Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

چترال او چترالیان وپېژنی


چترال د سرحد ايالت له مركز پېښور څخه څه ناڅه (300) كيلومټره ليرې له نورستان، كونړ او بدخشان سره جوخت پروت دى، هر دوبى ورته په لوى شمېر كې كورني او بهرني سيلانيان د (لورۍ) پر لوړ غره واوړي په ژمي كې يې ټولې ځمكنۍ لارې له پاكستان سره تړل كېږي، خلك يې بيا د كونړ په لار تګ راتګ كوي.
د خورا غرني چترال ځمكه څه باندې (14000) مربع كيلومتره ده او اوس اوس يې د وګړيو شمېر له (350) درې سوه پنځوس زرو څخه اوړي. اوسېدونكي يې له لسو په پورته ژبو او ګگړدودونو خبرې كوي او د څلور سوو په شاوخوا كې لوى او واړه ټبرونه پكې ميشت دي. د چترال لومړني استوګن بومكي وو او په پچاچي ګړېده، خو اوس دغه ژبه (چترالي) مړه ده او په سلو كې (80) كسه يې د اردي ژبې په يوه څانګه كواري خبرې كوي. كوهستاني، ګړوجي، يدغا او په منډه لاش كې، د دري اوختې بڼه يې نورې ژبې دي.
د پورتني چترال په بروغل او د تراجمير په لمنو كې په واخي، سرقلي او قرغېزي ژبو خبرې كېږي. په سلو كې (7 ) اوه پښتانه هم پكې دي، پښتو يې نه ده هېره كړې، خو د كور ژبه يې زده او ددغې سيمې كلتور پرې پوره اغېز كړى دى.
دغه پښتانه ډېر له دير او باجوړ نه ورغلي دي، دا د وخت واكمنو ورغوښتي وو، چې وروسته يې ورسره ښېخۍ او خپلوۍ وكړې او د جايدادونو خاوندان شول.
سيد مظفر علي شاه جان د چترال په سيد اباد كې اوسېږي، د ملت پال عوامي نشنل ګوند جنډه كې په كور له ورايه معلومېږي او ورتلوونكيو ته د پښتنو د استوګنې څرك وركوي. دده نيكه په حكومتي چارو پوهېده، ځكه د چترال د هغه وخت واكمن و او دربار ته نژدې سړى و.
چترال اوږد غځېدلى، خو درې، درې يو تر بله جلا كلتوري ډلې او د څو مذهبونو خلك پكې دي. كېلاش يې د خورا لرغوني او ځانګړې ګروهې پيروان دي، يو وخت يې په چترال واك چلاوه، اوس دغه قبيله د چترال په لويديځو درو بريل، رمبور او بمبوريت كې اوسي. له مسلمانانو سره يې راشه درشه ښه ده، خو پخوا د يو بل كلك دښمنان وو.
د چترال په كالج كې يو تن د تاريخ او ادبياتو پروفيس عنايت الله (فيضي) وايي، چې چترال يو وخت په دوه برخو وېشلى و، چې په پورته خوا يې بودايانو واك چلاوه او په كوزه خوا يې كېلاشو قبضه كړې وه.
په ديارلسمه زيږديزه پېړۍ كې د اسلام په راتګ دغلته د بودايانو او كيلاشو واكمني پاى ته رسېدلې، چې د بودايانو څرګندې نښې اوس نه دي پاتې، خو د ځينو ځايونو نومونه يې لا اوس هم ژوندي دي، خو كېلاشو بيا د دومره مسلمانانو په مېنځ كې خپل كلتور او عقيده ساتلې، چې ورو ورو پرې اغېز كېدونكى دى.
د چترال په زړه كې د لوى سيند پر غاړه هغه كلا اوس هم شته دى، چې يو وخت ترې په ټول چترال واك چلېده. د كلا ديوالونه نيمه ړنګ دي، ترڅنګ يې مركزي روغتون او د لوبو لوى لوبغالى جوړ دى. د ځايي خلكو وينا ده، چې د كلا د جوړېدو پر مهال له مخامخ غره څخه تېږې لاس په لاس د كلا دېوال ته رسول شوي دي.
د چترال په كالج كې د تاريخ ښوونكى وايي، چې يو وخت به له تركستانه راتلونكي كاروانونه په همدې لاره تېرېدل او تم ځاى يې د همدغې كلا شاوخوا وه.
اوس مهال كې د حكومت واك پكې پياوړى دى، خو د پرمختګ كارونه پكې ډېر نه دي شوي. د اّغا خان په مشرۍ د اسماعيليو په سيمو كې تر نور چترال كارونه ډېر شوي دي، خلك يې ډېر شتمن دي، اكثره يې په پوځ كې دندې لري. پروفيسر "فيضي" وايي: په چترال كې هېڅ خپل منځي وژنې او دښمنۍ نشته. ده وويل، چې په نورو ځايونو كې چې څوك ځانته خطر وويني، نو چترال ته راځي. ښاغلى فيضي دغلته د بېلابېلو ټبرونو ورتګ ددغه ځاى پراخه ورشوګانې او پرېمانه اوبه يادوي.
خلك يې مينه ناك او په نرمه ژبه ګړېږي، هر ځاى رسټورانونه او هوټلونه جوړ دي، مېلمه پالنه پكې رواج ده، خو ښايي چې دا يې د ورغلو پښتنو نه زده كړى وي. د واده دود يې ساده دى، په هوټلونو كې نه كېږي او د ډولۍ رواج پكې اصلاً شته نه. له پرديو سره ښيخي كول كوم عيب نه ګڼي، خو د ناوې ماما ته د چريز ټوپك وركړه پكې يو شرط دى. كه څه هم د دوش حبيب احمد خان دغه دود مات شوى ګڼي او ددې پخلى هم كوي، چې دلته د ډېر ولور اخيستل رواج نه دي. همدا شان حبيب احمد خان وايي، چې ناوې ته د لارې په اوږدو كې شېدې او د وربشپو وړه د بركت لپاره وركول كېږي.
په كليو او سيمو كې يې ښځې په سختو كارونو بوختې وي، خو په اوارو سيمو كې يې بيا نجونې په پړوني كې پټ مخ ښوونځيو ته ورځي. همدارنګه په بازارونو كې يې ښځې بيا نه ګرځي. د پام وړ خبره خو دا ده، چې په چترال كې ښځينه سندرغاړې بيخې نشته. ټول چتراليان كميس او پرتوګ اغوندي، يواځې كيلاشي ښځې تور اوږده كميسونه او خولۍ پر سروي، چې د سر د لوله جوړې خولۍ يې اوږده پټه په اوږو رازوړندوي او ملا يې كلكه تړلې وي، پوځيان يې سپين پكولونه په سروي، چې د تندي له پاسه يې څو زرينې بڼكې ټومبلې وي.
پخوانۍ جامې يې له وړيو څخه په لاس اوبدلې، چې اوس پكې هم وړين ټوكران سيمه ييز شهرت لري. هټۍ يې له همدغه ټوكرانو څخه ډكې دي او هم دا يې مهم صادرات دي. د وحشي حېواناتو په ښكار كولو يې بنديز لګېدلى، چې د چترال له مركزه څو كيلومټره وربره د تودې چينې پر لور هر مازيګر وحشي حېوانات لوى سيند ته راكوزېږي، خو څوك پرې غرض نه شي كولاى. يواځې د هيليو ښكار پكې رواج لري، چې د لوى سيند پر غاړه لوى لوى ډنډونه د هيليو د ښكار لپاره جوړ شوي دي.
د چترال خلك دوديزې او نړيوالې لوبې هم لري، له پخوانيو هغو يې ډېرې اوس يواځې په كليو او سيمو پورې محدودې پاتې دي. وزلوبه هم كوي او شندور يې بيا هر كال د پاكستاني مشرانو او نورو كورنيو او بهرنيو سيلانيانو په وړاندې د ستور غال يا چموګن بازۍ كوربه وي، چې دغې لوبې ته په انګرېزي ژبه (Polo) وايي.
چترال يا د كوار ژبه خپله الفبا نه لري، ولې داسې ځانګړي اوازونه پكې شته، چې هغه بيا په نورو ژبو كې نشته دى.
د چتراليانو ادبيات دومره پياوړي نه دي، لومړني اشعار يې په (19) زيږديزه پېړۍ كې ويل شوي او دا هم شفاهي ادبيات دي. تر نظم يې نثر ډېر پياوړى دى. شاعرانو يې يواځې مينه پاللې او د وطن په ياد يې سندرې ويلي دي. ښاغلى فيضي وايي، چې شاعرانو يې تراوسه حماسې نه دي ويلي، همدا سبب دى، چې چتراليان له جنګ او جګړو څخه كركه لري، چې تراوسه پورې په چترال كې دښمنۍ نشته دي.
موسيقي يې ساده، خو په زړه پورې ده، د موسيقۍ الات يې هم هغه پخواني دي. سيتار يې سيمه ييز شهرت لري او د ډېرى چتراليانو يې سيتار زده دى، چې رباب، شپېلۍ، دپ، منګى او سرونى يې د موسيقۍ نور الات دي. دوى پخپله موسيقۍ وياړي او ققنس د خيالي مرغه له خولې يې راوتلې ګڼي او تر ټولو پياوړى هنرمند ته ققنس وايي.
د چترال خلك خپل مړي د نورو مسلمانانو په څېر خاورو ته سپاري، خو د كوچني تر زېږېدو وروسته تر (7) ورځو پورې ورته نجونې كيسې كوي او رڼا نه وژني. چتراليان وايي په دې سره د كوچني د ډار احتمال كمېږي.
دغلته د كروندې ځمكه دومره ډېره نه ده، خلك يې د غلو دانو پرځاى مېوه لرونكې او زينتي ونې نالوي او له ليرې ليرې ځايونو ورته په سختو ګړنګونو كې ويالې وباسي، چې همدغه د خلكو په لاس كرل شويو ونو د چترال طبيعي ښكلا لا زياته كړې ده. ښه معتدله هوا لري، چې په دغې ځانګړنې يې ځانته د ډېرو سيلانيانو پام رااړولى دى.

نور په بله ګڼه کې

- نعمت الله كرياب -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori