځل د پاك نبي صلى الله عليه وسلم په دربار كې حاضر شم، دعا وغواړم نو په خپله سينه كې يو داسې سكون محسوم كړم، چې زه يې په لفظونو كې اظهار نه شم كولى. زه د ژوند په رنګينو عقيده نه لرم، دا ډېر مختصر او بې مانا دى. ډاكتر صاحب شاه صابر مرحوم څه ښه خبره كئ، كه هرڅو دا شعر روماني دى، خو وركې مطلب شته:
ته او په رښتيا مينه دا دروغ مې نه لګي
ما تردغه وخته پورې د حاجي ګلزار خان د ژوند يو اړخ ليدلى و، خو نن چې ما دا څه ليدل او څه مې اورېدل، نو په دې پوهېدم چې هو د الله تعالى او رسول صلى الله عليه وسلم سره مينه د ژوند اصل راز دى. دا خبرې ما هم اورېدې او له حاجي ګلزار سره په دغه پاك سفر كې راغليو ملګرو ښاغلي محراب خان، ښاغلي قاضي نويد شهزاد او ښاغلي عبدالجليل هم اورېدلې.
حقه خبره دا ده، چې د الله تعالى د رحمتونو لمن ډېره پراخه ده او چې كوم كس څومره حق لري، ددغه لمنې نه خپله برخه وړي. ما د حاجي ګلزار خان نه د ځينې هاغه ادبي هلو ځلو پوښتنه هم وكړه، كومو چې هغه ته په ادبي حلقو كې درنښت وركړى دى، نو حاجي ګلزار دلته هم داسې د فلسفيانه انداز نه كار واخيستو، لكه چې هغه د ادب د ټولو رازونو نه خبر وي:
_ زه نه شاعر يم، نه ليكوال يم البته له پښتو ژبې سره مې مينه ده، چې څه رانه كېږي له خپلو پښتنو شاعرانو سره مرسته او ملګرتيا كوم. غرض مې دا دى، چې دا موږ ونه كړو، نو څوك به يې كوي؟ ګوره ښاغلى صابر شاه صابر په يواځې ځان د "دستار" مجلې د هرې ګڼې لپاره منډې وهي لګيا دى، كه هر څو ورسره زموږ مالي مرسته ملګرې ده، خو دا دومره مضمونونه راغونډول، بيا دې ته ترتيب وركول يقيناً ګران كار دى او زه درته سپينه خبره وكړم، زه خو د "دستار" په وجه ډېر خلكو پېژندلى يم، نو دا هرڅه د خپلې ژبې د خدمت نتيجه ده، خپله ژبه يقيناً چې خوږه ده، درنه ده او څوك چې دا درنوي، الله تعالى هغه درنوي.
مونږ چې د مسجد نبوي صلى الله عليه وسلم په لمن كې دا خبرې كولې، نو وختونو په خپله لمن كې رانغاړلې، ماښام چې مونږ د يو بل نه خواره واره شو، نو ما ټوله شپه همدغه سوچ كولو، چې د الله تعالى د وېش او تقسيم فيصلې ډېرې كره او صحيح وي. څوك چې الله تعالى ته څومره نزدې كېږي، الله تعالى ورته داسې د خپل رحم دروازې پرانېزي، څوك چې څومره عاجزي كوي الله تعالى ورته دومره بادشاهي وركوي او بيا چې څوك د پاك نبي صلى الله عليه وسلم د دربار ملنګ شي، نو هغه په ځان كله قلنګ مني، هغه خو بې پروا شي. په دغه خيالونو كې راپاڅېدم، د خپلې استوګنې د كړكۍ نه باهر مې د اقاى نامدار، احمد مختيار، حبيب كردګار حضرت محمد صلى الله عليه وسلم د شين ګنبد ننداره مې وكړه، په څو څو ځله مې درود شريف وويل او بيا مې شاعرانه ذهن ځينې لفظونه داسې الول كړل:
حــېــرانـــه دې عــظــمــــت تـه د رنګــونو ده دنيا

اى ګــــبـــــــنـــد خــــــــضــــرى
د حــــسن عـــلامـــت يـــې د نـــبــــي خـيــرالورى

اى ګــــبـــــــنـــد خــــــــضــــرى
چې څومره درته ګورم لا تــنــده مــې سـيـوا شي
جلــوې د هــر نـــظـر نـــه د زړه كــالـــه تـــه راشـــي
واپــــس نـــه ځـــم وطـــن تـــه لـــه دې دره بـــې نوا

اى ګــــبـــــــنـــد خــــــــضــــرى
په مــــخ مــې رڼـــې اوښكـــې رڼـــې رڼــې بهېږي
لمبې د بې وسۍ مې په تـن بـــانـــدې بــلـــېـــږي
راوړي مــــې اقـــا تـــــه مــــــــرادونـــــــــه پـــــه ژړا

اى ګــــبـــــــنـــد خــــــــضــــرى
بې شكه دغه شـــان دې پــه وجـــه د ســـركار دى
وختونه درنه ځار شه احساس مې درنه ځار دى

اى ګــــبـــــــنـــد خــــــــضــــرى


شپه په غځېدو وه او موږ د الله تعالى د نورو عبادتونو لپاره د يو بل سحر په انتظار وو.
(يادښت: په مدينه منوره كې د حاجي ګلزار خان سره د هغه مركې په تړون وليكل شو، كومه چې ما د مسجد نبوي صلى الله عليه وسلم په لمن كې د هغوى نه واخيسته. دا مركه د ريډيو پاكستان كوهاټ نه نشر شوه او په "ستوري" كې يې نچوړ تاسو ولوستو.)
- لايق زاده لايق -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori