Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د اورمړ Ormur قوم بیژندنه

مرستيال سرمحقق
ډاكتر خليل الله اورمړ






دا اّريايي نژاده اتنيكي ګروپ د اّريانا فلات په ختيځه څنډه كې په دوو سيمو كې مېشت دي:
الف : په افغانستان كې د بركي برك ولسوالۍ په خوا كې په څو سترو كليو (عبدالصمد خان كلي، نورالله خان كلي او تقى كلي) كې اوسېږي. په دې سيمه كې د دوى شمېر سلو كورنيو ته رسېږي، خو د بركي برك په ښار كې د اورمړيانو شمېر زيات دى، مګر ژبه يې له لاسه وركړې ده او په پښتو او دري خبرې كوي.
ب : په پاكستان كې په دوو صوبو (سرحد، بلوچستان) كې خواره واره ليدل كېږي، مګر اكثريت يې د وزيرستان په كاڼي ګرام كې، چې شمېر يې زرو كورنيو ته رسېږي، په دوو سيمو، كوزني اورمړ او برني اورمړ كې اوسېږي.
په افغانستان كې دا قوم د پښتنو له خوا اورمړ، استوګنځي يې اورمړ او ژبه يې اورمړي او د تاجكانو له خوا اورمړ، ژبه يې اورمړي او استوګنځي يې د بركي برك په نامه يادېږي. پخپله اورمړيان ځانونو ته اورمړ، خپلې ژبې ته اورمړي او سنګتويي او خپل استوګنځي ته ګرام gram وايي.
پرته له شكه پخوا پراخه سيمې د اورمړيانو په لاس كې وې، چې ښايي وكولاى شو له څو مكاني نومونو څخه په استفادې چې په تركيب كې يې د ګرام او بركي Baraki كلمې راغلي وي، هغه سيمې وټاكو:
1_
په لوګر او كابل ولايت كې بركي برك، بركي راجان، بركي دهبوري او برك شهر ارا.
2_
د غزني په جنوب ختيځ كې بركيستان، بره كيستان (بابرنامه، 220 مخ)
3_
پنګرام Pingram [اورمړ Peng gram] (په فارسي ژبه ګ پېنځه كلي).
په سانسكريت كې د ګرام كلمه د gram په بڼه راغلې ده، چې د لسو كليو او سيمو مانا وركوي او نن ورځ په نورستاني او اورمړي ژبو كې په همدې مانا استعمالېږي، چې په لاندې مثالونو كې په ګوته كېدلاى شي:
_
Nishi gram په نورستان كې يوه سيمه ده.
_
Kani gram په وزيرستان كې يوه سيمه ده.
_
Bag gram چې د دري ژبې په اوسنۍ املا كې بګرام Bagram ليكل كېږي، د كابل ختيځ لور ته يوه سيمه ده، چې پخوا يې د سپېڅلي ځاى مانا وركوله.
په دې اساس كېداى شي په جنوب ختيځ لور كې د اورمړيانو پخوانى غځېدلى مسير د هغه محور مطابق، چې له بركي برك څخه كاڼي ګرام ته رسگېدلى، په پام كې ونيول شي. د كاڼي ګرام اورمړيانو خپله ژبه برګستا نومولې ده. كېداى شي د بركيستان له كلمې سره ريښوي تړاو ولري، ځكه په g باندې د اّريايي K اوښتل په اورمړي ژبه كې شته دى:
اورمړي sug (اغزى)، دري Suk، اوستا Suka (اغزى، ستن).
اورمړي goda (چېرته)، اوستا Ku، سانكسريت Ku (چېرته).
اورمړي Mriq (غلام، نوكر) اوستا Maryaka (غلام).
الفنسټون Elphinstan په (ګزارش سلطنت كابل) كې له اورمړيانو څخه د Burrukess په نامه يادونه كړې، د دوى ژبه يې Buruke بروكي او استوګنځي يې لوګر او د كابل بت خاك ښودلى دى.
نوموړى ليكي:
" د تاجكانو بله طبقه د بركي خلك دي، چې په لوګر او بت خاك كې اوسېږي... په چال چلند او ګوزاره كې د افغانانو په څېر دي او افغانان دوى ته د نورو تاجكانو په پرتله په ښه سترګه ګوري. د دوى شمېر تراوسه اتو زرو كورنيو ته رسېږي، ټول روايتونه له دې موضوع سره توافق لري، چې سلطان محمود په يوولسمه پېړۍ كې دوى اوسني ټاټوبي ته كوچولي دي. هغه مهال يې پراخه ځمكه درلوده، خو اصل او منشا يې معلومه نه ده. دوى ځانونو ته عرب وايي، مګر نور خلك دوى د كردانو Kurd له كورنۍ څخه شمېري."
ليدن Leyden لومړنى سړى دى، چې د "تحقيقات اّسيايي" د 1812 م كال په (11) ګڼه كې د كاڼي ګرام او بركي برك اورمړيان اروپايانو ته ورمعرفي كوي.
بيليو Bellew د افغانستان د نژادي څېړنو په كتاب كې ليكي: په غوربند، باميان او كندز كې هم اورمړي وګړي اوسېږي او همدارنګه نوموړي د 1857 م كال د Jurnal of a mission to Afghanistan in 1857 په (63) مخ كې ليكي:"د رواياتو له مخې اوركزي، اپريدي، منګل، وزير، خټك، خوږياڼي دا ټول اصلاً اورمړ وو."
نوموړى زياتوي، چې اورمړيان اور لمانځونكي وو، ځانګړي مذهبي مراسم به يې په لوګي او اور سره ترسره كول او د مراسمو په پاى كې به د دوى د مذهبي مشر له خوا اور مړ كېده."
هغه څه، چې د څراغونو او اور د مړ كېدو په اړه روايت كېږي، دا ټول د كليوالي اّئين د رسم و رواج بقايا دي او ښايي نسبتاً په اوږده موده كې د دوى ترمنځ دود و.
ددې مساْلې د تاييد لپاره يادونه كوو، چې د لوستل Histak فصل د اوستايي فصل aiwi-ah "لوستل، قرائت كول" څخه مشتق شوي دي.
دا مساْله د پام وړ ده، ځكه نوموړې كلمه چې اصلاً د زرتشتي مذهبي كلماتو او اصطلاحاتو له جملې څخه ده، يوازې په اورمړي ژبه كې پاتې ده.
د اورمړيانو په اړه د ختيځ پوهانو بېلابېل نظريات وګورئ: (Morgenstierne 1973,pp.307-312)
د اورمړ د نومونې وجه:
دې قوم ته ګاونډي پښتانه اورمړيان وايي، چې يو مبهم نوم معلومېږي. په پښتو كې Or د اّتش په مانا او mar د وژل كېگدو او مړ كېدو په مانا دى، چې تحت الفظي مانا يې (اور وژونكى) دى او احتمالاً دا هغه سابقې ته اشاره ده، چې اورمړيانو ته يې نسبت شوى دى، يانې د خپلو ګاونډيانو ترمنځ د جنګ جګړې د اور د وژلو سابقې ته.
په حقيقت كې دا نوم د هغو اړيكو منعكس كوونكى دى، چې په شپاړسمه ميلادي پېړۍ كې اورمړيان له روښانيه فرقې سره تړي. بايزيد انصاري، چې ددې فرقې پير و، له اورمړ قوم سره يې تړاو درلود.
د اورمړ د كلمې ريښه د پښتو ژبې د غږيزو قوانينو له مخې د مارګنستيرن له لوري پېشنهاد شوې ده. نوموړى په دې اړه ليكي:" زه دا ثابتوم، چې اورمړيان د پښتنو نه په غير او جلا سيمه ييزه قبيله ده، د اور مړ كلمه چې ګاونډي پښتانه كاروي، اصلاً بايد له اّريا مرتيا Arya martya له كلمې څخه مشتق شوې وي، چې د اّريايي وګړي مانا وركوي. د arya لومړۍ هجا، چې ar ده، د or له كلمې سره چې د (اّتش) مانا لري، هېڅ اړيكې نه لري، ځكه د Or كلمه چې د اّتش په مانا ده، د اوستايي د aora_atar له كلمې څخه مشتق شوې، چې په فارسي كې اّذر ده، خو د arya لومړنۍ هجا ar د پښتو د غږيزو قوانينو له مخې or ده او اوستايي martya كلمه، چې د پناه كېدو او مړينې په مانا ده، د پښتو د غږيزو له مخې mar شوى، نو اورمړ ormar په خپل ذات كې د "اّريايي وګړي" په مانا دى.
له امكان څخه دباندې نه ده، چې يوه اّريايي قبيله دې ځان ته د "اّريا مرتيا" اصطلاح وكاروي. تراوسه پورې د نومونې دا وجه د اكثرو ختيځپوهانو له خوا د منلو او تاييد وړ ده. د اّريانا دايرآ المعارف په استناد، اورمړ د پښتنو يوه ستره قبيله ده، چې د سپين غره په لمنو كې مېشت دي او اصلي ټاټوبى يې همدا ځاى دى، خو د وخت په تېرېدو سره ځينې يې لوګر ته لېږدېدلي دي او ځينې نور يې د اّزاد پښتونستان د وزيرستان د كاڼي ګرام په سيمه كې اوسېږي. د نولسمې زېږدي پېړۍ په لومړيو كې د لوګر د اورمړيانو شمېر اتو زرو كورنيو ته رسېده او د شلمې پېړۍ په پيل كې په كاڼي ګرام كې د دوى شمېر له (400) څخه تر (500) كورنيو پورې ښودل شوى دى.
همدارنګه د اّريانا دايرآ المعارف په حواله، اورمړ د هغو پېنځو زامنو له جملې څخه دي، چې خرښبون يې تر ټولو مشر دى او د نسب لړۍ يې خرښبون، بن سړبن، بن قيس عبدالرشيد ته رسېږي.
د اورمړيانو لاندې پېنځه څانګې په كاڼي ګرام كې موجودې دي:
1_
خيګني Khigni، چې حيات افغاني يې شمېر شپېته كورنۍ ښودلى دى.
2_
خرم جاني Khuram Jani، چې شمېر يې اويا كورنيو ته رسېږي.
3_
بيګني Begani، چې له دوو سوو كورنيو څخه هم زيات دي.
4_
حراني Harani، چې شمېر يې دوه سوه كورنۍ اټكل شوى دى.

- ډاكتر خليل الله اورمړ -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori