Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

عملي مبارز

مــــــا د كـــــونـــــړ د ســــــيـــــنـــد نـــه ځـــــار كــــړې
زمــا جـــانـــان بــه پـــكــې مـــخ ويـــنــځـــلـى ويـنه


ډېر كاله وړاندې به چې كله ما د خداى بښلي عبدالرحمان اور په اواز كې دا ټپه اورېده، نو ذهن ته به مې د كونړ ښاېستونه راغلل. زه به د خيال په نيلي سور شوم او د كونړ د شنو او ګلورينو غرونو په لمن كې به مې اوږدې اوږدې ساه ګانې واخيستې. زه په دې پوهېدم، چې د كونړ دا ټپه ټپه غېږه د خپل اهميت ډېرې حوالې لري، چې پكې د هر څه نه زياته د لوى پښتون سيد جمال الدين افغان حواله ده، چې نړۍ ته يې د اسلام ډېر بنيادي ټكي د وخت د تقاضو په چوكاټ كې وړاندې كړې. ددغه لوى لارښود نه علاوه د كونړ غېږې نور ډېر پياوړي او توريالي بچي زېږولي دي، چې پكې د قام پرستۍ، وطنپالنې او پښتونولۍ په حواله د خداى بښلي ډاكتر كبير ستوري نامه ډېره جوته ده.
ستورى د خپل وخت د نوموړي عالم دين حافظ اشرف كړوسى، د ميرزا محمد جان لمسى او د لعل محمد خان زوى و، چې په كال 1942كې يې د اپريل په شپږمه نېټه سترګې وغړولې. په قام ميرداد خېل يوسفزى و، په كونړ كې زيات تر مومند او ساپي اباد دي او ددې ترڅنګ نور قومونه هم ژوند كوي. د ستوري پلار به د خپلې درنې زميندارۍ او خانۍ نه علاوه د لرګو تجارت هم كاوه، ځكه نو د پېښور او كوزې پښتونخوا د نورو ښارونو له پښتنو سره يې اړيكې راجوړې كړې وې. د هغه عمر خواوشا پېنځه دېرش كاله و، چې ناروغه شو. بيماري يې ډېره اوږده نه شوه، ځكه چې دغه وخت په كونړ كې د علاج اسانۍ بيخي نه وې. ناروغتيا د لعل محمد خان ارمانونه نيمه خوا پاتې كړه او ښاغلى ستورى په داسې عمر كې يتيم پاتې شو، چې لا د ژوند په مفهوم هم نه پوهېده.
د ستوري نور دوه وروڼه يو عبدالجليل او بل محمد نعيم هم د حالاتو په دغه لمبه كې راګير شول. عبدالجليل تر ټولو مشر او محمد نعيم تر ټولو كشر و. د پلار تر مرګ وروسته د ستوري د لارښودنې ټوله ذمه واري د هغه عظيمې مور په خپل سر واخيسته. هغه پښتنه وه، د ژوند په رموزو پوهه وه، دا هم د هغې عظمت و چې ستوري په پوره باور او اعتماد د زده كړې دپاره د خپل كلي د ښوونځي (سكول) مخه وكړه. ستورى په خپلې مور ډېر ګران و، دا په دې چې هغه د نورو وروڼو په مقابله كې ډېر خاموشه و. هغه به چې ستړى ستړى د سكول نه كور ته راغى، نو مور به په سينه پورې جوخت ونيوه، ډېر ځله داسې وشوه چې د مور په سترګو كې ورته تودې تودې اوښكې راغلې، ستوري به مور ته كتل او ورته به يې ويل، چې "" مورې! دا ولې؟" هغه به اوږده ساه راښكله، ستورى به يې په دواړه مخه ښكل كړو ا په څه بهانه به يې خبره بدله كړه. د پلار د نشت يو لاشعوري احساس د ستوري په مزاج كې فكر او سوچ ته لارې پرانيستې. هغه د وركوټوالي نه ژوند ته د ژوند په سترګه وكتل.
د خپل كلي تنر Tannar د سكول نه پس ستوري د كابل د رحمان بابا په لېسه كې داخله واخيسته. اوس هغه د ماشوموالي د پړاوونو نه راوتى و. د هغه فكر ځلا او ښكلا لرله. هغه په كتابونو كې د پوهې لټون شروع كړو او په دغه لټون كې دومره بوخت شو، چې د خپل تاريخ د لوستو سره يي د ذهن كاله ته د ميرويس نيكه او احمد شاه بابا فكرونه نېغ په نېغه راغلل. هغه د پښتو ژبې او پښتون كلتور په تقاضو پوه شو او همدغه وجه وه، چې ستوري په خپل كالج (لېسه) كې ډېرې ښې نمبرې واخيستې. دا هاغه ورځې شپې وې، چې د افغانستان پاكه او سوچه خاوره د "پردو" د اثر نه پاكه وه او كوم چا به چې ښې نمبرې واخيستې، هغه به د اعلى تعليم دپاره بهرنيو هېوادونو ته لېږل كېدل. د ستوري په برخه هم دغه خوشبختي ورسېده او چې كله د هغه نامه د خپلو نورو ملګرو ترڅنګه د المان دپاره غوره كړى شوه، نو په هاغه ورځ ستورى ډېر خوشحاله و. د هغه مشر ورور عبدالجليل ملنګ د الله تعالى شكرونه ادا كول او د هغه كشر ورور محمد نعيم خان هم د خوښۍ نه په جامو كې نه ځايېده او د عظيمې مور په سترګو كې يې د خوشحالۍ غټې غټې اوښكې راتلې. هغه زر زر د خپل ځواني مرګ مېړه لعل محمد خان قبر ته ورغله او تر دعا وروسته يې ورته وويل، چې "لعل محمد خانه! مبارك شه، ستا ستورى نن په رښتيا ستورى شو. هغه... به اوس ستا نامه ګټي، هغه به د خپل نيكه روح ته نوى ژوند وركوي".
ننګياله پښتنه، چې په باوقاره قدمونو د قبر د خوا نه راتله، نو داسې يې محسوس كړه لكه د هغې د خاوند روح هغې ته وايي، چې "ستا دې مبارك شي زما ملالې... دا خو هم ستا د تريبيت نتيجه ده".
او بيا په كال 1964 كې ستورى مسافر شو. هغه د كونړ د يخو او صفا سوتره ښكلاګانو نه د جرمني خودسره او بې پرواه ښاېستونو ته ورسېده. په المان كې چې كله هغه د Ph.D دپاره د مضمون انتخاب كاوه، نو فكر يې په "ساپوهنه" ودرېده. دا ځكه چې دا مضمون د هغه د مزاج او سوچ ترجمان و. په دې مضمون كې د خپل ولس د فكري او ذهني صلاحيتونو د پېژندو رازونه پټ وو. زده كړه شروع شوه، خو چې كله به ستورى ويده شو، نو ټوله ټوله شپه به د كونړ په سردرو كې ګرځېده. د هغه په شونډو به د وطن د ښاېستونو ټپې راتلې. كله كله به يې خپله خړه پښتونخوا داسې په زړه راورېده، چې په نيمه شپه كې به راپاڅېده، د هاسټل (ليليې) نه باهر به ولاړ وو.
كله به يې ستورو ته كتل او كله به يې له سپوږمۍ سره خبرې كولې. هغه ته به د سپوږمۍ په مخ كې د وطن رنګونه هم ښكارېدل او د خپل "جانان" مخ هم. هاغه "جانان" چې د ستوري د ماما لور او د هغه د ژوند ملګرې وه. دواړه په يو بل ګران وو، هغه به چې كله ستوري ته په مينه كبير جان وويل، نو د ستوري په روح كې به د مينې يو تود احساس چورلكونه وخوړل. څه د وطن جدايي او څه د جانان جدايي، دې ټولو تودو جذبو په لومړي ځل د ستوري په شونډو شعرونه راښكاره كړل او هغه ته احساس وشو، چې د هغه دننه شاعر په پوره شعور سترګې غړولي دي. ستوري له خپلې مطالعې سره سره په المان غږ راډيو كې كار شروع كړو. دغه رنګ د ستوري د ژوند فكر وسعتونه نور هم پراخه شول. هغه د جرمني ولس د جذبو په پوره غور جاېزه اخيسته او په دې نتيجه ورسېده، چې له كومو حالاتو سره پښتون قام مخ دى، هم په هاغه اور كې د جرمن ولس شپې سبا كوي. دواړه د غاصبو قوتونو دلاسه تالا والا پراته دي.
ستوري په دې حالاتو كې له خپلو ملګرو سره خپل جذبات شريك كړل. هغه د باچا خان د فلسفې ژوره مطالعه وكړه او دا باور يې پوخ شو، چې د پښتون ولس د يووالي پرته د هغوى اجتماعي مسئلې نه شي حل كېداى. هغه په خپله يونيورسټۍ(پوهنتون) كې په لومړي ځل د پښتون_بلوچ سټوډنټس فېډرېشن بنياد كېښود، چې پكې زيات شمېر د پښتنو وو. ستوري په دغه ورځو شپو كې د "سپرغۍ" په نامه يوه مجله جاري كړه، چې پكې زياته برخه د قام پرست مشر خان عبدالغفار خان د افكارو وه. څو كاله پس يې يوه بله رساله د "لمبې" په نامه شروع كړه. لمبه هم د پښتون قام د ولس د جذبو ترجمانه وه، چې څنګه څنګه دغه تاوده فكرونه خپرېدل، نو د ستوري غږ ژوند موندو او بيا چې كله ستوري د شعور او پوهې نور رازونه ولټول، نو دا ضرورت يې محسوس كړو، چې پښتانه دې د خپلې خبرې دپاره يو باقاعده پلېټ فارم ولري. هغوى له خپلو ملګرو سره صلاګانې شروع كړې او دغه رنګ په كال 1982ع كې يې د پښتون سوشل ډيموكراټيك پارټۍ بنسټ كېښود، چې په باني اركانو كې يې د ستوري نه علاوه د ښاغلي علي خان محسود، ښاغلي لياقت وطنپال، ښاغلي قدوس تندر او نورې نامې د ذكر وړ دي. د ګوند لومړى باقاعده اجلاس د جرمني په كولن ښار كې وشو.
د اجلاص ټوله كارروايي په سوچه پښتو كې وشوه. په پردي وطن كې "خپل ګوند" پښتون ته د وحدت احساس وركړ او د لرې لرې نه ملګرې پښتانه په دې ګوند كې شريك شول. په المان كې د پښتنو په يو ډګر راغونډېدل او بيا د پښتون د يووالي خبره كول څه عامه واقعه نه وه. دا خبره هاغه قوتونو ته هم ورسېده، څوك چې كله هم د پښتنو يووالى نه غواړي. هم دغه وجه وه، چې كله په كال 1983ع كې ښاغلى كبير ستورى پېښور ته راغى، نو لكه د نورو قام پرستو مشرانو ونيول شو، چې خپل دريځ بدل كړي، خو هغه په اصولو باندې سودا ونكړه. په خپله خبره لكه د غر ټينګ ولاړ و. په ستوري مقدمه وچلېده او اتلس مياشتې يعنې يو نيم كال بندي پاتې شو. د جېل په ورځو كې ستوري ته دا احساس كېده، چې هغه د باچا خان په قدم پوخ قدم ايښى دى. هغه ته دغه ورځې شپې خپل افتخار او خپل وياړ ښكارېده. هم د جېل په ورځو شپو كې د هغه له ډېرو قامي مشرانو سره د نزدې نه ملاقاتونه وشول، ستوري هغه وپېژندل او هغوى ستورى وپېژنده.
كله چې د قام پرستۍ په تور بنديان ازادېدل، نو ستورى هم د بند نه خلاص شو او واپس المان ته لاړو. خو اوس ستورى هاغه "ستورى" نه و. هغه يوه لويه حوصله موندلې وه، هغه د يو نوي عزم خاوند و، زر زر يې خپله پارټي بيا فعاله كړه او ددې ترڅنګ يې د لر و بر د پښتنو قامي مشرانو سره رابطې وكړې. د پارټۍ د لومړني كنونشن په موقع افضل خان لا لا مېلمه كړى شو. د ښاغلي افضل خان لالا المان ته تګ پښتانه نور هم بېدار كړه او بيا دغه سلسلې دوام وموند.
پرون چې PSDP د المان پورې محدوده پارټي وه، نن يې په ټوله اروپا او امريكا كې هم څانګې ولرلې. ددې سوچ خپرېدل د ستوري د خوب تعبير و، د هغه د ارمان تكميل و. ستوري د ټولو هېوادونو له غړو سره رابطې ولرلې او په دې خبره ټينګار وكړى شو، چې زياته توجه او زياته وده ژبې ته وركړى شي. ستوري به ويل چې ژبه وركه شي، نو قام ورك شي، چې ژبه ژوندۍ وي، نو ورسره قام ژوندى وي. دا فيصله وشوه، چې د واده ښادۍ او نورو دستورو بلنې به ارومرو په پښتو ژبه وي.
له خپلې ژبې سره مينه د هر انسان په خټه كې شامله وي، ځكه نو د ستوري او د هغه د ملګرو دې كوششونو ډېر زر رنګ راوړو، په پښتنو كې ليك لوست عام شو.
د كبير ستوري د ژوند د ټولو نه لويه معجزه دا ده، چې هغه په خپل څلور شپېته كلن عمر كې له خپلو هېوادوالو سره د پښتو نه علاوه بله كومه ژبه نه ده ويلې. هغه پښتون و او په پښتونولۍ ډېر ښه پوهېده.ستوري چې په خپله ځوانۍ كې د شعر له ناوې سره كومه اشنايي شروع كړې وه، د هغې لمن يې هم ټينګه ونيوله او له خپلې مينې سره يې هم اړيكې ټينګې وساتلې، چې كله به هم د المان ستړي ژوند نه ستړى شو، نو د كونړ غېږ ته به راغى. دلته به ېي د غرونو په لمن كې او يخو اوبو په غاړه خپل پښتانه فكرونه خواره واره وشيندل.
د لوى تعجب خبره دا ده، چې په دومره فعال ژوند كې هغه خپلو بچو ته هم مينه وركړه. د هغه پېنځه زامن (بصير ستورى، نصير ستورى، امير كروړ ستورى، نسيم خان ستورى او ايمل خان ستورى) د خپل پلار په فكري لار روان شول. په دې وړو كې ايمل خان ستورى تر ټولو كشر او په پلار ګران و، خو دغه ګرانښت هم د پښتنو ګراني وه. هغه خپلو بچو ته دا درس وركړو، چې پښتو دې وايي او پښتو دې كوي.د بچو سوچه او پاكو جذبو د ستوري كور ته په المان كې د اكېډيمۍ حيثيت وركړو.
د ستوري سترګې او نظر د پښتون قامي وحدت په لور و. هغه به هر وخت د پښتونخوا په لور كتل، چې كله هم دلته يا هلته د پښتو اواز راپورته شي او ستورى ورته ځان په منډه ورسوي. دا تشه د خولې خبره نه وه، بلكې عملاً هغه داسې وكړه او دې عمل د ستوري قد نور هم اوچت كړو.
د ستوري دا لوى ارمان و، چې د تل دپاره خپلې پښتونخوا ته راشي، خو چې كله يې د ژوند ملګرې او څلور زامن المان ته لاړل او وروسته ورته د زړه ناروغي پېښه شوه، نو بيا د هغه دپاره راتګ ګران و. څو ځله يې ددې ارمان اظهار كړى و، خو ارمانونه د چا پوره كېږي، چې د ستوري به پوره شوي وو؟.
د نن نه يو كال وړاندې، چې كله ستوري د خپلو سترګو د معاينې دپاره هسپتال ته راغى، نو ډاكتر انور ورته وويل، چې د سترګود اپرېشن نه وړاندې بايد ته د خپل بدن نور تشخيص مكمل كړې او بيا چې كله د هغه د زړه معاينه وكړى شوه، نو ډاكتران حيران پاتې شول، چې ددې باوجود چې د هغه د زړه دوه والونه بېكاره دي او ستورى بې غمه فعال ژوند تېروي؟
ډاكتر انور ورته د اپرېشن مشوره وركړه، خو ستورى دې ته تيار نه و، چې كله يې ساه واخيسته نو په پېښور كې ډيورنډ د كرښې په سيمنار او د پښتو په عالمي كنونشن كې د برخې اخيستو په خاطر په اخري ځل پېښور راغى. دا ځل ستورى د معمول نه زيات تازه و او داسې نه معلومېده، چې هغه د زړه مريض دى. هغه د كلونو كلونو راهيسې د سېګرټو څښلو سلسله ختمه كړې وه او داسې ښكارېده چې اوس به د ستوري رڼا نوره هم خورېږي. د عالمي كنونشن په موقع هغه د پښتونخوا له ټولو مشرانو سره وكتل، له شاعرانو سره يې ګپونه ولګول، د خپل فكر او خپل سوچ رنګونه يې په هر چا وشيندل او د خپل زوى نصير چې ټول عمر يې د پلار په خدمت كې تېر كړى دى، د منع كولو باوجود كونړ ته هم لاړو. هغه د خپل تاله واله وطن په اخري ځل ديدن وكړو او بيا...
په مات زړه المان ته لاړو. خداى خبر چې دغه يو كال به ستوري څنګه تېر كړى وي؟ ځكه چې د هغه زړه دلته او وجود هلته و. په دې موده كې يې د خپلې شاعرۍ اخري كتاب "خوږې مسرۍ" راټولې كړې، خو له بده مرغه هغه خپلې مصرۍ د كتاب په شكل كې ونه ليدلې. د اپريل د مياشتې څلورم تاريخ دغه په كلونو كلونو خور عظيم ستورى زموږ نه د تل دپاره بېل كړو. د هغه جنازه په المان كې هم وشوه او په خپل وطن كونړ كې هم. د هغه درنې درنې فاتحې هلته هم وشوې او دلته هم...
ځكه چې داسې خلك په صدو كې پيدا كېږي. كه موږ ډېر ځله راغونډ شو، نو دستوري د خدمتونو حق نشو ادا كولى.
هغه د مرګ نه پس هم د پښتو شمله جګه ساتل غوښتل:

کـــــــه زمـــــــا ســـــــتـــوري پـــــــــه قــــــــبــر چــــــېـــــرې راشــــي
پــــــه پـــــښــــــــتـــو راتــــــه دعــــــــا كــــړه پــــرې مــــېــــن يـــــم


لكه چې ورته معلومه وه، چې زما روح بله ژبه اورېدو ته تيار نه دى، نو... ضرورت ددې خبرې دى چې د داسې اتلانو د مشن د تكميل دپاره كار وكړى شي، چې د دوى ابدي ژوند په سكون او ارام تېر شي.

ځـــيـــنـــې خــــلـــك د خــــــپــل ځــــــان دپــــــاره مـــــــړه شـــــــي
د چــــــا مـــــرګ د ټـــــــــــول ولـــــــــــس دپـــــــــــاره مــــــــــرګ وي



يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

لايق زاده لايق
شاعر، ليكوال،افسانه نګار، ژورنالست،د کوهاټ د راډيـو او د پښتونخوا د پوهنې دیری مـشـر
Laiq Zada Laiq
Poet, Writer, Journalist, Chairman of Da Pakhtoonkhwa Da Pohane Dera, Director of Kohat Radio Peshawar
- لايق زاده لايق -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori