Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

ساندې ( شعر )

چــــې نــــكـــــــــرېـــــزې پــــه لاســــونـــــو لــــګــــوې
پـــه زخــــمــــوونــــو زمـــــا مـــــالــــګــــې دوړوې

كله شـمــــعــــې چـــې لــــه تـــانـــه چـــاپـــيـــرېـــــږي
ښائيــــســــتـــونـــــه د حـــيــــا نـــه چـــاپـــيـــرېـــــږي
مجــــبــورۍ ټــــولــــې زمــــا نـــــه چـــاپـــيـــرېـــــږي

پــــــــه اوږو چــــې زلـــــــفــــې ورو ورو خــــــــوروې
پــــه زخــــمــــونــــو زمــــــا مــــــالــــــګـــــــې دوړوې

پـــه رخــــسار چـــــې دې غـــــوړېــــږي ســره ګـلـونه
په ســـيــــنـــه كـــې دې ګـــډېــــږي ارمــــــانــــونــــــه
پـــــــه زړګــــــي مــــــــې راورېـــــــږي تــــنــــدرونـــــه

تـه چـــــې شـــــونـــــډې پـــــــه نـــــازونـو سرې كوې
پــــه زخــــمــــونــــو زمــــــا مــــــالــــــګـــــــې دوړوې

ئې بــې غـــمــــه د دنـــــيــــا نــــه څــــه خـــــــبــــر ئــــې
په خـندا كـــې د بــــل چــــا نــــه څــــه خـــــــبــــر ئــــې
تا نه ځـــــار شــــمــــه زمــــا نــــه څــــه خـــــــبــــر ئــــې

چــې رقــــيــــــب پـــــه مـــيــــــنــــه مــــيـــــنـــه يادوې
پــــه زخــــمــــونــــو زمــــــا مــــــالــــــګـــــــې دوړوې

دغــه خـــيـــال مـــې بــــــې وســــي ســــېــــوا كــــوي
غــــريــــبــــي مـې مــــجـــــبــــوري ســــېــــوا كـــــوي
تــــنـــهـــايـــي مـــې تـــنـــهـــايـــي ســــېــــوا كـــــوي

خـپـل لايــــــق چـــــــې داســــــــې زر زر هــــــېــــروې
پــــه زخــــمــــونــــو زمــــــا مــــــالــــــګـــــــې دوړوې

- لايق زاده لايق -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori