Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د پښتونخوا ملی عوامی پارټۍ د ډاکتر کبیر ستوری مبارزی ته د قدر په سترګه ګوری

پېښور 25.04.2006 نېټه
د پښتونخوا ملی عوامۍ پارټۍ مرکزی صدر ښاغلی محمود خان اڅکزی، صوبای صدر ښاغلی مختار یوسفزی او جنرال سکرټر ښاغلی ارباب مجیب الرحمن نن سهار په لس بجو په راحت اباد پېښور کې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د مشرخدای بخښلی ډاکتر کبیر ستوری کورته لاړل او د ارواښاد روح ته ئې دوعا وکړه.
ښاغلی محمود خان اڅکزی وویل ډاکتر کبیر ستوری د افغانستان ملی منلی او وتلی سیاسی مبارز وو چې نه یوازی د افغانستان په دننه کې بلکه په ټول افغان وطن کې په سیاسی مبارزینو کې یو د ډیر محبوبیت لرونکی قومی او اولسی مشر وو.
خدای بحښلی ډاکتر صاحب ستوری د لر او بر افغان ملت د ملی وحدت پلوی او د دغه لوی ملی وحدت لپاره مبارزه کوله .
د پښتو نخوا ملی عوامی پارټۍ د ډاکترکبیر ستوری مبارزی ته د قدر په سترګه ګوری او درناوی ئې کوی.
ښاغلی اڅکزی زیاته کړه!
د خدای بخښلی ستوری ارمان لا پوره شوی ندی هغه ته د عقیدت د ګلونو د وړاندی کولو د ټولو نه ښه لاره به دا وی چې د هغه ارمانونه یانې د افغان وطن ، ملی وحدت، قامی حاکمیت او استقلال په کلکه دفاع وکړای شی .
ښاغلی اڅکزی وویل د پښتونخوا ملی عوامی پارټۍ د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د کورنۍ او د پښتون سوشل ډیموکراتیک پارټۍ ټولو ملګرو سره په دغه لوی غم کې یو برابر شریک دی.
- -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori