Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د بر م ځوانان


چـی پښتوبــانــدی مــــیـن وُه نن هـــــــغه مــینان چیـری
چـی پښتوبــــه یـی ساتـــــــله نن هــــــغه اتـــلان چیری


دپښتـون سربـی چـی لـوړکـه نن هـــــغه مشران چـیـری
چی په نوم بانـدی یـی ویـاړو نن هـــغـه باباګان چیـری


چــی دښــمـن ورتـه حیـران وُه نن هــــغه بـادوران چیری
دډهلی په تخت به کښیناست نن هـغـه توریالیان چیری


چـی تـــهـران ورتــه تـابـع وه نـن هـغه جنګیالیان چیـری
دپښتـون سربـی چـی لوړکه زمونږدبرم ځوانـان چیـری


چی پښتوتـه بـی خـدمـت کـړ نـن هـغـه مالداران چـیـری
ګـــــوډی و مـاتی بـی تــړلــی نـن هـغـه بوډاګـان چـیـری


چی وطـن به یی زرغـون کـه نـن هـــغه بـزګـران چـیری
چی تاریخ یی خیانت لیکی نـن هــغه خـایـنان چـیـری


چـی پښتــو بـه یـی ایمـان وه نـن هـــغـه افغـانـان چـیری
چی پښتون به یی راویښ که نـن هـغـه شـاعـران چـیری
ځـلیـدل بـــــه لـکـه ستــوری نــن هـــغه ادیبـان چــیـری


کـــبـیر ســــتوری دپـښـتـووُه نن دانـورداسـمـان چـیـری
چی پښتو یی ژوند ومرګ وه نــن هـــغـه پـټانـان چـیـری


مـوږمـړه یـوپـه ژونـدوکـی ګــــوره نـورانسـانـان چـیری
زه یــــــوازی پـــه نــارویـــم وروڼه نورد(علیخان)چیری






Ali Khan Safi
- علي خان صافي -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori