Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د ماما سيورى

ډاكتر كبير ستورى چې زه يې وروسته په "مرحوم" ټكي ليكلو ټول زېږ زېږ كېږم، ما په ړومبي ځل په خپل كلي تهكال كې ليدلى و. دا هغه وخت و، چې زما مخ د ږېرې د قيد څخه ازاد و. د "شهيد پښتو" نصرالله خان نصر صيب په ياد كې د نصر د ادبي ټولنې له خوا په هم هغه زوړ تاريخي مركز كې مشاعره شروع وه. دوه مېلمانه راغلل يو زما د كرسۍ ښي اړخ او بل چپ اړخ ته كېناستل، په همدې وخت كله چې سټېج سكرتر زما نوم واخيستو او ما نظم واورولو، واپس خپلې كرسۍ ته راغلم، نو د ښي اړخ دغه لوى مشر داسې راترغاړې وتو، لكه چې د مودو مودو ورك شوى ورور څوك وويني او سينې ته يې جوخت كړي.
دا مشر ښاغلى ډاكتر كبير ستورى و، چې ناليدلى مو يو بل پېژندل، خو د نژدې پېژندګلوي موقع لا نه وه راغلې. په دغه ملاقات كې مو يو بل سره ښه ډېره د زړه خواله وكړه او بيا ددغه په زړه پورې ملاقات نه پس زما او د هغوى د رابطو يوه اّزاده سلسله شروع شوه. هغه به څومره څومره رانژدې كېدو، همدومره دومره خواږه به يې پرېښودل. د هغه ذات، شخصيت، خصلت او علميت هم لكه د هغه د شعر پاك، سپېڅلى، بې وټه او بې ملاوټه و.
زه په ژوند كې د ډېرو ښو ښو مشرانو د سيوري نه محرومه شوى يم، خو د استاد ډاكتر كبير ستوري داسې په لمر كړم، چې د يو كال تېرېدو نه پس هم تنده غرى ګرځم.

روح دې ئـــې ښــــاد وي


يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

سيد صابر شاه صابر
لیکوال،شاعر،ايډيټر "دستار انټرنېشنل"
Said Saber Shah Saber
Writer, Poet, Editor of Bi - Monthly "DASTAR" International Magazine
- سيد صابر شاه صابر -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori