Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

خوب

يـــــــو ښـــــائــســــتــه رنګــيـن ســـهــار و د ســپـــرلـې
هـــــــر ژونـــدې پـــــه انـــــتــــــظــار و د ســــــپـــرلـــــــې

د ګــلــونــو غــوټــــــۍ شـــــنــــى وى لـــه خــــــنـــدا نـــه
ښـــــــه مــــــــوســــــــم، ګــــــرم بـــــــازار و د ســـپــرلــې

د مـــــــارغـــــانـــــو اتـــــــــڼـــــونــــــه پـــــه هــــــوا کــــې
د بـــلـــبــلـــو تــــرانــــــې پــــــــه ښــــــــــه فـــضـــــا کــــې

پـه زړه پـــورى تــــــــرانـــــــــې دى څــــــه بـــــــــه وايــــم
رنـــــګـارنـــــګــا تـــمــاشــــــى دى ، څــــه بـــــــه وايـــم

پــه ګـــلــــبــاغ کــې شـــــور مــــا شـــور دى د مـارغانو
بـــلــــبــــلان وائــــــــــي ســــــــــــنـــــدری د ګـــــلانـــــــو

کــــه غــــــــــرور ،کــــــــــه نــــــــزاکـــــــت او کــــــه ادا ده
ګـــلـــبــــدنــــــه تــــــــــوتـــــــکـــــــــــيــــــو تــــــــــه روا ده

څـــه رنـګـــــــيـــــنـــى ، څــــه شــــريـــنـــى شـــرمـنـاکــې
بـــا آدبـــــــــه ، بــــــــا اوصــــــــولــــــه حـــــيـــانـــــا کـــې

هــــرې پـــېــغـــلـــــې د کـــــوتــرو ســــيـــنـــګــار کــــړې
نـــازنــــىــــنــو ګـل مــــښــــوکــــو کـــــــــې نـــيـــــولـــــې

ســره مـــښـوکــه ، نــــرۍ غــاړه ، تــــورې ســــتـــرګـــې
داســــی بـــرېــــښـى ، کــــوه قــــــاف نــــه دى راغـــلـــى

په ښــا يــســـت کــــې يـــو تــــــر بـــلــه ښـــــاپـــــيــرۍ ده
ښــکلــى ســـــر، ښــــايـــســــتـه وزر پــه مــــلا نـــرۍ ده

بـعـــضــى سـپـــیــــنى ، نـوری تـورى او څـه شــنـى دى
پـــســرلــې دی هــــــرې خــــــواتــــه رنـــګــــيــــنــــى دى

نــــابـــلـــده پـــــه دې بــــــــاغ کـــــــې ګـــــــرزيــــــدمـــــه
پـــه رورو د ښـــــــــاپـــــــيـــرۍ خـــــــواتـــــه ورتــــلـــمـه

مــــا تـــری وپــــوښـــــتــل چـې ښکلى، يــمـه چـــيــرتــه
زه بــه دلــــتــه پــاتــې کـــيـــږم ، کــــــه ځــــم بـــــېــــرتــه

وئـيـلى نـه ، دلـتـه د څــو شــېــــبــو مــــېــلـــــمـــه ئــــــې
مــــوږ راوســـــتــې ئـــــې پـــه خــوب کـې په پلـــمـه ئـې

دلــــتــه نـــــن يـــــو شـــــهــــــزاده دی پــــه راتــــلــــو کـې
مــونــــږ ئـــې ډېــــر عـــــمـــر نـه لـيـار ســـاتـلـه زړو کــې

ســتـورو کــړې پـــه اســــمـــان کــې مـــــېــلــــمــستيا ده
د کــــبـــيــر ســـــتــورى لــــــپــاره پــــه رښــــــــتـــــيـــا ده

هـــر يـــــــو ســـتــورى د اســـــمــان پـه انــــــتــــظــار دى
ځکــه کـړى فـــريـــښــــتـــو ډول ، ســـــيـــــــنـــګــار دى

درنــګ ســـــاعــــت لــه مـــارغـانـو شـور مـا شـور شــو
نـــازولـــى کـــبــيــر جـــــان مـــــامـــــا پــــــه ګـــور شــو

مـــا وې تــــاســـې خـــوشـــحــــالــــي کــوۍ ، زه ژاړم
دغـــــــه بـــــاغ درتـــــــه درپـــــاتــــــــې درنـــــــــــه لاړم

دغــه ســـــــاعــــت کـــې دروازه پـــه ټــــکـــېـــدو شوه
عــزيـــز« ۱ » غـــږکړ،چې دنـــــيــاپـــه ورانـــيـــدو شوه

د اجــــــل فـــــريـــــښـــتــــه تــــــلـــلــــی ده مـــامــــا تـــه
رانـه بـــــيـــــا ئــــې د اســــمـــان ســــتـورو دنـــيـــا تـــه


ــــــــــــــــــ
( ۱) عزيز « سرشار »

Babrak Daqiq Shafiq
- ببرک دقيق « شفيق » -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori