Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

افغان ادبی یون « دیر » د ارواښاد کبیر ستوري یاد ونمانځه

د ۲۰۱۰ ع کال د مارچ په ۲۸ نېټه د اتوار (یکشنبی ) په ورځ د افغان ادبی یون « دیر » تر سیورې لاندې د پښتونخوا د دیر په تورکیمپ کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري کولتوری او ادبی خدمتونو په یاد کې درنه غونډه او مشاعره جوړه شوه .
ددې مشاعري د نظامت او سټیج چاري ښاغلې عنایت حسرت او ښاغلې سعادت مشواڼې تر سره کولي .
په مشاعره کې د پښتنو لیکوالانو او شاعرانو سر بیره په دیر کی د ساپیو ، مشاواڼیو ، سالارزیو او ماموندوقامی مشرانو اوسپین روبو هم په ګڼ شمیر کی ګډون کړی ؤ
مشاعره دسهار په نهوبجو د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د سټیج سیکرټری له خوا ښاغلی وزیر محمد وزیری ، ښاغلی حاجی عزیز الحق او ملک قریب الرحمن ځانګړوکورسو ته راوبلل شول.

ورپسی د افغان ادبی یون « دیر » مشرښاغلی سعادت مشواڼې راغلیو میلمنو ته هر کلی وویلو اوله دوی ئې مننه وکړه .
ښاغلی سعادت مشواڼی خپله څیړنیزه مقاله د « ستوری څوک ؤ » تر سرلیک لاندې د غونډې ګډونوالو ته واوروله.
ورپسی ددی غونډې اصلې برخه چې مشاعره وه، پیل شوه چی د هیواد تکړه نامتو او ځوانو شاعرانو پکی خپل شعرونه واورول او ارواښاد ستوری ته ئی د عقیدت پیرزوینی وړاندی کړی چی د ګډونوالو له خوا په چکچکو بدرګه کیدل.
دمشاعری لومړئ برخه د ماسپښین په یوه بجه پای ته ورسیده، ورپسی دمه وشوه اوله دمی وروسته د غونډې دویمه برخه چې د ټلیفون پر لیکه مشاعری او او د ارواښاد کبیر ستوری په هکله تاثراتو ته ځانګړې شوی وه پیل شوه .
د تیلیفون پر لیکه مشاعره کی د هیواد دننه او هم له هیواده بهر له عربی هیوادونو، امریکا او اروپا څخه ګڼ شمیر شاعرانو او لیکوالانو برخه واخسته ، خپل شعرونه او پیغامونه ئی واورول او پښتنی کولتور او ادب ته د ارواښاد ستوری خدمتونه او هلی ځلی ئی وستائیلی .

هغه درانه شاعران او لیکوالان چی ددی غونډی د مشاعری په دواړه برخو کی کی ګډون کړی ؤ افغان ادبی یون «دیر» تری ډیره ډیره مننه کوی چی نومونه ئی په لاندی ډول دی:
ښاغلی عصمت الله حقیار ، ښاغلی امجد سیرت ، ښاغلی قادر امین ، ښاغلی سلیم ناچار ، ښاغلی معلم مشواڼې ، ښاغلی سید الله سباوون ، ښاغلی اکبر سیال ، ښاغلی محسینې ، ښاغلی فضل ربی نسیم ، ښاغلی ډاکتر بصیر بیدار ستوری ، ښاغلی قاسم اقبال ، ښاغلی رویداد حسرت ، ښاغلی رفیع الله اتل ، ښاغلی نسیم ستوری ، ښاغلی نقیب احمد جان ، ښاغلی محمد دین منصور ، ښاغلی څاروان شینواری ، ښاغلی ډاکتر زبیر ، ښاغلی محمد حسرت ، ښاغلی سردار یوسفزی ، ښاغلی الطاف ګل ګل ، ښاغلی خیر محمد ساحر ، ښاغلی دولت خان دولت ، ښاغلی الفت ورکزی ، ښاغلی افسر خان نوید ، ښاغلی فضل خالق غمګین ، ښاغلی طاهر الطاف سرحدې ، ښاغلی محمد ګل یاسر ، ښاغلی عبدالحمید سباوون ، ښاغلی شاهد الله شاهد ، ښاغلی اسرار د طورو ، ښاغلی شبیر دورانی ، ښاغلی محمد امین یوسفزی ، ښاغلی نظیر یوسفزی ، ښاغلی شیر زمان سیماب ، ښاغلی بصیر ایسر مشواڼی ښاغلی ، عنایت حسرت ، ښاغلی عبدالرزاق، ښاغلی اسد بازاره کې ، ښاغلی ډاکتر اورنګ زیب ، ښاغلی عطاالله ، ښاغلی صابر شاه فقیر ، ښاغلی فضل هادې ، ښاغلی سلیم خان مشواڼی ، ښاغلی ابرهیم حماس ، ښاغلی غنې غورځنګ ، ښاغلی حضرت حسین سیاد ، ښاغلی عیسی خان متی زی ، ښاغلی اسلام درویش ، ښاغلی نور باچا احساس ، ښاغلی خادم یوسفزی ، ښاغلی نثار ، ښاغلی مجاهد اکبر خان ، ښاغلی محسین حسن ، ښاغلی قادر مجنون، ښاغلی ریس خان سیایست وال ښاغلی ، رحیم خان رحیم، ښاغلی صادق سرګردان ، ښاغلی ضیا ولی شاه ضیا ، ښاغلی رحمت جان رحمت ، ښاغلی محمد حنیف شاهد ، ښاغلی صیاد روغانی ، او داسی نور...

یادونه : ددی غونډی ویډیو او انځورونه به وروسته پرلیکه شی
- عنایت حسرت -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori