Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

کبیر ستوری ته : په پښتو مین ته دوعا

زما نوم :علی خان ده،زوی دملک عبد العزیز،لمسی دعبد الله خان یم..په خټه پښتون په ټبرساپی یم،له پښتو او پښتونوالی سره ډیره مینه لرم، داچی دډاکتر کبیر ستوری ډوبیدل دپښتوږبی لپاره ډیر لوی زیان ګڼم، خو بیا هم دخدای شکرده دپښتو په اسمان ورځ په ورځ نوی ستوری راخیژی او په خپلوادبی وړاګوګرانه پشتونخواښکلی کوی..
داروابخښلی کبیر ستوری وصیت چی وایی :

(که زماستوری په قبرچیری راشی * په پښتو راته دوعاکړه پری مین یم)


ډیرتا ثیرراباندی کړی،نوصبرمی ونشوکولای، قلم می راواخست چی په پښتومین ته دالاندی شعر ولیکم:

راخــــــتـــلــــو تـــــه ډ یـــــر پـــه انــتــظـــــاروُه
ښـه راغلاسـت لـــره دهــــرپښــــتون تـــیاروُه

تل بـه ویــښ وی دپـښــــتون راویـــښـیدوته
خــــو پښـــتون په ناپــوهـــی کی تارپه تاروُه

د پښــتـواوپښــتـــنوغـــم کـــی بــه ډ وب وی
دسیګــرت لــوګی به ســتاګــوتـوکی مـاروُه

پــه جـــــرګــوومحــفـلــوکـی بـه حـــضـــوروی
ځکـــه ســــــتادریــدل هـــرځــای کی په کاروُه

داحســــاس راپــارول بــه وُه ســــــتاغــــږکـی
هــــرپښـــــتون به په هـــرځـای کی تانه زاروُه

غـــورزنګــونـه بـه هــرځای کی را پیداشــول
چـــی اوازبــه دراخـــــپــورپـه کلـی وښـــاروُه

ســـتاراتګ تــه بــه هــــرځـای کی سلامی وُه
کـــه واړه وه کــــــه زاړه کـــــــه خـــــواروزاروُه

پــه خـــپــل غـږدپښـــتوژبــه راږونـــدی کـــړه
چــــی خـــــبــری او لیکلــــی بـه پـــری عــاروُه

ددوزخ دژبـــی نـــوم به یــی پــری کـــیــښــود
ګـــــزارونــه لـه هـــرخــــواپــری وراپــه وراوُه

چـــی پښـــــتــون بـه شـــوپاچــا پښــتوبه لاړه
چـــی لــګــــیــابــه تـــل پــــه ژبـــه ددربــــــاروُه

ددربـــارژبـــه پــښــــتـوبــه پـه پـــښـــــتـون وه
لــه ډهــــلـی تــــراصــفــــهــانـه چــی بــــاداروُه

تـــاخـــــویـــونـــه دپښـــــتون دی بــیان کـــړی
پـــه رښـــــتـــیاچــی پـښــتانـه ډیـــروفــاداروُه

دوی دژبـــی خـــــدمــــتــونــه هــــلـــــــتـه کړی
چــی یـــوه خــواکـی بـه تــوره بــل خـــواداروُه

مـګــرولـی خــپـل خــــویــــونه ورنــه هــیردی
بــیـرتـه پـاتی لکـــه ژونــــدکــی چی دغـاروُه

پښــتانـه کــه په پښــتوبانـــدی راټـــول شول
واربــی راشی لکـــه څـــنګـــه چـی یـی واروُه

سـتــــاارواتــه پــــه پښـــتودوعـــا درلـــــیــږم
پـــه پـــښـــتـــود ډیـــرمــــیـن زړه نــاقـــــراروُه

نن هــغــه پـوهــان ښکاریږی پښــتونخـواکی
چــی(علی خان)به ورته تل سترګــی په لاروُه




Ali Khan Safi
- علي خان صافي -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori