Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د کبير ستوري د یاد غونډی ویډیوVideo پرلیکه شوه

پښتو عالمی کانګرس (Pashto World Congress) په پېښور پریس کلب کې په 27.04.2008 نېټه د اتوار (يکشنبی) په ورځ د ارواښادډاکتر کبیر ستوری په یادیوه پرتمينه غونډه او مشاعره جوړه کړی وه ،چی د لری او بری پښتونخوا ګڼ شمیر ليکوالانو، پوهانو، شاعرانو او ژورنالستانو پکی برخه اخستی وه.
غونډه دښاغلی پیر مسود بنوری له خوا د قرانکريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره د مازيګر په دریو بجو پیل شوه . د سټيج چاری ښاغلی ډاکتر عالم يوسفزی اوښاغلی حميد الرحمان نادان پر مخ بیولی .د غونډی کوربه د پښتو عالمی کانګرس چيرمین اود غنی خان ادبی، ثقافتی، څیړنیزی جرګی سرپرست پرفیسر جهانزيب نياز او مشر ميلمه د پښتون قامی وحدت ستر لارښود د ANPمرکزی مشر ښاغلی محمد افضل خان لالا ؤ.
ښاغلی عبدالهادی خلیل زی، ښاغلی خیال اکبر اپریدی ، د پښتونخوا ملی عوامی پارټۍ صوبائی صدر ښاغلی مختار خان يوسفزی ، میرمن شګفته ملک اوښاغلی بصير بیدار خصوصی ميلمانه ؤ.
ښاغلی محمد افضل خان لالا، پرفیسر جهانزيب نياز، پروفیسر انور ظفری، میرمن شمیم قيصر خان، ښاغلی مختار خان يوسفزی، ښاغلی اکمل لیونی، ښاغلی ایډوکیټ شهاب الدین خټک، ښاغلی شبیرخان درانی، ښاغلی مطیع الله سراچه وال، ښاغلی عبدالهادی حیران، ښاغلی اختر ننګیال، ښاغلی ودود اشنغری ، ښاغلی فریدون خان، ښاغلی ډاکتر ننګ، ښاغلی خيال اکبر اپریدی ، ښاغلی ګل محمد مسرور،ښاغلی غلام محمودشهاب، ښاغلی ګلزاده کوثر، ښاغلی اقبال مومند، پروفیسر عالمزیب خټک اوښاغلی ډاکتر احمد علی عاجز، د ارواښاد ستوری په ژوند، مبارزه او سړيتوب ( شخصيت ) هر اړخيزی خبری وکړی تاثرات، مقالی او نظمونه یــی واورول . د ښاغلی نورالبشر نويد راليږل شوي نظمونه چې دارواښاد ستوري په ياد ليکل شوي و د ډاکتر عالم يوسفزي په اواز کې واورول شو او د غونډی دويمه برخه په ازاده مشاعره سره پای ته ورسیده.
د غونډی دريمه برخه د ډاکتر کبیر ستوری په یاد ټنګ ټکور ته ځانګړی شوی وه چی د پښتونخوا نامتو سندرغاړی او موسیقی جوړونکی ښاغلی استاد ماسټر علی حیدر په خوږ اواز رنګینه شوی وه، چی د شپی تر ددوو بجوپوری یی دوام درلود.
همدا راز د۲۰۰۸ ع کال اپریل په څلورمه نیټه د ارواښاد ستوری په ياد د وحدت ورځپاڼی او خبرونه ورځپاڼی، خپلی خپلی خصوصی ( ځانګړی ) ګڼی هم نشر کړی وی.
په درناوی

د غونډی ليدلو او اوريدلو لپاره دلته ټک ورکړۍ

























































































































































































































































- -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2023     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori