د لر او بر د پښتنو د بخت او هسک دغه ځلیدونکی ستوری د 2006 ع کال د اپریل د میاشتی په ځلورمه نېټه لدی فانۍ نړۍ څخه د تل له پاره سترګی پټی کړی.
آنالیه وانااله راجعون
دده مړینه ډیره بی وخته وه چې د هیواد او سمیی لپاره ستره تشه او تاوان دی. د پښتون قام مهم او ملی شخصیتونه تل ددی قام د تاریخ په ډیرو حساسو وختونو کې د دونیا نه تللی دی.
نن مونږ سره ارواښاد ستوری په جسمانی طور موجود ندی خو دی تل ژوندی دی دده نظرئی هدفونه، کړنی ، خاطرات، پوهنیزه، او ادبی پانګه زمونږ سره تل پاتی ده. روح دی ښاد وی.
ډاکتر کبیر ستوری د ژوند ټوله برخه پښتو پښتونولۍ د پښتون قامی وحدت ، وطن او د اولس خدمت ته وقف کړی وو. چې د پښتنو تاریخ کې یو ژوندی باب دی چې پښتانه به پری تر عمره ویاړی.ډیرو پښتنو ته ئې د سیاسی بیدارۍ لارښودلی او اولس تحریک ئې چلویې دی.