Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

ته وی پل د لراوبرو پښتنو

هــــر پـښتون د پـیښور کـه د کـابـل ؤ
ارواښاده هم دی ځان هم دی ګوګل ؤ


خـدایـه دا سـتوری د پښتو د نـام او نـنګ وبخښی
چی پـری مـــیـن ؤ، د پښـتــو دغــه ملـنګ وبخښی
سـتوری د حــورو سـره خــبـری پـه پـښـتو خــو کوی
چی نر پښتون ؤ، د پښـتـنو د زړونـو زنګ وبخښی
او چی په پښـتـو او پښــتـونــوالـه ؤ د زړه نه مـېــــن
مونږ ته مالوم ؤ، د خوشال د توری شرنګ وبخښی
سـتوری ژونـدون په پښتونـــواله باندی تل ورکړی‎
د میرویس خان او احمد خان د زړو پتنګ وبخښی

ته وی پل د لراوبرو پښتنو

کبیر سـتوری پــــیـداشــــــوی کـــونــړو کی
رالوی شوی د کــونــړ ښـکلــــو ورشـــو کی

کبیر سـتوری ؤ ســــبـا د جـــګــــو غــــرونـــو
د ســـــــیاســت او د ادب پـه پـــښـتـــنـو کی

سـتا یـــادونــه بــه ژونــــدی وی تـل تــرتـلــه
ته ژونــــدی ئی تــل تـــر تـلــه خــــاطــــروکی

سـتا ســــیــــــنــــه وه دمــــــــه ځــــی د پـښتـنو
نه هــــیــریـږی تـل اوســیـږی ئـی په زړوکی

د عـــــــمـــــل او د مــــیــدان یـــو زمــــــری وی
تل یـادیــــږی پـــدی نــــوم پـه افــســانــو کی

په ظـاهـــره چــی په خـــولـه وی او خـامــوشـه
په باطـن کـی ګــــرځـــیـدی پـه طــوفـانــو کی

په خــپــل قـــام او په تـاریـخ بـاندی مـین وی
مشــــــــهــــور وی ځــــکــه ځــــکــه ولــســـو کی

صـداقــت او ســپـیـڅـلــتـیـا کـی دی یو نوم ؤ
ځکه نوم دی دی د درست عالم په خولو کی

مــــبــارز او خــــدمــت ګـــــــــــار د پـښـتـنـو وی
هـم شاعـر او هـم لــیکـوال وی په پـښـتـو کی

تــه وی پـــــــــــــــــل د لــــــــــر اوبـــــــــرو پـښـتـنـو
ؤ قـــامــی وحـــدت دی تــــل په ارمــانــو کی

کــــــور او کلـــی دی غــــــوښــتـــــــه د پـښـتـنـو
هـــم غــوښــتـلـه دی پښـتو ټـولـو حـجـرو کی



Engineer Matiullah Raofi
- انجنیر مطیع الله روفی -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori