Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

لېونۍ مينه ( شعر )

كــه مـيـنـه لــېـونــۍ وي نـــو بـــس زه لـــېــونــى كــېــږم
اغــاز د مـحــبـــــت دى پـــه انـــجـــام يــــې نـه پـوهـېـږم

پـه يـو نــظـــر كــتــو يـې زمـا ځـان لـه مـانـه واخـيـسـت
دا خـوب كـه حــقــيــقــت دى پـه ديــدن يــې نــه مـړېـږم

د خيال په انځورونو كې چـې سـتـا حـسـن رايـاد كـړم
څه چل راباندې وشـي غـونـي ځـيـګ مـې شـي يـرېـږم

رقيب راتـه پـه مـنـځ كـې د بـېـلـتـون پـه مـرۍ پـرېـوت
هېـڅ نـه پـوهـېـږم خـدايـه سـاه مـې ډوبـه شـي رالوېږم

هغه چې بـه يـې مـاتـه پـه نـاز نــاز خــواږه كـــتــل كــړل
اوس بل لوري ته ګوري خپل قسمت ته حـــېــرانــېــږم

د زړه نـــه تــــپــوس وكـــړم كــه د عــقــل دلــيــل واورم
پــه كـوم يـو بـــاور وكـړم پـه څـه چـل بـه تـرې صبـرېـږم

تا خوښ كړ تاج محل زما جـــونـــګـــړه دې تـــالا كـــړه
نـــور كـــډه بـــارومـــه ســـتـــا د كــــــلـــي روانـــــــېـــــږم

يادونـه دې زمـــا د زړه پــه كـــور كـــې مېـــلــمــانه دي
بـيـدار سـتورى بــه تــل تــا يــادوي درنـــــه ځـــارېــــږم


- بصير بيدار ستورى -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori