Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د ستورو خلا

اړوي لــــــمــر مـــخ لـــــــه جـــهـــانــــــه زمـــــــونــــــــږ
ســـتــوري چــې لــویـــږی لـــه اســـمـــانـــه زمــونـــږ

پــــیــــدا بـــــه نـــــــــشـــــي ورکـــــــه لاره د ژونــــــــد
چــــې ســــتـــوري نــــه وی پـــه اســـانــــه زمــــونــــږ

څــــنـــګــــه بــــه وځـــی دغـــــــه مـــــاتــــه بــــــيــــړۍ
د هــــاودســــــــو لـــــه طــــــــوفـــــــانــــــــه زمـــونــــږ

د تـــــوری شـــــــپــــی تــــــــوری بــــلا جــــــوړکـــړی
دوذخ لــــــه ګران افــــغــــانـــســــتــــانــــه زمـــــونـــږ

پــــښــــــتــــنـــی مـــیـــنـــدی هـــره خـــوا بـــوریـــږي
جـوړ بـه شــي څـــه د پــښـــتـــونــخــوا نــه زمـــونــږ

هــــم لــــــــه هـــــــوا یــــــو هــــم لــــه زمــکـــی نــــښــه
ورانـــیـــــږي کـــور لـــه هــــرې خــــوا نـــه زمــــونـــږ

زړونــو کـــې ځـــای د هـــیــــــلـــو پــــاتــــی نــــه دی
چـــې هـــیــــلــه نــــــه کـــیـــــږی د چـــانـــه زمـــونـــــږ

هر چــا ســـوړ کـــړی دی پـــه مـــونـــږ ه خــــپـــل زړه
مخ چــــې دا شـــیــن دی د هـــر خـــوا نـــه زمــــونــــږ

هیـــڅــوک پـــه جــــوړه زمـــونـــږ نــــه پـــوهـــیـــږي
داســـی پـــه خــــپـــلـــو کـــې ده ورانــــه زمــــــونــــږ

نن چــــې دا حـــال وی د نـــړی پــــه شــــتــــون کــــې
ویـــــره مـــــې وشــــــــــي د ســـــــبـــا نــــه زمـــــونـــــږ

جــوړ ئــې د غــلــــو چـــې حـــکــومـــت کـــړو راتـــه
نـــه ؤ دا خـــواســـــــت د امـــریـــکـــه نــه زمــــونــــږ

زمـــونــــــږ د خـــلـــکــــــو قـــاتـــلــــیــن پـه کـــې دی
هــیـــلــه بــــه څـــــه وي د شـــــــورا نـــــه زمـــــــونــــږ

څــــــه کــــــــړم ډیـــــر بــــــــې وســـــــي غـــونـــــدی ده
ورانـــیـــږی کـــــور د پـــاکـــــــســــتـــانـــه زمــــونــــږ

د مــــــــهــــاجــــــــــرو فـــــــریـــــــاد اوری کـــــــه نـــــه
چـــې ویــــســــتــــل کــــیــــږی د ایـــرانـــه زمـــونــــږ

ســـــرتــــیــــر چـــې ژړامـــه پــــه مـــرګ د ســـتــورو
اوږدیـــــږی شـــــپـــــی د دی خــــــلا نــــه زمـــــونــــږ





Abdul Wahaab Sartir
- عبدالوهاب سرتیر -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori