Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

يــــو ســتـورى

چې نه لوېږي او نه تتېږي

د علامه سيد جمال الدين افغان وينا ده، چې : " كه څوك له خپل ژوند سره مينه لري، نو د ولس د ژوند په لار كې دې ولري". ارواښاد ډاكتر كبير ستورى هم ځكه په همدغسې ژونديو كې يو دى، چې د ژوند شېبه شېبه يې د خپل رنځېدلي، نتلي او اسكېرلي ولس د ژوند او سوكالۍ لپاره تېرېده.
د ستوري ملي مبارزې پلوشې دده د ولس د غليمانو سترګې همداسې برېښېدلي لري. د ستوري د مبارزې پلونه به تر هغې خاپونه، نه شي چې ترڅو د نړۍ پرمخ د يوه پښتون د پله خاپ پاتې وي. د ستوري د قلم توري به تر هغې ځلنده وي، چې ترڅو د يوه پښتون قلموال د قلم په رګ كې د پښتو وينه چلېږي. ستورى به تر هغې ستورى وي، چې ترڅو د اسمان د ستوريو په زنځير كې يوه پښتنه كړۍ هم پاتې وي. پښتون مبارز دې د ستوري د مبارزې پر سپېڅلتيا ووياړي.
اروا يې ښاده او لار يې اباده اوسه.

اّمين


يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

محمد اصف صميم
ليکوال ، شاعر، کره کتونکی
Mohammad Asef Sameem
Poet, Writer
- محمد اصف صميم -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2023     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori