Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

روښانه ستوري

چـې دا زمــکــه د وطــن مــې پـاس اسمان دی
ځکــه سـتـوری مـې ځــلاند د هــر افــغــان دی

په اســـمـان کـې کـه د ســتـورو کـهکشان دی
دا زمـــونــږ سـتـوری کـبـیـر دی هـم تابان دی

هــای تـوبه د مرګ اوازه خدای دی ورک کړه
چې پـه مـړیــنـه کــې سـتاڅــه ګـټـه تاوان دی

څه مې لوړ دی څه سپوږمۍ څه مې ستوري
پـښـتانه پــوهــان هـــر یـــو مې لکــه ځان دی

رقـــیــبانــو ویــل پــښـتون په شـمـیـره لـږ دي
اوس دی وګــوري چې ډک تـری نه جهان دی

لکـــه ســتوري پـکــې ځــلــــنـــده ځــلـــــیــږي
واشـینـګټن دی کــه لـنـدن دی کـه الـمان دی

مــرګ ئــې هــم تـــیـارو کــې نــشـي ورکــولی
دهـــر یــــوپـــښــتون پـــه قـــبـر چــراغـــان دی

پــښـــــــتـانــه ور کــې دلـــــردي کـــه دبـــردی
پـــیـښوردی کــه کابـل دی پـه مــاګـــران دی

خــدای دی نه کانـدي چـې لـراوبــر جداشي
په روانــه هــــــره کـــــډه مــې خــــــفـګان دی

دغــه تـلـــي کـــه راغـــــلــي افــــــغــانــان دی
هــــر ښـــاغــلـــی لکـــه خــوږ راته جـانان دی

پــښـــــتـانه دی د دهــشـت نه پـه امــــان شی
د ودود اشـــــــنــغـــري دغـــــــــه ارمــــان دی




Wadoud Ashnaghari
- ودود اشنغری -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori