Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

سوداګره ( شعر )

راځــــه چــــې وكـــړو څـــه رنـګـــيـــنـــې كـــيـــســـې
ښاېسته خـــوږې خـــوږې د مـــيــــنــــې كـــيـــســـې

خپله په لوى لاس مــو تـــــريــــخ كـــړى دى ژونــــد
نورې بـه پــــرېــــږدو ويــــنـــې ويــــنـــې كـــيـــســـې
................................................................
خـــطــــــا انــــــــســــانــــه خــــطـــاګـــانــــې مـــه كـــړه
تـــه وايـــــې ګــــــټـــه خـــــــو تـــــــاوان بــــه وكـــــړې

چــــې دې پــــه ســــــــر بــــانــــــدې راواوړي خــــړې
بيا بـــه هــــېــــڅ نــــه كــــېـــږي ارمـــان بــــه وكـــړې
................................................................
تـه زمـــا ځــــان يـــــې او زه ســــتــــــا ځــــيـــګــر يـــم
راځــــــه پـــــه خــــپــــل بــــدن بــــه رحـــــــم وكــــــــړو

ګـــوره دېـــوال دېــــوال يــــې چــــيــــغـــــې وهـــــــي
پـــــه دې غـــــريــــــــب وطــــــن بــــــه رحــــــم وكــــړو
................................................................
دا تــــور زړونـــــه بــــه مــــو هــــلـــه سپـــــيـــن شـــي
چې بــــيـا تــــوبـــــې وبــــاســــو ځـــان پــــاك كــــړو

په اننـګــــو كــــې يــــې ســـرخــــي ښــــكـــاره شــــي
لــــه تـــهــــمـــــتـــــونـــــو نـــــه افــــغـــان پــــاك كـړو
................................................................
لــــه دې ګــــل ګـــــل وطــــن نــــه خـــــداى لـــــپـــاره
نـــــورې دا تــــــورې جــــــــفـــاګـــانـــــې واخــــلـــــئ

دا مـــــــلــــــــنــــــګــان وګــــــــــــړي مــــــــــــه زوروئ
لــه دې نـــــه ځـــــان تــــــه دعـــــاګــــانـــې واخــــلـــئ
................................................................
د شـــــنـــــو سترګو او سرو څـــڼــــو جــــيــــنــــۍ دا
چــــا ويـــــل د مــــــيـــــــــنې جــــــــادوګــــــره ده دا

پـــه اداګـــانــــــــــو يــــــــــې خــــــــــطــــا وتـــــــــلــــــو
بـــــــس د مـــــــــــرګــــــونـــــــــو ســــــوداګــــــره ده دا
................................................................
په خـپلو ويـــنو خـــپـــلو اوښـــكـــو "تـــانـــد" يـــم
نــــــــه د اوبـــــــــو، نـــــــه د بــــــــاران مــــــحــــــتـــاج

ځـــمـــه لـــه غـــاړې يــــې كـــــچــــكـــــول اخـــلــمـــه
چې چاته نه شــي نـــــور "افــــغــــان" مـــــحـــتــــاج


- شفيع الله تاند_ ننګرهار -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori