Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

جناب ډاكتر كبير جانه

ستوري ته د عقيدت ګلونه

كبير جان ما لومړى ځل په 1976ع كال د مۍ په مياشت كې د جرمني د فرانكفورټ په ښار كې وليد. په دې پېژندګلوۍ كې مياه شاجهان چې نن سبا ډاكتر شاه جهان د پېښور پوهنتون د ژورنالېزم ډيپارټمنټ چيرمين دى، بگنسټي رول لوبولى و. شاه جهان د ژورنالېزم څانګې طالب علم و، زموږ د پېښور د يونيورسټۍ د وخت د سياسي هلوځلو ملګرى و.
موږ چې په 1974ع كال كې بهټو قيديان كړو، شاجهان ميا جرمني ته پښې سپكې كړې وې. د 1975ع كال د مۍ په مياشت كې زه د هريپور جېل نه خلاص شوم، نو حيدراباد سازش كېس كې حكومت زما د بيا ګرفتارۍ كوښښ وكړو، خو زه اوس ويښ شوى وم. زه د پټو پټو لارو په ذريعه اول خوست او بيا كابل ته لاړم، د اجمل خټك صيب سره يوځاى شوم. په دغه وخت د افغانستان وزير داخله فيض محمد خان محسود و. بيا وروسته د سرحداتو وزير شو او سردار داود خان د افغانستان رئيس جمهور و. درېواړه (اجمل صيب، سردار محمد داود خان او فيض محمد خان) پرېكړه وكړه، چې ما كوم بهرني ملك ته ولېږي. په دغه وخت كې شاه جهان ميا په جرمني كې و او ماته يې ليك راولېږه، چې زه وطن ته درځم بيا به ګډ جرمني ته لاړ شو.
په 1976ع كال د اپريل په مياشت كې موږ د روسي هوايي ليكي ائرفلوټ په ذريعه اول تاشكند، بيا ماسكو او له ماسكو څخه برلين ته په اورګاډي كې راغلو، چې 16 اپريل 1976كال كې برلين ته ورسېدو. په دغه وخت كې برلين د مغربي او مشرقي جرمني ترمنځ وېشلى ښار و. د 1976ع كال د مۍ په لومړۍ د لويديځ جرمني فرانكفورټ ښار ته راورسېدو. دلته له رحيم ځدراڼ سره چې دا هم د رحمان بابا له لېسې څخه فارغ شوى و او ډېر خوش طبيعته پښتون و، يوځاى شو. د هغه وخت مطابق رحيم ځدران اول ملا و، ورپسې ماويست او بيا د تره كي صاحب د ګوند غړى و، خو ددې ټولو سره سره خوږ پښتون هم و. په هغه وخت كې دلته ماويستان هم وو، چې ځينې پكې ايراني او تاجكي نژاده او د پښتنو ضد وو. پښتانه كه خلقيان وو كه پرچميان، د پښتونستان د ربړې او په ځانګړې توګه له لرو پښتنو او بلوڅو سره د څه وړو وړو ګېلو نه علاوه يې له دوى سره مينه لرله.
ماته ښه ياد دي، چې ما د 1976ع كال د مۍ په درېمه نېټه په هغه رابلل شوې غونډه كې، چې په فرانكفورټ كې د رحيم ځدراڼ له خوا په هايم كې جوړه شوې وه، ګډون وكړ. د نورو افغاني سټوډنټانو (پوهېدونكيو) نه علاوه په 2 مۍ كبير جان لعل د كولن نه له تندر صيب او انور ظفري سره فرانكفورټ ته رغلل. تر ستړي مشي وروسته شاه جهان ميا زما او د كبير جان پېژندګلوي وكړه.سبا چې څه وخت جلسه پيل شوه، نو ټولو ګډون كوونكيو د كمونيزم او ماركسېزم ډول وهلو. موږ هم په پښتونخوا كې د ماركسېزم او كمونېزم نه خبر و، خو زموږ بنسټي تربيه نشنلېزم، خدايي خدمتګاري، باچا خان او د پښتنو يووالى و. موږ د امريكا ضد وو. د كمونسټ بلاك او په ځانګړې توګه د سويټ يونين د بهرني سياست پلويان وو، خو د حكومتي او اقتصادي سيسټم له نقطې له نظره موږ په ډېر ګوندي سياست او ازاد تجارت باندې باور و، خو په دې خبرو زموږ د برو پښتنو وروڼو سرونه، نه خلاصېدل. رحيم ځدران به ماته ويل چې ته ټولې خبرې انقلابي كوې، خو ته د يو ګوندي سياست مخالفت كوې. ما به په ټوكو كې ورته ويل، چې دروازې ډېرې پكار دي، چې بيروبار تقسيم وي. كه په يوه دروازه كې رش او بيروبار زيات وي، نو د مرګ او ژوبلې خطره وي، خو كبير جان نه يوازې دا چې له موږ سره په خبره پوهېده، بلكې يواځينى نشنلېست او قام پرست پښتون و، چې زموږ ملګرى و.
زموږ له راتګ سره د كبير جان ډله لا پسې مضبوطه او قوي شوه او د منځ لاره مو غوره كړه. د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ ټولنه مو په فرانكفورټ كې جوړه كړه، چې دى كې خلقيانو، پرچميانو، افغان ملتيانو او د لرې پښتونخوا ملت پالو ګډون كولو.
كله كله به موږ د كمونستانو اوږدې اوږدې مقالې او تكراري خبرې هم اورېدلې، چې دا زموږ د لرې خوا دلېبرالېزم بركت و. د رحمان بابا او خوشال خان بابا د لېسو ټولو فارغ تحصيلانو به له پاړسي بانو خلقيانو او پرچميانو سره خبرې په پښتو كولې او پاړسي بانو به ځواب په پاړسي وركاوه. دوى په دې اتفاق كړى و، چې څوك به څوك نه مجبوروي دا ځكه پښتانه په پاړسي او پاړسي بان په پښتو پوهېدل، نو ځكه د ترجمان ضرورت نه وو. د ټولو له يو بل سره ښه او خواږه تعلقات وو. دغه خواږه تعلقات هله خراب شول، چې د 1978ع كال د پريل په 27مه نېټه افغانستان كې خونړى بدلون يا انقلاب راغى.
تر 1978ع كال پورې لوى بابا باچا خان او ملي رهبر خان عبدالولي خان د ملي مبارزې او ضد سامراج لوى هيروګان (اتلان) وو. په يوه شپه كې دننه دننه خلقيانو په جار او پرچميانو په ډېره استاذۍ سره ددې رهبرۍ مخالفت كاوه او ويل به يې، چې اوس وخت د انقلابيانو دى او زړې مفكورې بايد د تاريخ كڅوړې ته واچول شي. دوى به ويل د باچا خان لاره زړه او ولي خان فكر پس مانده دى، اوس بايد د شرق نابغه جناب نور محمد تره كي انقلاب لاره او د حزب خلق ګوند مشري لره او بره پښتونخوا كې تعقيب شي. NAP ته نور حاجت نشته. د پښتنو او بلوڅو د ملي ازادۍ ټولنې ته هېڅ ضرورت پاتې نشو، په جار به يې ويل چې بايد موږ ټول د خلق حزب غړي شو.خلقيان او پرچميان به زياتره وخت په جرمني كې د افغانستان سفارت ته ور خلاصوه او سفير انجنير نظر محمد ته به يې يو پر بل چغلخوري كولې. كوم ته به چې دوى راپور ويلو. دا چې كبير جان د كونړ خان و، نو دوى به ويل چې فيوډال دى او سفير نظر محمد ته به يې دده خلاف هم راپورونه رسول. حال دا چې ډاكتر كبير جان يوازينى هلك و، چې قام پرست پاتې شو. كله چې زموږ ملاقات له سفير سره وشو، نو سفير صاحب وويل، چې ستورى صاحب او علي خان غوندې رېښتيني قوم پرست ډېر د باور وړ دي.
سره له دې ځينې خلقيانو او پرچميانو به زموږ د تنګولو او په قهر كولو لپاره په باچا خان او ولي خان بې ځايه او بې ضرورته تورونه لګول، چې دوى څه وكړل. دغه دى د شرق نابغه نور محمد تره كى صاحب، چې د خلكو د مترقي فوځي زامنو په زور يې داسې انقلاب وكړ، چې د كپېټلېزم د دورې نه مخكې كمونېستي دور ته داخل شو. اوس به صرف د لر او بر افغان ولس لارښود نه وي، بلكې د دريمې نړۍ د ولسونو نجات دده په لاس كې دى. زموږ ځينې جذباتي ملګرو به له دوى سره جنګ كاوه، خو كبير جان به منع كول.
د خلقيانو حكومت هم څه عجيبه غوندې و. لومړى خلقيان او پرچميان يو بل ته لاندې وتل، خلقيان پرې بر شول او پرچميان يې وشړل، چې پرچميان ورك شول بيا د تره كي صاحب او امين صاحب ډلې جوړې شوې او نتيجه يې دا شوه، چې د 1979ع كال په ستمبر كې د شرق نابغه او د انقلاب پلار ووژل شو او د ثور پياوړى قوماندان حفيظ الله امين په قدرت راغى.
د 1979ع كال د دسمبر 27 نېټې د غوايي د مياشتې د انقلابيانو په اټن كې د اكتوبر بې وقوف روسي انقلابيان هم ورګډ شول. حفيظ الله امين صاحب يې وواژه او ببرك كارمل يې په هيلې كاپټر كې كابل ته راوړو. افغانستان د NATO او WARSAW د فوجي پهلوانۍ په ډګر بدل شو.
څه وخت چې روسانو، پرچميانو او د پرچميانو په ژبه اصولي خلقيانو ته قدرت په لاس وركړ شو، نو دوى كې د پښتنو او پښتون ضد تاجك يا په بله ژبه سقاويانو زياتره پښتانه د امين د بانډ تر نوم لاندې قتل او قيد كول او د دوى په شړلو ېي پيل وكړ. د روسانو همدغه پروګرام و، چې پښتانه د افغانستان نه شړلو ته اړ باسي، چې د دوى اكثريت په اقليت بدل كړي. افغاني تاجكو او روسي تاجكو دا كار په ګډه كاوه. دوى پښتو ژبه عملاً بنده كړه، پښتو اخبارونه يې په پاړسي كړل، په پښتو فلمونو باندې يې بنديز ولګاوه. زموږ پخواني خلقي شوي انډيوالان بې روزګاره شول او ځينو يې ځانونه يو ځل بيا جرمني ته راورسول. موږ ته راغلل، موږ ورته غېږ يو ځل بيا پرانستله، ځكه زموږ د قوم پرستو دغه كمزوري ده، چې د قوم په خلكو يې زړه سوزي، خو كمونسټ او ملا كې زړه سوى نه شته، كمونسټانو او ملايانو ډېر قوم پرست ځوانان ووژل.
د پښتنو دروند مشر او د پښتونخوا پخواني ګورنر خداى بښلي ارباب سكندر خان خليل يې په پېښور كې شهيد كړو. دا ځكه چې ارباب پوه، قوم پرست پښتون مشر و. ده ته پته وه، چې كميونېزم او كپېټلېزم د افغان په خاوره پهلواني كوي، خو امريكې او مغرب مسلمانان داسې توت ته خېژولي وو، چې دوى به ويل چې يورپ او امريكا اهل كتاب دي او روسان سره كافران دي. حقيقت كې دوى د اهل كتاب نه زيات په اهل ډالر مېن و، چې مغرب خپل ازلي دښمن د دوى په وينو قبر ته كوز كړو او په نيم ساعت كې د ملا صاحب نه د مجاهد په ځاى Terrorist جوړ شو.
ستورى صيب به په دې ډېر غمجن و، موږ به اكثره بحث مباحثې پرې كولې، چې څه وخت سخت دريځه ملا صاحب او اهل كتاب سره لاندې وتل، كبير جان به ويل، چې "پروني ياران او ننني دښمنان سره لاندې وتي دي" ملا صاحب د قدرت دومره وږى ثابت شو، چې د خداى په كور مكه شريفه او مدينه شريفه كې يي سره قسمونه وكړل، د قدرت او اقتدار دپاره يې نه د اسلام مبين دين، نه د خداى د كور او نه د اسلام د پېغمبر ص د روضې قدر وكړو، وطن يې وران او افغانستان يې داسې اور ته ديكه كړ، چې تر نن ورځې پورې سوځي.
موږ قوم پرستو به دغه ويل، چې دغه د دولت او قدرت جنګ دى، جهاد نه دى. په دې به دوى په قهر وو، موږ ته به يې بدرد ويل، خو ثابته شوه چې دوى د مذهب نه زيات د قدرت شوقمن وو.څه وخت چې بلوڅ مشران يو په بل پسې ګوډ ته كېدل، كه څه هم اوس د پښتنو او بلوڅو رهبري د خان عبدالولي خان په ځاى شېرباز خان مزاري په غاړه اخيستې وه، خو بلوڅي سردارانو د خپلو بلوڅي سردارانو مشري ته غاړه نه اېښودله، نو ورو ورو څنګ ته شول. د بلوچستان پخواني ګورنر ښاغلي بزنجو صيب ځان ته ګوند جوړ كړ، نو داسې معلومېده، چې هغه د ANP لاره دوى نوره نه مني. دلته په جرمني كې هم دې كمونسټانو سم امتحان ورنه كړ او نور د قوم پرستو لپاره د اعتبار وړ نه و، نو موږ (كبير ستوري، ما او لياقت وطنپال) پرېكړه وكړه، چې د پښتنو او بلوڅو ملي ازادې ټولنې ته نور ضرورت نه شته، ځكه چې بلوڅ نه وو، نو خالص سوچه د پښتنو ګوند جوړ و او د باچا خان لار به نيسو، چې هغه عدم تشدد، په ژوند او په سياسي ژوند كې د پښتون ملت يوځاى كول، پښتو ژبې او كولتور ته خدمت كول و. دا ځكه چې پښتون په اقتصادي، علمي، سياسي او كلتوري توګه وروسته پاتې په دې دي، چې دوى وېشل شوي دي، يو مركز نه لري، نو ځكه د ګاونډيانو او نورو قومونو د لوبو ميدان جوړېږي. له موږ سره په څنګ مېشت قومونو تل له بهرني قوت سره زموږ پرخلاف لاس يو كړى او خپله ژبه او ځان ته يې ګټه كړې او تل يې مذهب زموږ د غولولو لپاره په كار اچولى دى. نو موږ سوچ او فكر پرې وكړ، چې داسې ګوند جوړول پكار دي، چې د پښتنو د ګټو ترجماني هم وكړي او په نړۍ كې خو يو موږه نه يو، د نورو دپاره هم بايد د منلو وړ وي، نو ځكه موږ ددې ګوند نوم "پښتون سوشل ډيموكراټيك پارټي" خوښ كړ. وروسته به ځينو دا پلمې كولې، چې ولې ورته د پښتون په ځاى افغان نه وايي. موږ ورته ويل، چې افغان ملت ګوند د افغان سوشل ډيموكراټيك ګوند په نوم د ګوندونو په كتار كې ليكل شوى دى. دوه ګوندونه په يوه نوم قانوني حق نه لري. اصلي خبره نوم نه وه، پلمې وې. خبره دا وه، چې د دوى د پښتون له نوم سره ورانه ده.
دغه سوچه نوم و، افغان يو سياسي نوم دى، چې په بهر كې هزاره، تاجك، ازبك او دغه نور ټول ځانته افغانان وايي، خو په افغانستان كې دننه دوى ځانونه تاجك، ازبك او هزاره درپېژني. دوى ځان ته افغان نه وايي، چې بهر ځان ته افغان وايي، دا د دوى مجبوري ده. دا اصلي افغانان نه دي، بلكې پاسپورټي افغانان دي. موږ ته پاړسي ژبي افغان وايي، هندي ژبي او پيرنګيان راته پټهان وايي او ليكي او زموږ اصيل، سوچه او خالص نوم "پښتون" دى او ژبه مو هم پښتو ده، نو موږ ورته ويل، چې څه ګناه وشوه، چې اصلي سوچه نوم مونږه وركاوه. دوى په حقيقت كې مونږ ته د افغان او د پښتون په نوم ربړې جوړولې، خو په دلاېلو كې موږ پرې تكړه وو.
كبير جان به ويل، چې "اصلي خبره دا ده، چې دوى لټان دي، كار ته يې ډډه نه لګي، د افغان او پښتون په نوم جنجال جوړوي." دغه ټول جنجال Confused روشنفكرانو جوړ كړى و. موږ په دې كې كامياب شو، پښتون سوشل ډيموكراټيك ګوند مو جوړ كړ.ډاكتر كبير جان ستورى صاحب د ګوند د مشر يانې مركزي صدر په توګه وټاكل شو او تر مرګه پورې د ګوند مشر پاتې شو، ځكه چې ستورى صاحب خپل سياست، ګوند، ولس او ملت ته وفادار و او په خپل عزم او هوډ كلك ولاړ شخصيت وو.له ملي رهبر خان عبدالولي خان، خان لالا او محمد افضل خان او جناب اجمل خټك صاحب سره زما تعلقات داسې وو لكه د پلار او زوى، خو خان بابا تر مرګه پورې ماته د زوى په سترګه كتل. د مشرانو په ما باور و، ځكه چې ما خپل سياسي ژوند كې اخوا دېخوا ټوپونه نه دي وهلي، خو زما ډېر ملګري ګډوډ شوي وو.همداراز په 1982كال كې په لندن كې له ملي رهبر خان بابا عبدالولي خان سره د ډاكتر كبير جان ستوري پېژندګلوي جوړه شوه. له خان لالا محمد افضل خان او اجمل خټك سره يې هم پېژندګلوي جوړې شوې وې. دوى په بره خوا كې په كبير جان اعتبار كاوه.
كبير جان پخپله هم دروند، وفادار، باعظمته، ولاړ او خاموش انسان و. چغلخوري، د بل چا غېبت، د ځان صفت، دهوكه، دروغ، نماېش د ټولو غرضونو نه پاك و. پخپله اراده كې دومره كلك و، چې په پېښور كې د ضياء الحق د مارشل لا په وخت كې نيول شوى و، ده هلته هم د پياوړي انسان ثبوت وركړى او دا هغه غښتلى، سپېڅلى، په وطن او ولس مېن قام پرست پښتون و، چې ټول تكليفونه او مصيبتونه يې په ځان تېر كړل، خو معفي يې ونه غوښتله او پاكستاني پوليسو او پوځيانو ته يې سرټيټ نه كړ، ترڅو چې موږ، ايمنسټي انټرنېشنل او نورو ادارو خبره ګرمه كړه، نو پاكستانى حكومت مجبور شو. ستورى صاحب يې ازاد كړ. دغه ډېر سخت وخت و، د انسان مرګ هډو څه خبره نه وه. لكه پښتانه نقل كوي، چې "خداى نړۍ جوړوله، مرګى يې نرخ و".

هم ددې خدايي قانون مطابق كبير جان ستورى صاحب لاړ او موږ ورپسې يو.


يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

ایډوکـیــټ عـلـی خـان مـحــسـود
تاریخ پوه، لیکوال، د پــښـــتــنـو ټولــنــیـز ولــسـولیز ګـــونـد ( PSDP) د مــشـــر لـومــړی مــــرســـتــیــال
Advocat Ali Khan Mahsood
Writer, Member of Central Committee of Pashtoons Social Democratic Party, Member of Editorial Board of "Pashtoonkhwa" Magazine
- علي خان محسود -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori