Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

په خاص کونړ کې د ډاکتر کبير ستوری په ياد غونډه او مشاعره جوړه شوه

د 2007 عيسوی کال د جنوری د مياشتی په دريمه نېټه د کونړ خپلواکه ادبی کولتوری ټولنی او د خاص کونړ ادبی کولتوری ټولنی د خاص کونړ د ليسی په انګړ کې د هيواد د ملی او منلی شخصيت ارواښاد ډاکتر کبير ستوری په ياد درنه غونډه او ازاده مشاعره جوړه کړه . په غونډه کې د کونړ ولايت ګڼ شمير پوهانو ، اديبانو ، ليکوالانو ، شاعرانو ، مخورو سپين روبو او مشرانو ګډون کړی وو .
غونډه د سهار په لسو بجو د اطلاعاتو او کولتور پخوانی رئس ښاغلی مشفق په مشرۍ د قران کريم د مبارکو اياتونو په طلاوت سره پيل شوه .
د خاص کونړ کولتوری او ادبی ټولنی مشر ښاغلی استاد وجی الله « شپون » راغلو ميلمنو ته هر کلی ووايو او د ارواښاد ډاکتر ستوری په ژوند او مبارزه ئې رڼا واچوله . ورپسی د خاص کونړ د ښونی او روزنی مدير ښاغلی اجمل عزيزی ، د افغانستان د علومواکاډمی غړی او د کابل د پوهنتون استاد ښاغلی عبدالقيوم « مشواڼی » ، ښاغلی غروال ، ښاغلی مشفق او د ننګرهار ولايت د ليکولانو او شاعرانو په استازيتوب ښاغلی بشير « ګواښ » خپلی ليکنی ولوستلی او لنډی ويناوی ئې وکړی .
د مشاعری په برخه کې ښاغلی استاد عرفان الله « کوټوال » ، ښاغلی هدايت الله « هدايت » ښاغلی عبدالواحد ، ښاغلی غروال ، ښاغلی ګلرنګ « کوچوان » او نورو ګڼ شمير شاعرانو خپل شعرونه واورول .
د غونډی په پای کې ګډون کوونکی د مازيګر په دری بجو د ارواښاد ډاکتر کبير ستوری قبر ته لاړل او د اروښاد روح ته ئې دوعا وکړه . د ګډون کوونکو په استازيتوب دPSDP د مشرانو جرګی غړی ښاغلی ډاکتر شير ولی « شير » د لنډی وينا وروسته د ارواښاد د مزار د جوړولو ډبره هم کيښوده























































- -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori