Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د پښتو د بخت

یو بل ستوری هم پر ځمکه راپریوت

د هغه شریف انسان په یاد چې خپل ټول عمر ئې د خپل قام د خدمت لپاره وقف کړ.
نن زه د هغه انسان په یاد څه لنډی خبری کووم چې باید ئې هم وکړم. خو ضرور بولم چې د خپلو خبرو او د هغه له یادونو نه مخکی ورته د لوی پروردګار ( ج ) په دربار کې د مغفرت لاسونه پورته کړم او لوی پروردګار ( ج ) دی ورته د اخرت ټولی ښیګڼی په نصیب کړی او د خپلو یارانو او ملګرو په مینځ کې دی ورته یاد تازه وی. پورتنی لنډه دوعا د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په رابطه کې وه چې دا دده حق ؤ او غواړم چې د هغه د یاد په رابطه کې د هغه حق ادا کړم. نو اوس غواړم چې د هغه په یاد داسی ځینی مطالب ولیکم چې د هغه د ژوند په دوران کې مې له هغه سره د ناستی او ولاړی آو د سیاسی بحثونو په جریان کې لیدلی او اوریدلی او یا مې احساس کړی. خو تر دی ټولو دمخه غواړم چې ځینی عام مطالب پدی رابطه کې په ګوته کړم.
ژوند په خپله یو ارمان دی او انسانان د ارمان په خاطر ژوند کوی خو کله چې انسانی ژوند پرته له ارمانه وی دا به خپل ذات کې داسی یو پوچ او وچ شی دی چې سړی باید تری کرکه او نفرت وکړی . پرته له ارمان نه ژوند د کرکی وړ دی.
زما له نظره که انسانی ژوند داسی تعبیر کړم نو ډیره بده خو به نوی ! له وطن سره د مینی ارمان له انسان سره د مینی ارمان د تعلیم او کسب وکار ارمان، د انسانی نړۍ له سولی سره ارمان، له جنګ جګړی نه کرکه ـ د ظلم ، استبداد او مطلیقت سره د مقابلی ارمان، د انسان له زبینښی نه کرکه دا هغه څه دی چې د انسانی ارمانونو یوه برخه تشیکلوی نوکه چیری زمونږ په اوسنی نړۍ کې کوم انسان یا انسانان له پورتنیو یا دو، شوو مطالبو سره موافق وی او دهغو دعملی کولو لپاره خپل ژوند وقف کړی نو ویلای شو چې د داسی انسانانو یاد باید تازه وساتل شی او باید ومنل شی چې دا ډول انسانان د ژوند له اصلی مضمون سره برابر تللی دی هغه هم پدی خاطر چې د خپل ژوند ډیری خوږی لحظی ئې د انسانی وظایفو د سر ته رسولو لپاره وقف کړی . هغه انسان یا انسانان چې په خیر او ښیګڼی باندی باور ولری او هغه ئې د یوه سالم انسانی ارزش پحیث قبول کړیوی نو دا ډول خلک د انسانی ټولنی ټول مادی او معنوی ارزشتونو ته وده او انګشاف ورکولی شی ، نه یوازی دا چې وده ورکولی شی بلکه نوموړی ارزشونه په ډیری امانت داری سره راتلونکو نسلونو ته د یوه سالم میراث په ډول انتقالولی شی. نو که چیری د بشری ټولنی انسانانو دا کار وکړ مانا به ئې دا وی چې دوی خپل تاریخی رسالت تر سره کړی نو دلته دی چې راتلوونکی نسلونه بیا ددی مکلفیت لری چې د داسی انسانانو یاد د تازه وساتی او شاهکاری ئې وستائل شې. ددی لپار ه چې مطلب رانه ډیر اوږ نشی او له موضوع نه لری لاړ نشم نو بهتره ده چې د پورتنی لنډی عمومی څرګندونی نه راتیر شم او په هغه مطلب څه ولیکم کوم چې زما رړه ئې غواړی. دلته چې کوم شی لیکم دا زما خپل نظر دی او دا هغه خبری دی چې ما خپله له خدای بښلی ډاکتر کبیر ستوری سره په نژدی رابطه کې تر لاسه کړی دی . کومی خبری چې زه دلته لیکم د چا د خوشالولو لپاره نه بلکه دا دهغه حق بولم چې باید ادا ئې کړم.
ماله مرحوم ډاکتر ستوری سره ۱۹۹۳ عیسوی کال لمړیو وختونو په ترڅ د کلن په ښار کې په مستقیم ډول وپیژندل. مګر د هغه له سیاسی نظریاتو او فعالیتونو نه له ډیر پخوا خبر وم خو کله چې زه له هیواد نه مهاجرت ته مجبور شوم نوم هغه وه چې د جرمنی د هیواد د کلن په ښار کې می له ده سره دده په کور او په هغو سیاسی او کلتوری غونډو کې چې د دوی په نوښت جوړیدی ما هم پکې مستقمآ ګډون کوه. او پدی غونډو کې به مې د مرحوم ډاکتر ستوری سره د خپل هیواد په روانو سیاسی او اقتصادی حالاتو خبری کولی . او د خبرو په ترڅ کې به ما ورته د وطن د سیاسی کشالو به رابطه خپل نطر وایه او هم به مې دده تحلیلی خبری اوریدی او دده خبری داسی برداشت کوه چې د ده سیاسی عقائد د افغانستان د ملی ګټو سره په توافق او تطابق کې دی ددی لپاره چې ډاکتر کبیر ستوری د سیاسی شخصیت په رابطه کې مشخصی خبری وکړم بهتره ده چې خبل هغه احساس تاسو ته ولیکم کوم چې ما دده سره په رابطه کې د ځان سره درلود یا ئې لرم.
کله چې په لومړیو ورځو کې له ده سره ناسته او ولاړه پیدا شوه نو ډیر ژر می احساس کړه چې دی ډیر دروند، ارام او په خبرو کې د ډیری نرمی او پستی لحجی خاوند دی. ډاکتر ستوری په خپلو احساساتو پوره حاکمیت اوتسلط درلوده. ددی ټولو خبرو سره سره کله چې به مو د یوی معینی سیاسی موضوع په رابطه کی خبری سره کولی نو له خبرو ئې ښکاریده چې په خپله عقیده کې ډیر متین انسان دی هغه پدی مانا چې دی د خپل ارمان او عقیدی له پاره ژوند کوی او هغی ته صادق دی. ددی تر څنګ د ډاکتر ستوری یو بل ښه خصوصیت دا وه چې د خپلو خلکو سره د راشی او درشی په مسايلو کې ډیر پابند وه. ما د ډاکتر ستوری سره د ډیرو ناستو او پاستو په دوران کې یوبل ډیر عالی خصوصیت لیده چې په ډیرو لږ و سیاسی لو اجتماعی شخصیونو کې تر سرګو کیدای شی. هغه دا چې ده د بحث په وخت کې د مقابل لوری خبری په ډیر دقت او غور سره اوریدی او علاقه ئې به ښودله نو ویلای شو چې په خبرو کې د داسی یو حالت ښودل ډیر لوړ انسانی خصوصیت دی ځکه کله چې انسان د بل چا خبره په پوره غور او متانت سره واوری او توجو ورته وکړی نو د مقابل لورې اعتماد حاصلید دی شی. او کله چې په سیاسی او اجتماعی بحثونو کې د اعتماد روحیه ایجاد شی نو مغلق سیاسی او اجتماعی موضوعات حل کید دی شی چې لوموړی خصوصیت د ډاکتر ستوری په شخصیت کې له وه یه ښکاره کیده. ډاکترکبیر ستوری له انسانانو سره په رابطه خپله تواضع او سرده باری ښودله نو همداعلیت وه چې هر چا غوښتل لده سره بی پردی خبری وکړی.
ډاکتر کبیر ستوری چې په خپل ژوند کې کومه سیاسی لاره خپله کړ یوه هغه ئې ډیره به خوښی سره تعفیوله او دهغی د عواقبو مسولیت ئې هم اخیسته په سیاست کې دا ډیر ښه شجاعت دی. هر څوک چې په سیاست کې د خپل بام واوری په بله وانه چوی دی ته سیاست کې مردانه ګی وائې . په سیاسی لیډرشپ کې باید همداسی وی، خو متاسفانه چې په معاصره نړۍ کې په سیاسی لیډرشپ کې ډیر ځله دروغ، فتنه او دوکه ترسترو کیږی او هر څه د ورځی په نرخ تلی.د ډاکتر ستوری سره خبرو په جریان کې انسان داسی احساس کوه چې دی ډیر ساده انسان دی. دی واقعآ ډیر ساده او بې الایشه انسان وه خو دده دا ساده ګی داسی نه وه چې ګواکۍ دی هم هر څه د ورځی نرخ تلی. بلکه د ده ساده ژوند ددی ښکارندوی وه چې ده غوښتل لکه د خپلو خلکو غوند خبری وکړی او د خپلو خلکو غوندی ناسته او ولاړه وکړی.زه خو پدی عقیده یم هغه څوک چې غواړی خپل خلک خپل کړی نو ضرور ده چې د مغلق ژوند پر ځای ساده ژوند ته ترجیح ورکړی ځکه دا روش عالمانه روش دی. ما دا ډول روش په ډاکتر کبیر ستوری کې لیدلی وه. ددی له پاره چې بحث رانه اوږد نشی بهتره دای چې لږ مشخص ډول د ډاکتر ستوری د یاد په رابطه کې څو خبری وکړم. او وی ولیکم.
۱ )
ډاکتر کبیر ستوری د خپلی سیاسی مبارزی لپاره معین سیاسی خط درلوده. او د ژوند تر پایه پوری ئې خپل سیاسی خط په ډیری مینی سره تقیبوه. ډاکتر ستوری په سیاست کې ډیر ښه سیاسی اخلاق درلودل هغه پدی مانا چې د نورو خلکو سیاسی دریځونو ته ئې په سپکه سترګه نه کتل. ده د افغان بودن او مسلمان بودن معیار په خپل ټول سیاسی ژوند کې مراعتوه. ده به ویل چې سیاسی لاره د هر چا خپله ده مګر په ملی مسايلو کې ټول افغانان سره په ګډ تللی شی.
۲ )
د زمانی جبر کله کله سیاسی او اجتماعی شخصینونه دیته اړباسی چې د شاهانو،امیرانو او دیکتاتورانو د سیاسی خدمت او مداحۍ وساتل شی. خو پداسی حال کې چې ډاکتر ستوری ددی کار لپاره جوګه نه شو. ده د خپلی سیاسی لاری په رابطه کې پوره ثبات درلوده او هغی لاری ته ئې لاری ته ئې د رسیدو لپاره هیڅکله د سازش او معاملی لاره ونه نیوله. دا ځکه چې سازش او معامله په سیاست کې د انسان شخصیت ته سخته صدمه رسوی او ده لدی کارنه تر پایه ځان وساته.
۳ )
ډاکتر کبیر ستوری به تل د سیاسی بحثونو په جریان کې پدی باندی ډیر فشار اچوه چې سیاسی عقايد هغه عقايدو ته وائې چې په هغو کې د قام او ملت ملی ګټی خوندې وساتل شی او هغه سیاسی عقاید چې ملی یووالی ته صمدمه رسوی هغه نه یوازی د هیواد په ګټه ندی بلکه ګټه ئې د پردیو په خدمت کې کیدای شی. پداسی حال کې چې پورتنی نظرکا ملآا یو انسانی نظر ؤ او دی نو باید راتلوونکی نسلونه هم هغی په حقانیت باندی قانع وی. ډاکتر ستوری په ټولنه کې د سیاسی ډلو له تعدد سره موافق و خو دا په ئې ویلی چې د سیاسی ډلو تعددنه باید د هیواد ملی یووالی ، د ځمکنی تمامیت او ازادی ته صدمه و رسوی. ده د خپل دی نظر لپاره په خپل کور او قام دننه سیاسی مبارزه پیل کړه او ژوند تر پایه ئې دوام ورکړ د قام له دننه نه د سیاست پیل کول دا یو معقول کار دی او دا د هر انسان طبعی حق دی چې د خپل قام ، د خپلی ژبې او خپل کلتور د ساتلو لپاره وکړی. پروا نه کوی که اغیار پدغو او هغو تومتونو څوک تومتی کړی.
۴ )
د اروح ښاد کبیر ستوری یو بل خصوصیت دا وه چې ده به د سیاسی بحثو په جریان کې پیچلی سیاسی اصطلاحات نه استمالول او په روانه پښتو ژبی به ئې استدلال کوه. کوشش ئې کوه چې په پښتو ژبه کې ورنه انګریزی صطلاحات ډیر داخل نشی. ده به کوشش کوه چې په متضادو سیاسی بحثونو کې د خپل نظر او عقیدی استقلال او ځانګړنیا وساتی.
۵ )
ډاکتر کبیر ستوری زمونږ د زمانی د سیاسی فعالینو له نه یو تګړه فعال وه. دی د خپل ملک او قام د ازادۍ د لاری یو لاروی وه له ازدای او خودارادیت سره ئې مینه درلوده ده به تل دا ویل چې د یو سیاسی نظام جوړول او ټاکل د هغه ملک د خلکو کار دی . دی په سیاسی لحاظ د بهرنیانو مخالف نه وو. ولی پدی هم قانع نه وه چې د یو ملک لپاره دی سیاسی نظام په کل کې بهرنیان جوړ کړی . دی لدی سره موافق هم نه وه چې خارجیان دی د ډموکراسی د صدور په پلمه او یا د بشر د حقوقود تامین تر عنوان لاندی غریب ملکونه تالا کړی . او یا دی د هغوی مستقل سیاسی شخصیت ته صدمه ورسوی.
ډاکتر ستوری بل ډیر ښه خصوصیت دا وه چې له سیاسی دوکه بازانو نه قهرمانان نه جوړول.
۶ )
تر هغه ځایه چې ما ډاکتر ستوری پیژانده او د سیاسی بحثونو په جریان کې می چې څه تری اوریدل نو دا راته ثابته شوی وه چې په ده باندی خپل قام او خپله ژبه ډیره ګرانه وه . دا باید په صراحت سره ووایم چې دا د هر انسان طبعی حق دی چې خپل قام او خپله ژبه ورباندی ګرانه وی. دا چې په اوسنی نړۍ کې د ګلوبالیزم اصطلاح اوریدل کیږی او یا لیکل کیږی ښه کار دی او که نه ؟ دا به یو پلو ته پریږدو. خو زما له نظره که سړی ورته دوریځو د اوښانو په سترګه وکوری بل کوم مفهوم نلری. دا هغه سیاسی اصطلاحات دی چې زورور هیوادونه ئې د کمزورو هیواد دا بدی غصبو لو لپاره په کار ووی. دی نه یوازی دا چې یو سوچه پښتون و بلکه د ده په ټولو خبرو اترو کې افغان بودن کلمی ته ډیر تظاهر ورکول کیده زه هم پدی عقیده یم چې زمونږ هست او نیست مربوط په افغان بودن کې دې . په بل نوم او هویت به مونږ غیر لدۍ چې بې شخصیته شو بل څه تری نه جوړیږی . دا چې یو تعداد غرضی خلک د افغان دکلمی تر چتری لاندی ځینی نور بیګانه نومونه تبادله کوی او زمونږ ځینی ملی او اجتماعی شخصیونه پدغه عنوان او هغه عنوان تخریبوی . کله ورته فاشیت او کله ورباندی درئیست نوم ږدی او حتی لیکی ئې . په هر حال دی ډول خلکو ته باید په ډیر صراصت سره وویل شی چې دا کلمات افغانانو ته بیګانه دی او دافغانانو د دښمنانو له خوا ئې راباسی. بنآ د داسی خلکو پر افغانان بودن باندی شک پکار دی. راځم بیرته خپل اصلی مطلب ته ! ډاکتر کبیر ستوری نه يوازی دا چې دافغانستان د ټولو اوسیونکو قامونو سره ئې مینه درلوده بلکه د ده د سیاسی مبارزی غټ لوری د ی ته متوجه وه چې څنګه د افغانستان طبعی یووالی وساتل شی. خو په نتجه کې زه داسی وایم که چیری څوک پدی ګنهګاریږی چې له خپل قام او ژبی سره مینه ولری نو داخو ګناه نده بلکه تر دی ډیر ثواب نشته او دا ثواب د ډاکتر ستوری په نصیب شو.
۷ )
ډاکتر کبیر ستوری پدی مخ روستیو کلنو ګې چې به افغانستان کې د بهرنیو تر ملاتړ او مداخلی لاندی حکومتونه جوړ شو له یو سره ئې هم کارونکړ . ځکه ده خپله او دده سیاسی پارټی خپل ځان ته ټاکلی کړنلاره درلوده. او د خپلی کړنلاری له مخی ئې په هره مشخصه او ټکلی مرحله کې د خپلی پارټۍ لرلید او وړاندیز د غونډو او اعلامیو لیاری طرحه کول. دده په طرحو کې د مستقل افغانسان طرحی مرکزی اهمیت درلوده. خو متاسفانه چې لکه د ډیرو وطنپالو افغانانو غوندی ئې خپل نظر د جبری مهاجرت په دوران کې ګورستان ته یووړ.
۸ )
ډاکتر کبیر ستوری لکه د مړ ماهی غوندی د اوبو جریان سره یو ځای نه ته . بلکه د سیاسی ابتکار خاوند وه . په تاریخ کې داسی لیدن ننوی چې یو تعداد سیاستمداران که په پخوا کې وه او یا په اوس کې دی لکه مړ ماهی د اوبو د جریان سره یو ځای روان وی. پدی مانا په کومه خوا کې چې زور وی نو په همغه خوا روان وی داوو زما د نظر او عقیدی یو څو ټکی چې د ډاکتر کبیر ستوری د سیاسی ژوندانه په رابطه کې مې ولیکل خو ددی خبری لیکل او ویل هم ضرور بولم چې ډاکتر ستوری نه یوازی زمونږ د زمانی د سیاسی شخصیتونو له جملی څخه و بلکه ډاکتر ستوری د فرهنګ ، ادب او کلتور په برخه کې هم د قدر وړ میراثونه له ځانه پریښی دې. دی نو یوازی سیاستمدار بلکه ادیب او شاعر هم و. او عملی موضوعاتو کې ئې هم پوره لاس درلوده. مونږ او تاسو ټول پدی پوهیږو چې ټول ژوندی موجودات بل اخره د مرګ خواته ځی. انسان هم مرۍ او له انسانانو ډیر څه پاته کیږی یانی له چا نه سره پاته او له چانه سپین له چا نه ډیر جایداوونه او له چا نه لوئې کورنی او تختونه پاتی کیږی . خو دا هغه څه دی چې د انسان نوم او شان د راتلوونکو نسلونو لپاره په یاد کې نشی ساتلی . یو شی چې د انسان نوم او نشان د تل لپاره ژوندی وساتلی شې هغه دده علمی ، ادبی او کلتوری میراثونه دی . نو په پوره جرت سره ویلی شم چې ډاکتر کبیر ستوری که څه هم په فزیکی لحاظ له مونږ سره نشته دی. ولی هغه علمی او ادبی اثار چې ده له ځانه پریښی دی زه باور لرم چې دی به د راتلوونکو نسلو په منیځ کې هم د حساب د ځای وړ ځانی ولری. پدی برخه غواړوم چې لږ مشخص غوندی څه ولیکمه:
الف : په علمی برخه کې :

ډاکتر کبیر ستوری د خپلی ټولنی او خلکو ضروت پوره احساس کړی و. نود همدی ضرورت له مخی ئې د یو لړ علمی اثاررو په لیکلو باندی اقدام وکی. ډاکتر کبیر ستوری دا موضوع هم احساس کړی وه باوجود ددی چې زمونږ د هیواد د ډیرو خلکو ژبه پښتو ده خو په تاسف سره چې خپله د پښتنو علماو او لیکوالو پدی برخه کې پوره بې غوری کړی . او د وخت حکومتو هم قصدآ د پښتو ژبی د انکشاف لپاره څه ونکړل . له بلی خوا په منطقه کې پښتون دښمنه قوتو هم پدی برخه کې پوره پټه او ښکاره دښمنی کړی چې د همدی علتونو له مخی وه چې د پښتو ژبی علمیتوب سخت ګذار خوړلی او په نتیجه کې همدا اوس په پښتو ژبی کې ډیر لږ علمی او تحقیقی اثار پیدا کیږی چې هغه هم په دی روستیو کلونو کې د پښتو ژبی د یو تعداد مورخینو، لیکوالو او ادیبانو د زحمت نتیجه وه او ده چې څه ناڅه علمی او ادبی اثار ولیکل او ژباړه شول. چې پدی لړ کې خدای بښلی ډاکتر کیبر ستوری هم خپله ونډه په پوره ډول واخیسته. د ډاکتر ستوری د علمی اثارو له جملی څخه یو اثر چې نوم ئې « ویره » ده او په ۱۹۹۴ ع کال خپور شو چې د هغو علمی اثارو څخه دی چې پدی راورستیو وختونو کې په روانه پښتو ژبه لیکل شویدی. ددی عملی اثر په مرسته اوس هر افغان کولای شی چې ویره د رواشناسی یا ساه پوهنې له نظره مطاله کړی او کولای شی چې د ویری اصلی مفهوم او د راپیدا کیدو په علتونو پوه شی او همدارنګه له ویری نه د ځان د خلاصولو لاری او چاری هم پیدا کړی. زه خو پدی باور لرم چې پ،رتنی علمی اثر به په اوس او راتلونکی کې د ښوونځی د شاګردانو ، د لوړو تعلیماتو د مرکزونو لپاره ډیر په درد وخوری او هغه باسواده انسانان چې په کورونو کې ناست دی ددی علمی اثر په لوستلو به خپل ډیر مشکلات راکم کړی. ددی علمی اثرارزش په لاندی ډول رالنډولی شم.
۱ )
ددی علمی اثر ارزش پدی کې دې چې په روانه پښتو ژبه لیکل شوی. پښتانه کولای شی چې د هغه په لوستلو ځان اسوده کړی.
۲ )
ددی علم اثر ارزش پدی کې دی چې ددی کتاب مطالعه یوازی یو ګروپ خلکو نه بلکه د هر باسواده افغان لپاره یو ضرورت دی.
۳ )
د « ویری » د علمی اثر ډیر اهمت پدی کې دی چې ډاکتر ستوری د کتاب لپاره ډیر ښه عنوانونه ټاکلی دی چې د رواشناسی نور پوهان کولای شی چې ځانته د علمی تحقیقاتو لپاره موضیوعات یا عنوانو نه تری وټاکی.
« ب »
ما چې له ډاکتر ستوری سره له نژدی تماس او وروابط درلودل نو په کراتو به ده پدی ډیر فشار اچوه چې هغه تنکی ځوانان او ماشومان چې له خپلو کورنیو سره په جبری مهاجرت مجبور شوی او اوس په مختلفو ملکونو کې د غربت شپی او ورځی تیروی په کراره سره خپل ټول هویت له لاسه ورکوی دا هغه تریخ واقیت وه او دی چې موحوم ډاکتر ستوری په پوره قوت سره احساس کړی وه. نو دده ډیر فشار پدی باندی وه چې دغه نسل چې په اروپا کې او نورو بهرنیو هیوادونو کې رالویږی باید خپله مورنۍ ژبه ورزده شی. واقعآ دا یو دقیق ضرورت وه او دی . نو د همدغه ضرورت له مخی په کراتو سره د جرمنی د کلن په ښار کې ماشونو او تنکیو ځوانانو ته د پښتو ژبی کورسونه جوړ کړل او د پښتو ژبی د زده کړی تر ځنګ ئې د اسلام د مقدس دین اساسات هم شاګردانو ته ورزده کول. دده دا علمی هلی ځلی هڅیکله د افغانانو له یاده نشی وتلالی او د ستایلو وړ دی.
ما داسی فکر کوه چې ډاکتر کبیر ستوری یوازی د روانشناسی « ساپوهنی » ډاکتر دی او په سیاست کې فعال لاس لری مګر لدینه خبر نه وم چې د پښتو ژبی ډیر ښه شاعر او د پښتو په ادبیاتو کې پوره لاس لری. پداسی حال کې چې دی د ډیر ارام طبیعت خاوند وه پداسی حال کې چې شاعران ډیر تیز او د شوخی طبع خاوندان وی البته له شوخی نه زما مطلب ادبی شوخی ده. کله چې پدی راورستیو وختونو کې متوجه شولم او دده شعرونه می د محلی هنرمندانو له لخوا او په ادبی غونډو کې واوریدل له هغی وروسته پدی باوروی شوم چې دی شاعر هم دی. او کله چې مې دده یوه شعری مجموعه تر ګوتو کړه د «خوږی مسری»په نامه کوم چې په ۲۰۰۶ ع کال ګې چاپ شوی او بیا مې هغه ولوستله ورویسته له هغی دده له شعرونو نه زما برداشت دا وه چې ده خپله له وطن او خلکو سره خپله مینه ښکاره کړی او بیا دده په شعرونو کې له مینی سره مینه هم ستایل شوی . د مینی ستایل ئې په ډیرو ښو ظریفانه محلی پښتنی لحجی سره کړیدی دا دی د خپلی ادعا ثبوت لپاره دده د شعرونو له جملی نه یوه مسره چې د شعر عنوان ئې دی « د شپی څراغ »

زه دی هر سهار د سلام ته د شـــیــن خـال درځـمـه
کـــه ټـــال د زلـفـو راتــه واچــــوی اخـــــتــر د پـــاره


همدارنګه د ډاکتر ستوری په شعرونو کې د پښتو ادبیاتو له نظره مینه په ډیره ښه ډول داسی تمثیل شویده.

ښــکـلا ئــې شــی زرچـنـده دا د مـیــنــی کـــرامـــــت دی
خــنـدا چــې پــــه سـرو شـونــډو د جــانــان لـوبـی کـــوی


زه باید ووایم چې ډاکتر کبیر ستوری په شعر کې سړی د مینی داسی نزاکتونه پیداکولی شی چې بل اخره انسان باید له انسان سره همداسی مینه ولری. په بل ځای کې ډاکتر ستوری له پښتو او پښتونوالی سره خپله ټینګه رابطه داسی بیاونوی.

نور مـې مـه پـوښـتـه خو بـس دومـره درتـه وایــمـه زه
خوی او خاصـیـت کې پوښتـنه وه خو تا نه پـیـژنـده


همدارنګه ما په مخکنیو جملو کې ډاکتر ستوری په رابطه کې ډیر ځله وویل چې پده پښتو او پښتونولی ډیره ګرانه وه دا دده حق وه خو ددی تر څنګ ده د نورو قامونو د خلکو او د هغوی د ژبو په مواد کوم خاص بد نظر نه درلود. بلکه خپل پښتانه ئې دیته تشویقول چې د نورو خلکو د ژبو احترام هم وکړی. دی پښتون وه مګر متعصیف پښتون نه وه په ده باندی پښتو ژبه ګرانه وه د نورو ژبو حق ته ئې هم احترام کوه . لکه چې دده په لاندی شعری مسره کې له ورایه ښکاری.

کــه بــری غــواړی نــو اصــول د اشــتــهـار راخـپـل کــه
د بــل بـه نــه غــنـدی د خـــپـلــی دی صـقـــت کــــوه تـــل


ددی په خاطرچې په قراره خپل بحث راوتړم او ګرانو لوستاوونکو ډیر وخت ونه نیسم خپلی خبری داسی رالنډوم.
زه د ډاکتر کبیر ستوری له شعرونو نه داسی نتیجه اخلم.
۱ )
دده شعرونه روان، ملی او فلسفی محتوا لری باو جود دوی چې زه شاعر نه یم مګر دده شعرونو کې شوی خصوصیتونه په واضیح ډول موجو دی.
۲ ) دده په شعرونو کې پښتو ژبه په پښتنی کلماتو ستایل شویده او ټول پښتانه ئې د پښتو ژبی خدمت ته رابللی دی.
۳ )
دده په شعرونو کې د وطن پالنی ، قام پالنی او انسان پالنی ډیر عاطفی مفاهیم موندلی شو.
۴ )
د ډاکتر کبیر ستوری په شعرونو کې مینه او خط وخال پداسی خوږو پښتنی کلماتو انځور شوی چې انسان انسانی مینی ته هڅوی.
دلته غواړم چې ډاکترکبیر ستوری د شخصیت په یوی بلی برخی باندی په ډیر لنډیز سره رڼا واچوم!
ډاکتر کبیر ستوری د یو اولسی کرکټر خاوند انسان وه. ناسته او ولاړه ئې د یو ساده مګر باکر کټره پښتانه په شان وه. پدی مانا چې ده په خپلو حرکاتو او سکناتو کې ټول انسانی نزاکتونه مراعتول. له هغی ورځی چې ما له ده سره وپیژندل ، ناسته او ولاړه مې ورسره پیدا شوه او بلا خره دده لیکنی مې ولوستلی . نو داسی راته معلومه شوه چې دده په ویلو او لیکلو کې کاملآ ولسی دود او دستور مراعت شوی او اولسی خوائې نسبت نورو خواو ته درنه ښکاری. او ډاکتر کیبر ستوری پدی برخه کې د پښتو د اولسی ادب په برخه کې خپل دین او د پښتو د ژبی حق ادا کړی مثلآ دده په اثارو او لیکنو کې په پښتنی ژوندانه کې دیره ، حجره ، جرګه ، ټنک ټګور دا هغه څه دی چې د پښتنو په تیر او موجوده ژوندانه کې د پوره پام وړ دی . دا هغه څه دی چې د پښتون قام په تاریخ کې ځانته بیل ځای لری.
ډاکتر کبیر ستوری د پښتو ژبی اولسی ادب ته د قدر وړ خدمتونه کړی او د پښتو ژبی د قدامت په برخه کې ئې د خپل توان په اندازه هلی ځلی کړی . همدارنګه ده په ډیرو داسی عنوانونو لیکنی کړیدی چې د پښتو د ادب او کلتور په برخه کې خاص ځای لری پدی مانا چې نوموړی عنوانونه اصلآ د پښتنو په منیځ کې د اجتماعی قراردادونو مفهوم او موقیعت پیدا کړی.
لکه ! د پښنونولۍ فلسفی بنسټ ، دودونه یا نرخونه، سوله او روغه ، چغه . ننواتی او داسی نوری. دا هغه څه دې چې په پښتنو کې له ډیری پخوا زمانی نه تر دا اوسه پوری په پوره قوت سره پاللی ګیږی. ددی لپاره چې خپلی خبری راغبرګی کړم په اخر کې یو ځل بیا په سراحت سره ویلم شم چې ډاکتر کبیرستوری زمونږ د اوسنی نسل افغانانو مینځ کې د ډیر ښه ادبی او سیاسی موقیعت خاوند وه. چې الله پرودرګار دی په داسی شرایطو کې چې زمونږ هیواد او خلک داسی انسانانو ته سخت ضرورت لری په 4 . 4 . 2006 ع کال مونږ نه واخیست.

روح دی ښاد او یاد دی تازه وی .



يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

محمد عثمان « عمر » ساپی
پخوانی والي
Mohammad Osmaan Umar
Former Governeur of Paktia Afghanistan
- محمد عثمان عمر -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori