Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

کبیر ستوری د خېر،ښېګڼوسمبول






كـــــــــه ګلان وكرئ د ژوند د سر درو په څوكو
زه به يې سيل لره درځم د جګو غرو په څوكو



دا و د ارواښاد "ستوري" د زړه اواز. هغه اواز، چې د ځمكې پرمخ د لومړي انسان نه نيولې تر وروستي انسان پورې، هر كله، هر چېرته او په هره ژبه كې د هر چا له خوا رااوچت شوى او رااوچتېږي به.
هو! د ځمكې پرمخ چې كله انسان پنځېدلى او مېشت شوى، د انساني ټولنې د ژوند او ژواك د سوله ييزه، ښكلاييزه او نياومنه چاپېريال د رامنځته كېدنې، څارنې او ساتنې په موخه، هركله په هره ژبه او بيا هر انسان ته د خير او ښېګڼو ليارښوونې شوي دي. دا كه د لوى څښتن په هداياتو كې وې او كه د زمانې د پوهانو او عالمانو په ويناوو كې. د اسلام د سپېڅلي دين په هداياتو او ليارښوونو كې يوه خبره دا هم راغلې ده، چې وايي: الباقيات المصالحات" ژباړه: "څه شى چې پاتې كېږي، هغه ښېګڼې دي". زموږ په پښتو ژبه كې هم لا يو متل شته، چې وايي:"خپل عمل د ليارې مل دى."
د خير او ښېګڼو د اندونو د پراخې دوديدنې په هڅو كې د پښتو ژبې پوهانو او شاعرانو هم ډېرې خوږې او په زړه پورې ويناوې كړي دي لكه چې غيب الليسان شاعر حضرت عبدالرحمن بابا وايي:
كـــــــــر د ګلو كړه چې سيمه دې ګلزار شي
اغزي مه كره چې پښو كې به دې خار شي

رحمان بابا، چې په پښتني ټولنې كې زېږېدلى، رالوى شوى او شاعر شوى، د خپلې ټولنې كړه وړه يې له نژدې څخه ليدلي، څارلي او شعوري غبرګون يې هم ورته ښودلى دى. دا داسې برېښي، چې پښتون ولس لا د رحمان بابا په مهال كې هم لكه د اوسني مهال په څېر په خپلو سيمو كې به د ګلونو پرځاى ازغي كرل يانې په خپلو منځونو كې ورورولۍ او محبت د ګلونو پرځاى به يې د توربورۍ او ميرڅۍ كرغېړن ازغي كرل او هر چا به هر چېرته د هر رنګه ازغنو اندونو او دودونو په ودې وركولو كې، نه ستومانه كېدونكي هلې ځلې كولې. د رحمان بابا د غبرګون په څېر ارواښاد "ستوري" هم د پښتنو اوسنيو ازغنو او كرغېړنو دودونو د له مېنځه وړلو په لياره كې، لا له پښتونخوا نه ډېر لرې په اروپا كې هم خپله چيغه پورته كړې او ويلي يې دي، چې:
كه ګلان وكــــــــــرئ د ژوند د سردرو په څوكو
زه به يې سيل لره درځم د جګو غرو په څوكو

لكه چې ومې ويل، دا هغه چيغه ده چې څو پېړۍ پخوا د رحمان بابا له خولې نه هم راوتې وه، توپير دا دى چې رحمان بابا په خپل ولس كې مېشت و او د خپل ولس په گمينځ كې يې خپل ولس ته بلنه وركړې، چې د ازغنو دودونو په بدل كې د محبت او يووالي د ګټور ژوند زړي وكري. څو سيمه مو د مينې په ګلونو ګلزار او د يووالي په زرغونتيا ښېرازه شي، چې ارواښاد "ستوري" هم همدغه بلنيزه غږ لا له پښتونخوا نه ډېر لرې په اروپا كې اوچت كړى او له هر پښتون او پښتنې نه يې غوښتي دي، چې كه ددې اوسنيو ازغنو اندونو او دودونو پر ځاى په خپلو سردرو كې د ورورولۍ، د قومي يووالي او د سيمې د ښېرازۍ په موخه د محبت ګلونه وكري، نو هغه ورځ به لرې نه وي، چې زما په څېر ډېر نور پښتانه به هم د ښو او ګټورو پوهنو، كسبونو او كمالونو سره يوځاى له اروپا، امريكا او د ځمكې له نورو لرې سيمو څخه د پښتونخوا په لوري د جيګو او لوړو غرونو پر سرونو راوالوځي او راشي.
ارواښاد "ستورى" كه په ژوندانه كې په دې بريالى نه شو، چې خپله پښتونخوا له ګلونو ډكه وويني، خو د جنازې تابوت يې په ښه شانداره لمانځنو او په سترو بدرګه ييزو مراسمو كې لا د ډېرو لوړو لوړو غرونو پر څوكه له اروپا نه د پښتونخوا ښكلې سردرې (كونړ) ته د قامي وحدت د سمبول په توګه ولېږدول شو. هغه چې په خپل پلرني هېواد، په پلرني كلي كې خاورو ته سپارل شوى، له موږ دعا غواړي، د خير دعا، د بښنې دعا او د جنتونو دعا. د هغو جنتونو دعا، چې د لوى خداى له لوري د پښتون ولس لپاره په اخرت كې جوړ شوي دي.
له داسې دعاوو سره سم دا هم زموږ په دنده كې شمېرل كېږي، چې ارواښاد "ستورى" هېر نه كړو او د خپلو يادونو له ذهنونو څخه يې ونه باسو.
د ارواښاد انساني اړخ ته، چې د خير او ښېګڼو، ورورولۍ او د ټول پښتون ولس د يو موټي كېدلو په لياره كې يو غټ سمبول ګڼل كېږي، د تل لپاره د منښت، له درناوى سره سم د هغه د ياد لمانځنه هم وكوو.
په داسې حال كې، چې پښتانه لا هم د ژبې، فرهنګ، اقتصاد او خپلواكۍ له پلوه د پرديو يرغلونو لاندې سلګۍ وهي او لا هم پښتانه له پوهنيزې، روزنيزې او له خداى وركړيو شتمنيو څخه بې برخې، ويشلي، تالا تارغه پاتې دي، دغه لامل زموږ هر پښتون او پښتنې نه غواړي، چې د يو موټي كېدلو، په خپل هېواد كې د خپلې ژبې او فرهنګ د واك ترلاسه كولو او په دې توګه د اقتصادي او سياسي خپلواكۍ د لاسته راوړلو په لياره كې، چې د ارواښاد "ستوري" سوچه ارمان ګڼل كېده، لا له پخوا نه زيات هلې ځلې وكړي، څو د زمانې له غوښتنو سره سم خپل هېواد او ولس د ښېرازۍ او سمسورتيا په درشل كې ودرولى شو. دغې موخې ته د رسېدلو په لياره كې دغه څو ټكي بايد په پام كې ولرو:
1_
د ملت د جوړونې، روزنې او پالنې په هوډ په خپلې ملي ژبې باندې سنباله، يو غښتلى سياسي ګوند كې يو موټى او ځواكمنه كېدل.
2_
په سيمه كې د هغه واكمنه دود پاله سياست بنسټ له بنسټه نړول، چې غواړي پښتانه لا پسې وېشلي، تالا او ترغه وساتي.
3_
د هغې ذهنيت پر ضد كلكه مبارزه كول، چې غواړي پښتانه د خپلې پښتو ژبې پرځاى د اردو او د پارسۍ ژبو په لوري بوځي.
كه غواړو چې په يوويشتمه پېړۍ كې ژوندي پاتې شو، دغه پورتني دري ټكي، چې د ارواښاد "ستوري" د ژوند تګ لياره هم ګڼل كېدله، د خپل ژوند د تګ ليارې په توګه وټاكو او پرې ټينګ ودرېږو.
نور نو تاسې او د ستاسو سياسي پوهه، برى د لوى خداى له لوري دى.

- مبارز څاپى -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori