Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

ستورى يو سياسي مبارز وو

د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند (PSDP) مشر ډاكتر كبير ستورى ناڅاپه غمجنه مړينه، چې د زيات شمېر افغانانو د خپګان باعث شوه، د افغنانو لپاره يوه لويه ضايع ګڼم. روح دې يې ښاد وي. خداى بښلى ډاكتر كبير ستورى، چې د سايكالوژۍ (ساپوهنې) متخصص و، په پښتو ژبه يې يو شمېر ارزښتمن اّثار ټولنې ته پرېښي دي. ارواښاد ډاكتر كبير ستورى سربېره پردې، چې ليكوال او شاعر و، د سياست په ډګر كې يې خاصه ځانګړتيا لرله. زموږ د هېواد د اوسني نسل د سياسي مبارزينو د نخبه ګانو په ليكه كې يې ځانته وړ ځاى ترلاسه كړى دى.ارواښاد ډاكتر كبير ستورى د پښتنو د يووالي رښتيني خدمتګار په توګه د يوه معقول او ثابت نظر او عمل څښتن و. هغه د يو څو بعدي روڼ اند سياستوال په توګه د قوم په دننه كې د دندو په اجرا كې قوي اراده تمثيل كړې ده.
غواړم په دغه د قوم دننه دنده باندې رڼا واچوم:
هر اجتماعي قوم ځانته ځانګړى روشنفكره قشر لري، چې په ټاكلي تاريخي پړاو كې د خپل قوم د سازماندهۍ (يوځاى كولو او لوري وركولو) دنده په غاړه لري، ځكه د يو خوا نخبه ګان د خپل رسالت پر بنسټ د قوم لپاره اجتماعي تګلاره تنظيموي او د بلې خوا په پرګنو (قومونو) كې د ملي اندېښنو د خپرولو او د هغوى د هڅولو دنده هم په غاړه لري.
سربېره پردې د تيورۍ او عمل ترمنځ د ارګانيك تړاو او اړيكو د سمبالولو دنده هم په غاړه اخلي. دغه خاصه ډله (ارګانيكه ډله) د يو قوم پر سازماندهۍ او لوري وركولو سربېره په نورو قومونو كې هم د وړ ځاى په ترلاسه كولو سره د ملي فرهنګ د خپرولو، پراخوالو ملي دنده په غاړه لري او په دې ترتيب په ټولنه كې د خپل فعاليت سيمه نوره پسې پراخوي. دغه ډله له يوې خوا د قوم دننه رسالت په غاړه لري او له بلې خوا د قوم بهر لوى نقش لوبوي. روشنفكره ډله له يوې خوا ددغه يا د هغه قوم سره تړاو لري، له بلې خوا د يوې پايدارې او دايمي ډلې په توګه څرګندېږي. له دې نظره هغوى د ټولنې د ټولو فرهنګي او معنوي ارزښتونو انتقالوونكي دي. دغه عمودي موقف (د قوم دننه دنده) او افقي موقف (د قوم بهر دنده) په پښتنو كې له يوه خوا كمزورې او له بلې خوا مشبع ده.
دا مسئله خورا غوره او مهم ګڼل كېږي، ځكه نو بايد تل منطقي تناسب او تعادل ولري. دغه رسالت په پښنو كې د تاريخي دندې په توګه تراوسه پر نيمه لار پاتې دى. د يادونې وړ يې بولم، چې په ګران افغانستان كې په لويه پېمانه ددې دندې د پلي كولو د تګلارې د بنسټ تيږه څلوېښت كاله پخوا د وطن لوى خدمتګار او هېوادوال ارواښاد ديپلوم انجنير غلام محمد فرهاد له خوا كېښودل شوه، چې ترننه پورې په خپله بڼه سازماني فعاليت كوي.
په حقه سره ويلاى شم، چې خداى بښلى ډاكتر كبير ستورى دغه د وطنپالنې د ګډ احساس هغه لوړ ارزښت دى، چې ياد به يې تل پاتې وي.
د پښتنو د ټولنيز ولسوليز ګوند درنو مشرانو! ددغې ملي مبارزې لمن پراخه كړئ.

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

انجنير شېر محمد ساپى
ليکوال
Engineer Shir Sapi
Writer
- انجنير شېر محمد ساپى -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2023     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori