Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د کـبیر ستوري ارمــان

دا یـــو سـتـوری مـونـږ نه لاړه که اوس ستوري نور پیداشي
پښــــتانه کــه ســره یــو شـي چـیـرته جـوړه پښـتـونـخـواشي

کــه راجــمــعــه شــې قــومــونه کــړي تــازه زوړ تــاریـــخــونه
کـیـني خــپل مــنځ کــې پـه مــیـنه تــل یـوبـل ته په خـنداشي
دا یـــو سـتـوری مـونـږ نه لاړه که اوس ستوري نور پیداشي

سـتوري ډیردي په اسمـان کې داخاص ستوری و افغان کې
په هــــر وخـت ئــې ځـــلــــیــدولــــــو دا رڼـــاکلــــه پــیـداشي
دا یـــو سـتـوری مـونـږ نه لاړه که اوس ستوري نور پیداشي

لــراوبــر ســـره راټــــول شــي ورنــه جــوړګل دغـــاټــــول شي
حــقـیـقــی وروري شـــروع شـــي نـــوره خــتـمــه دا جـفـا شي
دا یـــو سـتـوری مـونـږ نه لاړه که اوس ستوري نور پیداشي

دمـحـبـت ورکـــړي لاســـونه او نــور ونه وژنـی خـپل ورونه
نـصـیـحـت وکــــړي دایـــــــمـه لـــــراوبــــر و تـه لـګــــیـا شي
دا یـــو سـتـوری مـونـږ نه لاړه که اوس ستوري نور پیداشي

کــه شــــي جـــــمــعــه هـیــــوادوال د جـــــنـوب او د شـــمــال
دیــــووالـــي شــي خــــبـری او د غـــمــــونــو انـــــتــــهــاشي
دا یـــو سـتـوری مـونـږ نه لاړه که اوس ستوري نور پیداشي

دا د ســـتــوري غــټ ارمــان و مــالـــوســتـلــی ئــې بــیـان و
دا ارزو هـــــلــه پــــوره شــي د پــښــتــون جــــوړه دنــیــاشي
دا یـــو سـتـوری مـونـږ نه لاړه که اوس ستوري نور پیداشي

بـیا بـه وځـــــو په ســـیالــونــو هــم په ســــیل د کــــونـــړونــو
ځـــو د ســـتـوري مــقــبـری تـــه بــیا به هــلــتـه پـه دوعــاشي
دا یـــو سـتـوری مـونـږ نه لاړه که اوس ستوري نور پیداشي

داتـعـهد وکــړي ولـــســونـه د وحــدت ورکـــــړي لاســـونـه
دوطـن خــدمــت شــروع شـــي ســراچه وال به په خـــنـداشي

دا یـــو سـتـوری مـونـږ نه لاړه که اوس ستوري نور پیداشي
پښــــتانه کــه ســره یــو شـي چـیـرته جـوړه پښـتـونـخـواشي




Matiullah Sarachawal
- مطيع الله سراچه وال -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori