Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د محترم ارواښاد ډاکتر کبير ستوري په ياد

د محترم ارواښاد ډاکتر کبير ستوري په ياد او د هغی روح ته د پاک الله د دربار څخه د مغفرت دوعا د شعر په ژبه او هم په څو لنډو خبرو سره :

ســـتـوری داســـمـان وی ځـلــیـــدی په پـښـتنو کې
يو ناڅــــاپـــه ولـــــویدی کـــــــنـــړ په ســــردرو کې

ته رانه خـــفـه شوی مونـــږه ســـتـا په طــــبـــه نه وو
سـتا خـیالونه لوړ و خو مــونږ وو نوروسـوچو کې

ســــتاد فـکـــر ټــال کې پــښـــتــانـه بـه ځـــنګــیـدل
تـه د بـاچـاخــان په څـیر پښتون وی په فکـــرو کې

ته خــو خــدمــتـګار د لـــروبــــــروپــښــــتــنـــو وی
سـتاهـیلی درنـی وی، وی سپیڅلی په پښتــو کې

ســـتــا د مـحــبــت او د يـــووالــــې څـــادر خور وو
ولی رانه لاړی مــونــږ لا یــاســـتو په پـــتـــنـــو کې

ســـــتــا وو په خـــبـــرو کــې درونوالــــی او عـــزت
تـا چــې به کـــــولې هــــر پښــتون ته مــشـــورو کې

ډيــــر زر رانه لاړی مـــــونــږه ټــول دی ارماني کړو
هـــر څــه مـونږ نه ورک دي د پردو لارو کوڅوکې

ته کـه وی ژوندی نو اوس به څومــره مـــرکی و ی
نن چی اســتـعـمــاراور بلــــوی زمــونږ کـــورو کې

نـــن د پـــښـــتـــنـــو په کـــــور کـــې غـــــم او ژړا ده
هــــر کلی تالا شـــو او فـــــرياد دی هـــديـــــرو کې

ته خو پدی وضع معلــومـداره ډیر غـــمـــجـــن ئی
تـــاتـــه تـــســلـــــي دالله غـــــــــــــواړم پـــه زارو کې

رب دی جـــنــتــونــو کې نصـیب وکـړه ای سـتوری
قبر دښایسـته شــه د کــــنـړ په شـــــنــو بـــاغـــوکې

ځـای دی خالي مه شه، ستا يـادونه مـونږ سره دي
ســتا عـــزت دی خـدای ســـتا کـــور او په بچو کې

زه عـاجــز دی غــواړم مـغــفـــرت له لــــــويه خــدايه
هــیـــر به د چــــا نـشی ای ښـــاغــلی په پـــيــړو کې



Amanullah Ajaz
- ښاغلی امان الله عاجز -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori