Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

په جرمنی د ارواښاد ستوری پوهنیزه (علمي) یا د غونډه






د جون د مياشتې په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په ياد يوه پوهنيزه (علمي) غونډه د جرمني د كولن ښار په يوينټ پېلس Event Place هال كې ولمانځل شوه.
د غونډې مشر مېلمه د پښتون قامي وحدت لارښود، ليكوال او د عوامي نېشنل ګوند (ANP) مشر محمد افضل خان (خان لالا) و. د غونډې وياند او د سټېج سكرتر ډاكتر شېر ولي شېر او په سټېج ناست مېلمانه علي خان محسود، محمد شيرين ګرديوال، حاجي فضل الرحمن شېر، محمد نادر سرشار او پوهاند ډاكتر ګل جانان ظريف وو.
غونډه د قراّن كريم د څو مباركو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه. غونډې ته د پښتنو د ټولنيز ولوسوليز ګوند PSDP جنرال سكرتر هدايت بنګش د PSDP عبوري مشر علي خان محسود، د PSDP ګوند دويم مرستيال محمد شيرين ګرديوال، د ګوند مشر سلاح كار حاجي فضل الرحمن شېر، د ګوند د كورنيو چارو مشر مبارز څاپي، سياسي كارپوه محمد اقبال وزيري، محمد عثمان عمر، ډاكتر ماخان مېږي شينواري، د افغانستان د كلتوري ودې ټولنې مشر زرين انځور، پوهاند ډاكتر سرزمين كيمور، د PSDP ګوند د ناروې د څانګې مشر حاجي محمد نادر سرشار، محمداجان يار، ليلى زماني برهاني ويناوې او مقالې ولوستې او د خداى بښلي ډاكتر كبير ستوري په سياسي او عملي ژوند، ټولنيز او هراړخيز شخصيت، علم او فن يې رڼا واچوله او د پښتو، پښتونولۍ لپاره يې د ارواښاد نه ستړي كېدونكې هلې ځلې وستايلې.
د غونډې مشر مېلمه محمد افضل خان لالا په خپلو خبرو كې وويل، چې ډاكتر كبير ستورى هغه دروند پښتون، سياسي، ټولنيز او ادبي شخصيت و، چې په خپل ژوند يې د ځان لپاره يو هدف اولاره ټاكلې وه او هغه هدف د پښتنو يووالى او قامي وحدت و، چې د ژوند تر اخري شېبو يې دغه لاره ټينګه كړې وه.
غونډې ته د پوهاند ډاكتر محمد ربي زيركيار مقاله، محب الله روفي ولوسته. په غونډه كې ګڼ شمېر پوهانو، اديبانو، ليكوالانو، سياسي او ټولنيزو شخصيتونو د جرمني او اروپا له نورو هېوادونو څخه شركت كړى و. د غونډېه ګډون والو كې په برلين كې د افغانستان د سفارت لومړى سكرتر عبدالرحمن ځدران، په بن كې د افغانستان جنرال قونصل فضل الرحمن فاضل، د بېنوا وېب پاڼې چلوونكى عبدالله احسان او د افغانستان ځينو پخواني ديپلوماتانو، په اروپا كې د كلتوري ټولنو استازو، پوهانو، ليكوالانو او شاعرانو هم برخه اخيستې وه.
د غونډې په دويمه برخه كې يوه مشاعره ترسره شوه، چې زياتو شاعرانو ارواښاد ستوري ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې. په مشاعره كې عاشق الله غريب، محمداجان يار، عبدالوهاب سرتېر، مېرمن شاه جهان حركت، لطيف اپريدي، خالد ساپي، زلمي قاضي خېل، مبارز څاپي، نسيم ستوري، انجنير فريدالله ساپي او نورو شاعرانو خپل شعرونه واورول.
د غونډې په پاى كې نصير ستوري د كورنۍ په استازيتوب د غونډې له ګډونوالو څخه مننه وكړه او په خصوصي توګه يې د ښاغلي محمد افضل خان لالا شكريه ادا كړه، چې له پښتونخوا څخه جرمني ته ددغه غونډې لپاره تشريف راوړى و. همدارنګه يې د دانش خپرندويې ټولنې، پښتونخوا د پوهنې دېرې او په جرمني كې د ساېنس پوهانو د ټولنې مشر پوهنوال ډاكتر نظر محمد سلطانزي څخه هم مننه وكړه، چې د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري په ياد يې خپل كتابونه چاپ كړي وو او هم يې له انجنير شېر علي خان شېر څخه خوښنه او مننه وكړه، چې يوينټ پيلس هال يې غونډې ته وقف كړى و.
غونډه د شپې په يوه بجه د ارواښاد ډاكتر ستوري روح ته په دعا سره پاى ته ورسېده.
- رپورټ : اداره -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori