Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

وحدت ( شعر )

دوه زړونــــو پــــه پــــيـــــونــــد كــــې وي ژونـــدون
جوړ چــې مــيــــنـــې ســــره ويـــنــــه كــــړي ګــــډون

عـــاطــــفــــه وفــــا چــــې شــــي غـــــاړه پـــــه غـــاړه
اتـــفـــاق يـــې يــــو لــيلا كــــړي بـــــل مـــجـــــنــــون

عقــل پـــوهـــه چـــې يــــو بـــل ســـره پــخـــلا شــــي
هـــغـه عـــكــــس ابــــن ســـيــــنــا شـــي افـــلاطـــون

اكســـيـــجـــن او هـــايــــډروجــن جوړې اوبه كړي
نـــتـــــيــــجـــه ده د جــــوړښــــت د پـــــېـــوســـتـــون

او په خاورې شي يو ځاى ســـيــــمه ګـــلـــزار كړي
ملګــرتـــيـا پـــه كـــې پـــيـــدا كـــانـــدي بـــــدلـــون

خوشبــيــني او خــواخـــوږي چــې شـــي ملــګـــرې
بـــــېــــنـــوا كـــړي د خــــطــــر ځـــيــــنـــې مصـــئــون

چــــې نـــيــــــكــــــي او مــــــروت چـــا ســـره وشــــي
د بې وزلـــه زړه پـــه مـــرســــتـــه كــــړي مـــدهــــون

عـــــنـــــاصـــر چـــې ســـره ګـــډ او خـــمـــيــــره شـــي
نــــو كــــمـــزوري تــــه دوا شـــــي او مــــعـــــــجـــون

ننګ چې كلــه شـــهـــامـــت ســـره يـــوځـــاى شــــي
ســـمـــــــنـــــدر پــــه څــــــــپــــو راولــــي پــــــاڅــــون

چـــې قـــطــره قـــطره اوبـــه ســــره يــــوځـــاى شــــي
په اخر كـې يــا ســـيـــحـــون شـــي يـــا جــــيـــحـــون

چـــې هـــمــــــت شــــي د غــېــرت ســره مـــلـــګـــرى
جــــوړ شــــي عــــــــزم د افــــــغـــــان زړه پښـــــتـــون

اتــــــحـــــــاد او اتـــــــــــفــــــاق واړه قـــــــــــــوت دى
چې ولس وكړي په خـــپـــل مـــنـــــــځ كـــې تــــــړون

پــــه تــــركـــيـــــب او امـــتــــزاج كـــې بـــركــــت دى
پــه نــفـــــاق كـــې بــدمــرغــي راځـــي بـــېـــلــتـــون

ورور چـــې ورور نــــه مـــــرور شــي او جـــدا شـــي
دواړه شـــي پــه جـــــدايـــۍ كــې جــيـــــګــــرخـــون

چې تقديــر كـــلــه تـــدبـــيــر نـــه مـــخـــالـــف شـــي
عـــقـــل نـــه لــــري د بـــــخــــــــت ســــره ســـــــمـــــون

د ارټ د مــــــنــــګـــوټــــي پــــه څــــېـــــر تــــاوېـــږي
د نـــــړۍ مـــــحـــور عــــــــادي پـــــــه اوښــــــــــتـــون

لمر چې ځمکـې نـه پـنــاه شــي تـوره شــــپـــه شـــي
سبـــا بـــېــــرتــــه بـــلــــې خـــواتـــه شــــي راســتـون

پــــه افــــــق کـــــې چـــــې د حـــســـن تـــــجـــلا شـــي
تورې شــپــې پـــســــې ښـــکــاره شـــي ســـبـــاوون

سـالـم فـکــر کـــې چـــې پــــوهــــه او شــــعــــور وي
د انــســان پــه ګـــټــه جـــوړ کــانـــدي مـــضـــمـــون

چې سپوږمۍ د یار د مـخ ســـره یــــو ځـــای شـــي
روحاني د د هسک اسمان نـه شـــي مـــضــــمـــون



- قاضي عصمت الله روحاني -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori