|
د مرحوم ډاکتر کبیر جان ستوری په یاد |
وو مــیـــن پــه پــښـتـنواله ســتر پـښـتون په پــښتنو کـې خدای بخښلی کــبیر سـتایـم ځـلاند سـتوری پرګـنو کې د کونـړ د سیـند اوبــو بانـدې ئـې ژوند وو خـړوب شـوی مـعـتــقــد وو پـه یــووالي چـاپـــیـریـال د تــربــګـــنـو کـې پـه ډګــر د حـق غـوښـتـنې کـې ســالار د خـپل کاروان وو پـښــتـون خـواه وو ، مـبـارز وو، ووبـلـد پـه زولــنـو کــې د ازاد قـــلـــم خـــاونــد وو د ازاد احـــســاس جـــهـان کــې انــګازې د ازاد خــیـال ئــې نه ځـایــږی پـه پـــنــجـــرو کې اتــــفـــاق د پـــښــتــنـو ئـې د فــانـــي ژونـــدون ارمــان وو کاشکــې سـرئې دا ارمان شـي د ژوندو په کارنـامـو کې چـــې ښـــیـراز پـرې پـښـــتـانـه شــي د مــتـین دغه دعا ده خـدایـه ! نـور هـــسې پــیـدا کړی د افــغـان په مـیړنوکې
Engineer Wakeel Mateen |
- اینجنیر وکیل متین - |
بېرته شاته |
|
|
|
|