د پښتو او پښتنو د ملی قافلی سرکښ ، پیاوړی ، او ننګیالی ، زما د سیاسی او ټولنیز ژوند کلک ویاړلی ،خوږ او نژدی دوست او ملګری ډاکتر کبیر ستوری ددی فانی دنیا نه د ابدی دنیا په سفر وخوځیده.
انا لله و اناالیه راجعـون
د چا به پلار ، د چا بابا ، د چا کاکا ، د چا ماما به وی. خو ددی رشتی نه وروسته د دوستی انسانیت او پښتونولی د ټینګو مزو او تارونو په چوکاټ کې ما ته د هر څه نه را نژدی دوست او ملګری وی.
ملــګــریـــه: څښتن تعالی دی جنتونه په نصیب کړه .
خو ملګریه د جنت خاپیریو ته هم دا زیری ورکړه چې ستا ملګری به ستا د ملی مبارزی او قامی وحدت ترانه ژوندی او ځلانده ساتی.
ملګریه :
ســتـا ژونـــــد د پــښـتـنـو او پـښــتونــولـی خـــــزانـــه
د عـلـم او ټــــــولـنــیـز ژونــــد د لاری او مــنـزل ډیــوه
د پـت ، غـــیـــرت، ښـګــیـــــڼـــی او وفـــــا زمــــرمــــه
د پــښـتـنـو د ملی یـووالــی او قـومـی وحـدت ناره
او د پښتنو د خیر ، ابادې او سوکالی د پاره نرۍ د رنګــیــنــو نــه ډکــه او مــسـتـه وږمـــه وه.
د پښتونولی د ستر بڼ طوطی !
ته خو لاړی خو زه او زما ملګری په ایماندارې درسره دا ژمنه کوو چې ستا د پښتو او پښتونولی هڅی او د قومی وحدت ، د ملی ترانی او ناری څپی به د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د پښتنو زړونو او فکرونو ته وررسوه. د ډاکتر کبیر ستوری ژوند ته ځغلند نظر :
خدای بخلی ډاکـتر کـبیر ستوری د پښتو ژبې ملی منلی شاعـر، لـیـکـوال، څیړونکـی،ژورنالست او د پلوم سا پوه و. ښاغـلی ډوکـتور کـبیـر ستوری په هډ پښتون په ټبر میرداد خیل چې د پښتنو د یـوسـفـزو د پـرګـنې پـورې اړه لري.
ستوری د لعل محمد خان زوی او د بری پښتونخوا د کونړ د تنر په کلي کې پر 1321 هجری کال کې زيږیدلی دي.
ده خپله لومړنۍ زده کړه د خاص کونړ په لـومـړني ښوونځي او په کابل کې د رحمان بابا په لیسه کې او خپله لوړه زده کړه د جرمنی د فرانکفورت ، کولن او ماربورګ په پـوهـنـتـونـونـو کې د ساپـوهـنې په څانګه کې چې فلسفه سیاسي پوهنه او ټولنپوهنه ورسره مل وه سرتته رسولي ده. ســـتوری د پــــښــــــتـــنــوټـولـنــــیـزولسولــیـز ګوند د بــنـــســـټ ایــښودونـکــو مــخـکــښـانــو څـخـه دی.
د شاعرۍ په نړۍ کې د یوه پر مختللی ادبی بهیر پوری اړه لری چې مشر نماينده ئې د پښتو د اد ب پلار اجمل خټک دی. د پښتنو د یووالی ، خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره ده ته د باچا خان نظریو ژوند وربخلی دی.
ستوری د پښتو د یو ګڼ شمیر کتابونو مولف او لیکوال وه چې وائئ:
Mohammad Sherin Gerdeawal
Member of Central Committee of Pashtoons Social Democratic Party, Chairman of Pashtoons Culture Association (Cologne - Germany)