Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د ستوري د رڼا پلوشی



اَعوذبِالله مِنَ الشَیطِن الرَجِیمِ
بِسمِ اللهِ الرحمنِ الرَحیمِ

عزتمندو صدر نشینانو، ډیر ګرانو خويندو او ډیر پياوړو میړانو پښتنو وروڼو!
نن مونږ د کولن په ښار کې د يو ډیر عظیم پښتون په تلین کې راغونډ شوی یو او د هغه د عظمت او د مینی ثبوت دا دې چې پدې ملکونو کې دومره غونډې په مشکله راغونډیږې. نن د هغه په یاد کې چې په دومره ګڼ تعداد کې پښتنی خويندی راغلی دی او پښتانه حاضر شوی دی، نو د ټولو نه اول به زه د پښتونولۍ په لار کې د هغه په حق کې تاسو ټولو ته خواست وکړم چې لاس وچت کړی او د هغه په حق کې دوعا وکړۍ.
د ښاغلی ستوري د ژوند په هر اړخ باندې ډیرو ګڼو لیکوالو، نقادانو ، شاعرانو او پښتنو وروڼو خپلې رایی ظاهرې کړی. زه به مختصر دا خبره وکړم چې د ستوري د رڼا پلوشی په یولوری نه دی، د ژوند په هر لوری کی د هغه د رڼا پلوشی څرګندی دی. ستوری یو منلی صحافی ؤ، یو ډیر لوی مکفر او فلسفی ؤ ،ستر نقاد، لیکوال او ادیب ؤ او د ژوند په رموزو پوهه یو کوټلی شاعر ؤ. خو ددې هر څه نه زیات هغه د ژوندهدف لره او هغه هدف حاصلو ته ئې خپل ژوند ټول وقف کړی ؤ هغه وائی :

ډیــــوه د ذهـــــن بــــلـــه کـــړه هـــــدف طـــرف تـــه درومــــــه
هدف چې ژوند کې نه وی ژوندون مړاوی شی وچیږی


ستوری بې هدفه ژوند ، ژوند نه ګڼی. مونږ دلته کې د هغه په یاد کې راغونډ شوی یو.باید چې مونږه هر کس، هره خور او هر ورور د ځان محاسبه وکړو چې ایا مونږ هم د ژوند هدف ټاکلی دی؟ او که مونږ د ژوند هدف ټاکلی وی نو هغه څه دی؟. په ژوند کې د رزق لپاره منډی ترړی وهل او د سر سیوری پیدا کول، داد ژوند هدف نه دی.
د ستوری د ژوند هدف واضحه ؤ. د ستوری قام یو غاصب چې د شپږ زره میله نه راغلی ؤ، د هغه قام او د قام خاوره یي څلور ټوکړی کړه، هم په دې غرض باندی چې ددې قام د ملا تیر مات کړی، ددې مټی ماتی کړی او دده قوت د همیشه دلپاره ضایع کړی.
د ستوری په مخکې پښتون قام نه ؤ، پښتانه ؤ، څلور ټوکړی وی. که څوک دا وایی چې پښتون قام ! نو باید چې د هغه نه تپوس وشی چې تا کومی حصی ته قام وویو ، مثال یی ډیر واضحه او ښکاره دی چې ته د سړی سرته سړی نشی ويلی ، د سړی لاسو ته سړی نشی ویلی،د سړی ملا ته سړی نشی ویلی ، د سړی خپو ته سړی نشی ویلی چې دا ټول یو شی نو سړی به ورته وایی .
ستوری ته د ژوند دا هدف ښکاره ؤ او ددې طرف ته د هغه هلې ځلې وی. دا تقسیم چې ددې قام مټی ئې ماتی کړی دی چې د دغه تقسیم نه مخکی د پښتون / افغان تاریخ لولی، نو په دونیا کې ډیر سرلوړی تاریخ دی، د فخر وړ تاریخ دی، په سونو کاله ئې په ټول هندوستان حکومت کړی دی، په نیم ایران ئې حکومت کړی دی، په دی خپله خاوره باندی په سونو کاله حکمران پاتی شوی دی. د دی تقسیم نه پس پښتانه د ژوند په هر اړخ کې ډیر ورسته پاتی شوی دی. په تعلیم کې د ټولو نه ورستی دی، په اقتصاد کې د ټولو نه ورستی دی، په معاشرات کې د ټولو نه ورستی دی. هغه قام چې ټول هندوستان به د هغه لوری ته کتل چې افغانان به راځی او د هندوستان مسلی به حل کی ،نن هندوستان پخپل ځای ،ټول پنجاب هم نه، هغه ترقیافته پنجاب په هندوستان کې دی. نیم پنجاب او هغه پس مانده پنجاب، نن هغه پنجاب په ټولو پښتنو حکومت کوی او یواځی په دې صبر نه دی هغه افغانستان هم لاندی کی. د ربانی په وخت کې چی په افغانستان کی په کابل کی د پاکستان سفارت خانه وسوزول شوه. یو کس پکې مړ شو څه پکې زخمیان شول. زه په اسمبلۍ کې پاڅیدم او ما وویلی چې دا عمل د افغانانو نه دی، افغانان ډیر احسان منونکی خلک دی د هغوی تاریخ ښکاره دی،دا ستاسو د عمل ردی عمل دی. هندوستان ستاسو په مقابله کې زرمه حصه بوج ندی وړی، د هندوستان سره مینه ده، د هغه سره ښه تعلق دی، تاسو سر ه نفرت دی ولی؟ . د هغې وجه دا ده چې هندوستان د افغانانو سره د برابری په بنیاد تعلق ساتی. تاسو نه زه تپوس کوم چې تاسو د افغانستان سره څه کوۍ، پنځمه صوبه ئې جوړوۍ، فتح کوی یی او بیا ما ورته ویل چې تاسو ته د افغانستان او افغانانو تاریخ نه دی معلوم ، افغانستان داسی ملک دی چې ننوتل ورته اسان دی خو په افغانستان کې ټینګیدل که نا ممکن نه دی ،نو د ناممکن حده پورې ګران دی. د افغانانو تاریخ درته نه دی معلوم افغانانو/ پښتنو ته، ته شکست (ماتی)ورکولی شی خو په هغوۍ شکست تسلیمولی (منلی) نه شی. افغانان ،هندوستانی خپل سیال نه ګڼی. که د رزق لاس ئې نه رسی خو هندوستانی خپل سیال نه ګڼی. ستاسو چې کوم عمل دی د هغه ردی عمل به خامخا کیدو.
ستوری ته چې کوم حالات مخی ته پراته ؤ، څوارلس د بره سل کاله وشول چې قام او د قام خاوره څلور ټوکړۍ تقسیم پرته ده په مونږ کې لا دا حس نه شته دی، دا جذبه نشته ،دا مرام نشته، چې مونږ خپل قامی وحدت حاصل کړو .په دې هم سوچ نشته چې ایا زمونږ مستقبل څه دې به حیثیت د قام . انګریز دا تقسیم ولی کاوه، دا باید چې زه مختصر د هغې تشرح وکړم چې کومو خويندو او وروڼو ته دا تاریخ معلوم نه وی نو چې هغه په دې باندی واضحه شی. د صنعتی انقلاب نه مخکې که دونیا کی د زرو مرغۍ یادیدله، نو هغه برصغیر هند ؤ. په دونیا کې چې کوم ځای څوک طاقت ور شوی دی نو هغه دا کوشش کړی دی چې دا د زرو مرغۍ د هغه شی .خو د انګریز نه مخکې چې څومره حمله اور راغلی دی، د سکندر عظم نه واخله تر دی دمه دا ټول د پښتنو/ افغانانو په درو راغلی دی او د افغانانو/ پښتنو په خاوره چی څوک راغلی دی دوی ورسره په نره جنګیدلی دی. او لازمی خبره ده چې هغه فاتح اولنی کوشش به دا ؤ چې دوی کمزوری کړی ،دوی سپک کړی، دوۍ زلیل کړی. د انګریزانو نه مخکې مغلو په سونو کاله کوشش کړی ؤ چې افغانان سپک او زلیل کړی. خو دا خبره د یوه غاصیب په ذهن کې نه وه راغلی چې ددوې خاوره او دا قام تقسیم کړه، نو دا پخپله تبا شو. انګریز اولنی حمله ا ور دی چې دې برصغیر هند ته د جنوب نه راغلی دی .دې د سوداګر په جامه کې راغی د سمندر د لاری نه هندوستان ته . هغه، هغه دور ؤ چې د مغلو سلطنت په زوال ؤ او انګریزان د ایسټ انډیا کمپنۍ په نوم باندی راغلل بمبۍ، مدراس او کلکته کې ئې دفتری ئې کولاو کړی او د سوداګر د حیثیت نه په ټول هندوستان ئې قبضه وکړه .د پښتنو خاوری ته دوی په دی وجه راغلل چې په وسطی ایشا کې تزاری روس رامخکی شو، د انګریز سره دا فکر پیدا شو که تزاری روس نور راشی او مخ نیوی ئې ونشی نو زما د زرو مرغۍ ته به خطره پیښه شی. هغه ته هندوستان ډیر په اسانه په جولی کې پریوتی ؤ هغه وخت کې انګریز هم داسی قوت ؤ لکه نن چې امریکه ده، په دونیا هاوی ؤ. هغه په ډیره مستۍکې د پښتنو خاوری ته راغی. اولنۍ پالیسی یی Forward policy فارورډ پالیسی وه، د فارورډ پالیسۍ مطلب دا دې چې څوک درته نیغیږی وه یی چقوه په مخه ځه. ددی پالیسی تحت انګریزان تر دریا امو پوری لاړل. څنګه چې ما وویل چې پښتنو له ته شکست ورکولی شی خو په پښتنو ته شکست تسلیمولی (منلی) نه شی تا به راپرزولی ئې خو دی به درته وایی چی درپاڅم به که نه، هم ددې جذبی تحت په دوهم ژمی کې د شاهزاده اکبر خان په مشرۍ کې افغانان راپاڅیدل او د انګریزانو ۱۳۷۳۴ فوځیان یی سره د سفیر میکناټن او د الکزاندربرست په خورد کابل او بالاحصار کې قتل کړل. یو کس ډاکتر برایډن ئې پریښود او په آس ئې سپور کړ او جلال اباد ته ئې ولیږلو چې هتله بل جرنیل سیل خبر کړی چې بره هغه قوت ټول ختم شوی دی.
دې خبری انګریزانو ته ډیره لویه صدمه ورسوله. د هغه څوارلس زره فوځ یی ختم کړو، چا ختم کړو؟ نوم نشته. هغه چې څنګه د ټوپک او توری زور لرو داسی ئې د قلم زور هم لرو. هغه دا تجزیه وکړه چې په افغانانو کې دا مټی د چا دې؟ چې زما څوارلس زره فوځ ئې ختم کړو. دا خبر زه ځکه کوم چې هر پښتون افغان دې خو هر افغان پښتون نه دی. دا خبره وضاحت غواړی:ـ« زه چې اول دلته کې راغلی وم، ډاکتر کبیر ستوری دې خدای (ج ) وبخښی چې د هغې د ګوند اولنی کنونشن ؤ او زه ئې ورته راغوښتلی وم، نو په ګوند کې دا خبره وه چې ایا پښتون سوشل ډیموکراټیک پاړټی نوم کیدو او که افغان سوشل ډیموکراټیک پارټی نوم کیدو، نو ما ورته وویلی چې دې کې یو فرق دې چې هر پښتون افغان دې خو هر افغان پښتون نه دی.» انګریز چې دې تجزیی او نتیجی ته ورسید چې په افغانانو کی دا مټی د پښتنو دې نو دې اولنی غاصیب دې چې، ده د دې قام قوت په دې طریقه ختم کړو چې د پښتنو خاوره او قام ئې څلور ټوکړۍ کړو. د فارورډ Forward پالیسۍ نه پس د انګریز په ذهن کې خو دا وه چې د پښتون قوت مات کړی نو یوه بله پالیسی هغه قایمه کړه چې هغې ته سټیټیک Staticیا کنټینټ Containt پالیسی وائی د هغې مطلب دا ؤ چې یو کرښه راښکاګه د هغې نه لاندی ته خپل ځان سنبالوه او د هغی نه بره که هر څه کیږی ته پری غرض مه لره، دا پالیسی هم کامیابه نه شوه. نو که انګریز نه ورتلو، نو پښتنو د تورنګزو د حاجی صیب په مشری کې د مومندو نه غزاګانی کولی ، وزیر و او محسودو د فقیر ایپې په مشرۍکې د وزیریستان نه غزاګانی کولی، اپریدو په پبښور او چوڼی باندی حملی کولی، یوسفزو په امبیله باندی حملی کولی،نو دا پالیسی چې کامیابه نه شوه ددې نه پس دریمه پالیسی انګریز قایمه کړه، چې هغې ته دری غبرګی سرحد وائی چې انګریزی کې ورته تری فولډفرانټیر Three Fold Frontier وائی .سرحد یو ئې سرحد دری نه وی. د دې مقصد دا ؤ چې پښتون قام او د قام خاوره تقسیم کړی. انګریزانو اولنۍ کرښه په دریا امو راکښدله چې هغه هم بې نومه ده، د هغې نوم نشته،چې هغه انګریز اود تزاری روس په منځ کې سرحد ؤ. « د افغانستان چې کوم وفد ؤ د هغې مشری هم افغان نه کوله د هغې مشری هم سایمن انګریز کوله،چی په سایمن کمیشن باندی مشهور دی .» بله کرښه ئې د ډیورنډ کرښه راښکدله، دا په هغه وخت کې چې چا راښکدله، نو دا سرحد نه ؤ، دا ئې صرف د دې تقسیم لپاره راښکدله.
د انګریزانو په وخت چې چا دا کرښه راکښلی وه، د هغه په وخت کې د سړک نه علاوه خو ددې هډو سوال نه پیدا کیدوچی د ډیورنډ د کرښی نه بره افغانان ښکته راځی او که د ښکته نه افغانان بره ځی. په سړک باندی هم په پاسپورټ او ویزه باندی څوک نه تلل. په ریډ پاس به تلل .نو که سرحد وی په هغی باندې به په پاسپورټ او په ویزه ځی، نو دا سرحد نه ؤ.
دریمه کرښه هغه د ډيورند د کرښی نه لاندی وهچی . هغه کرښه دبرټیش انډیا ورته وائی او که حکومت هند ورته وائی د هغه سرحد ؤ. چې د هغې کرښی او د ډیورند د کرښی په منځ کې، دا ئې قبایل کړل . د هندوستان سرحدی قواوی چې هغې ته فرانټیر کور Frontier Core او فرانټیر کنسټیبلری Frontier Constabulary وائی چې هغه سرحدی قواوی دی د هغې څوکۍ هم د هغه کرښی نه بره قبایلو کی نشته،د ډیورند د کرښی سره نشته. هغه د حکومت هند سرحد ؤ.کوم قوت چې دا کرښی ئې راښکدلی ددغې قوت په تصور کې هم دا نه وه چې ۴ ۵کاله بعد به یو نوی ملک د پاکستان په نوم وجود ته راځی او هغه به بیا دا کوشش کوی چې د ډیورند کر ښه زما سرحد دی. چې چا دا کرښی راښکدلی، لکه څنګه چی ما مخکی وویل د هغه په تصور کې هم نه شوه راتللی چې د ډیورند کرښه به سرحد کیږی. نن تاسو دی ته وګورۍ یو پاکستان دی ،هندوستان تری فریادکوی چې د پاکستان نه فسادګر راځی، دهشتکر راځی او زمونږ په خاوره کې فساد کوی. نو فریاد هندوستان کوی او په لائن اف کنټرول کشمیر سره هندوستان باډ لګوۍ او پاکستان چې د چا نه فریاد کیږی هغه پری اعتراض کوی، هغه وائی چې هندوستان زیاتی کوی دا د بین الاقوام(دملګرو ملتونو) د قانون نه خلاف کوی او دا وائی چې لائن اف کنټرول یو قام جدا کړی دی د یو قوم په منځ کې دی، دا یو قوم جدا کوی .هم یو ملک پاکستان دی مغرب ته افغانستان فریاد کوی چې د پاکستان نه دهشتکر راځی او زمونږ په ملک کې فساد کوی نو فریاد افغانستان کوی او باډ پاکستان لګوۍ، هلته کې فریاد هندوستان کوی او باډ هم هندوستان لګوی او پاکستان پری اعتراض کوی. دلته کې فریاد افغانستان کوی او باډ پاکستان لګوی. منطق صرف دا دې چې پاکستان په هر صورت کوشش کوی چې د ډیورند کرښه د هغې بین الاقومی سرحد شی. لیکن دا ورسره هغه حکومت هم نده منلی چې په پېښور کې پاکستانی وزیر اعظم نوازشریف په صدارت کې د افغانستان لپاره حکومت جوړ شو، صبغت الله مجددی ئې صدر شو او دری میاشتی پس به بیا ربانی صدر کیدو. طالبان چې د پاکستان د ائی اس ائی په مشرۍ کې تربیه کړل او افغانستان ته ئې ولیږل، هغه طالبانو هم ورسره نده منلی. نن به ئې حامدکرزی څنګه منی. یو پښتون هم د ډیورند کرښه بین الاقوامی سرحد نشی منلی .
پاکستان وائی چې کشمیریان یو قوم دی او دی کې لاین اف کنټرول یو قوم جدا کړی دی، دی کی باډ لګول جرم دی. نو د ډیورند کرښی خو یو قام نه ، بلکی یو، یو خاندان ئې جدا کړی دی او دلته کې پاکستان چې کوم دی باډ لګوی خو ددی خپل وجوهات هم دی .
نن تاسو وګورۍ څوارلس د بره سل کاله وشول مونږ په حیثیت د قام وجود نلرو، تقسیم پراته یو ،خاوره مو تقسیم ده، ایا مونږ کې دا جذبه شته، دا احساس را پکې شته، چې مونږ یو قام یو او چا تقسیم کړی یو. ایا زمونږ مستقبل په دې تقسیم حالت کې شته او که نشته، نو بیا مونږ د اتحادلپاره څه کوو. نن هم زمونږ د موجوده افغانستان د پارلمان پښتانه غړې چې سیاسی ژوند ئې تیر کړی دی نن د پارلمان غړی دی،نن هغه مونږ ته وائی د ډیورند د کرښی لاندې پښتنو ته وائی ، زمونږ یو ملګری اقبال اپریدی ته ئې ویلی ؤ که تاسو د وحدت خبره کوۍ نو که دلته کې یو غورځنګ جوړ کړۍ او بیا د وحدت خبره کوۍ نو ښه ده او که دلته کې غورځنګ نه وی چې تاسو دا خبره کوی نو هغه وائی چې مونږ ته تاوان دی. جلال اباد کې د باچاخان کلیزه کې زه حاضر وم هغه ممبر ناست ؤ ما وویل چې زه تپوس کوم چې که انګریزانو دا عمل د ټول پښتون/افغان قوم سره کړی دی او که د ډیورند د لاندې افغانانو سره یی کړی دی؟ که د ټول پښتون/افغان قام سره ئې کړی وی
نو بیا خو به جنبش غواړی، غورځنګ به غواړی ،خو په ټولو پښتنو کې به غورځنګ پیدا کول غواړی. د ډیورند د کرښی نه بره زمونږ وروڼه نن هم په دی ذهن کې سوچ کوی چې د ډیورند خبره راځی نو هغوې زمونږ سره احسان کوی نو ما ورته وويلی چې دا عمل یوازی مونږ سره ندی شوی دا خو د ټول پښتون /افغان قوم سره شوی دی .یو طرف ته نن هم د پښتنو د پارلمان د غړو د سیاسی کسانو دا ذهن دی، بل طرف ته د مزار شریف ګورنر عطا محمد نور یو څو میاشتی کیږی چې د هغه بیان راغلی ؤ او غونډې ته ئې خطاب کړی ؤ هغی کی یی ویلی ؤچې د افغانستان مسلی یا کشالی دا په دې وجه دی چې افغانستان د ډیورند کرښه بین الاقومی سرحد نه تسلیموی (منی)او باید چې افغانستان دا کرښه بین الاقومی سرحد تسیلم کړی. ما پېښور کې اخبارونو ته بیان ورکړو چې زه عطامحمد نور ته وایم چې که پښتانه یو شی قومی وحدت حاصل کړی نو عطا محمد نور صیب ستا وزن به دې نه هم یو په لس زیات شی ته ولی دا کوشش کوی چې پښتانه دی مستقل (تل لپاره)تقسیم شی. دې حالاتو کې نن تاسو ته دا کشاله در پیښه ده.
کبیر ستوری دې خدای ( ج ) وبخښی هغه خو خپل ټول ژوند دې ته وقف کړی ؤ چې قومی وحدت حاصل شی. زه ددې ذهن یم د سکول د وخته نه دا خبره کوم چې تر څوپورې پښتنو قامی وحدت نه ئې حاصل کړی، قام نه وی، وجود د قام نه ئې ، مخکې به څنګه ځی، ترقی به څنګه کوی، څوک به ترقی کوی، که دا احساس پیدا نه شی.
لکه څنګه چی ما مخکی عرض وکړوچی کبیر ستوری خو د ژوند هدف لرو هغه ورته واضحه ؤ، ایا مونږ چې دلته کې ناست یو، زمونږ دا خويندی ناستی دې مونږ په دې غور کړی دی، مونږ د ژوند هدف ټاکلی دی او که د ژوند هدف مو نه ئې ټاکلی نو بیا ایا دا ژوند ژوند دی، صرف دا چې خوراک اوڅښاک اود سر سیوری دی. دا خو ځناور هم کوې هرې شنی ته ځان رسوی.
درنوپښتنو! نن د دې خبری د ټولونه زیات اهمیت راغلی دی چې په کومه لاره کبیر ستوری روان ؤ، نن باید چې د هغه څه احترام زمونږ په زړه کې ئې نو چې دې ته ځان واضحه کړو چې يوازی دا نه چې د هغه قام څوارلس د بره سل کاله وشول او مونږ وحدت حاصل نه کړو خو نن زه د څوکاله نه دا خبره کوم چې زمونږ دا منطقه په دې حالت نه پاتی کیږی ،دی کې بدلون راروان دی ما به دې نه مخکې ويل چې زما هغه سیاسی شعور ماته دا وائی چې دې کې بدلون را روان دې خو زه په دلیل دا نشم ويلی چې څنګ را روان دی. خو اوس چې افغانستان ته د امریکی او د نیټوNato پوځونه راغلل زه اوس دا خبره کوم چې دا د هغه بدلون اولنی قدم دی اولنی اغاز دی . نو چې دلته کې، سبا له په دې منطقه کې بدلون راځی نو قامونه به د قامونو په حیث د خپل حق غوښتنه کوی ، مطالبه به کوی، نو زمونږ قامی وجود نشته دی، زمونږ قامی خوله نشته دی، زمونږ د حق مطالبه به څوک کوی.
دا چې اوس د امریکی سره د پښتنو دا تصادم (ټکر)راغی زه دا هم وايم چې دا په دې راغی چې د پښتنو یو منلی خوله، یو وجود نشته که دا منلی خوله وی او یو وجود وای نو زمونږ او د امریکی د تصادم سوال نه پیدا کیږی. زمونږ او د هغې د مفاداتو ټکر نشته تضاد نشته. امریکانیان د ی منطقی ته د سپریم پاور د مفاداتو لپاره راغلی دی. هغه د چین مخ نیوی کوی او د وسطی ایشیا منابع په خپل تصرف کې راولی. مونږه نه ددې مطالبه کولی شو او نه دا توان لرو چې د هغه سره زمونږ تصادم راشی. مونږ د زیات نه زیات خپل قامی وحدت غواړو او چې زمونږ قامی وحدت حاصل شی نو دا د امریکی په مفاداتو کې هم راځی، ځکه چې تر څو پورې په دې منطقه کې امن نه ئې راغلی نو دا مسلی نه حل کیږی دا به هله حل کیږی چې دلته کې امن راشی او امن ظاهره خبره ده چې یو وجود تا په منځ نیم کړی وی د هغه وینه هیڅ کله نشی بندیدلی تر څو پوری چې هغه تا ګنډلی نه وی نو چې د پښتنو وحدت نه وی، نو امن به نه وی. زمونږه بدقسمتی ده چې امریکه راتلله د طالبانو حکومت ؤ، طالبان خو یقنی خبره دا ده چې هغه قوتونو راوچت کړی ؤ چې په شاه ئې دا امریکه وه .چې امریکه ئې په شاه نه وی، زه په یقین باندی ویلی شم چې سعودی عربستان هیڅ چیری د طالبانو حکومت نشو تسلیمولی(په رسمیت پیژندلی).پاکستان هیڅ چیری نه شو تسلیمولی(په رسمیت پیژندلی).
د بینظیری په وخت کی د جنرال بابر هیڅ چیری دا ډیپټی (دنده) نه شوه لګیدلی چې هغه دې طالبان منظم کړی او د ای اس ای په سرکردګی کی دې ولیږی.
په اول سر کې یی په شاه باندې امریکه هم وه، وروسته چې د طالب دا عمل راغی نو هغې تری خپی ویستی او طالب چې چونکی د طالب ذهن لرلو هغه ویلی چې اسامه بن لادن زمونږ میلمه دې ، القاعده والا زمونږ میلمانه دي. خو ډیره ظاهر خبره دې خو چې که اسامه بن لادن تاسو راغوښتلی ئې، تاسو دعوت ورلیږی وی ،تاسو منظم کړی وی، تاسو ورله پیسی او اسحله ورکړی وی، نو بیا خو ستاسو میلمه دی ټیک ده، د پښتونولی لار دا ده چې میلمه په اسانه نه ورکوی. که القاعده والا، د عرب ملکونو نه تاسو راوستلی وی او دلته کې مو منظم کړی وی دا خو ستاسو میلمانه دی خو که دا د امریکی سی ائی ای والا راوستلی او هغې منظم کړی وی نو ستاسی میلمه د کوم ځای نه راغی او بیا خو طالب ،طالب ؤ .په دې هم نه ؤ پوه چې زه ددی قوت سره ټکر اخلم ایا زه د دې قوت دټکر جوګه یم.
تاسو وګورۍ مختصره خبره ده، شمالی اتحاد والا هم شرعیت غوښتو، طالبانو هم شرعیت غوښتو، شرعیت خو یو دی شرعیت کې خو تور او سپین نشه .امریکی ته دلته کې ضرورت ؤ امریکی ته وسله ورکول ، ډالر ورکول دومره څه ګران نه ؤ، هغې ته چې مشکل ؤ هغه دا ؤ چې امریکی ته د امریکنی تابوت لاړ نه شی. نو د هغه دا پالیسی وه چې ډالر به زه ورکوم، وسله به زه ورکوم ،خو چی څوک مخکی شی او دا مقاصد حل کړی. چونکی شمالی اتحاد کې اتفاق ؤ، پښتنو کې نشته، شمالی اتحاد یو ؤ د هغې یوه خوله وه، د پښتنو مشترکه خوله نه وه، نتیجه دا شوه چې دلته کې د امریکی د قوت سره د طالبانو تصادم راغی .طالبانو ځانته پښتانه، نه ویلی، خو پښتانه خو ؤ. افغانستان د مشرقی او جنوبی حصو په کوم ځای کې چې پښتانه ؤ امریکی په هغه ځای بمباری وکړه زنانه پکې مړی شوی، ماشومان پکې مړه شول، فوځ کشی ئې وکړه په هغه کې خلک مړه شول . هغه نفرت نور هم زیات شو، یانی زمونږ او د هغی د تصادم څه حق نه شته او خبره زمونږ غاړی ته راغله دا په دې وجه چې زمونږ قامی وجود نشته، قامی خوله زمونږ نشته.
زه تاسو ته خاصکر د ملک نه بهر زمونږه پښتانو وروڼو ته چې دلته کې اوسیږی په یورپ کې، په امریکه کې په نورو ملکونو کې اوسیږی وایم چې ستاسو د ټولو نه زیاته ذمه واری نن راځی، ستاسو حیثیت د قام د سفیرانو دی تاسو چې دلته کې په فوټ پاټ خبره وکړۍ هغه ټولی دونیا ته رسیږی هلته کې چې سل تنه مړه کړی د هغې خبر په عمل کې هم نه رسیږی د دونیا خو سوال نه پیدا کیږی. نو زه دلته کې دستوری د تلین په دې موقعه باندی د PSDPدی مشرانو ته وایم چې په تاسو ډیره ذمه واری راځی، دا ملګری چی دا مخامخ ناست دی اقبال راته مخامخ ناست دی دا نور ملګری ناست دی هغې ته وایم چې تاسو د ټولو دا ذمه واری راځی چې دا کوم ګوند جوړ دی دا کوم تنظم جوړ دی دې ډیر لوی کار یی کړی دی چې دا درنه منتشر نشی. زه همیشه خپلو ملګرو سره دا خبره کوم یو مثال پیش کوم زمونږ په علاقه کې د یو سړی ځوی زلمی شو نو پلار ته یې وویلی چې اوس ماته واده پکار دی هغه ورته وویلی چې واده خو به درله کوم ځکه چې زلمی ئې لږ صبر وکړه، هغه ورته وویلی که زه ډیر صبر وکړم نو د قضا ماسپښين پوری به ئې وکړم. نو زمونږ پښتانه خواول تنظیم نه جوړۍ ځکه چې پښتنو کې ټول مشران دی، کشر پکې نشته. خو چې کله تنظیم جوړ کړی بیا ئې ورانولو ته د قضا ماسپخین پورې صبر نه کوی. نو زه دوی ته دا هم وایم چې مهربانی وکړۍ چی دا تنظیم درنه وران نشی . دې مشرانو ته ما د هغې ځای نه هم ټلیفونونه کړی ؤ. چې تاسو ته زه دا خواست کوم چې د ستوری په مشرۍ کې تاسو ډیر لوی کار کړی ؤ او دې ګوند ډیر زیات خدمات پښتنو ته کړی ، دا تنظیم درنه وران نه شی دا نور مضبوط کړی، نور ئې پیاوړی کړی او دا د برطانیی نه ډاکتر مجید راغلی دی زمونږ ورور یوسفزی راغلی دی فضل ربی خان راغلی دی ، دې ته دا خواصت کوم چې هلته کې دا ستاسو فرض راځی تاسو نن ددې قام مطالب چې څومره مخکې کولای شی دا ستاسو قام یی هلته کې نشی مخکې کولای تاسو باندی دا فرض راځی چې دې ته لاره هوار کړی.
یویشتمه صدۍ شروع شوه، د دونیا په قامونو کې ستاسو دا فرض جوړیږی چې پښتانه په حیثیت د یو قام راشی. په ۲۰۰۱ع کال کې ما د دې څلور واړه حصو د ټولو پښتنو جرګه راغوښتله، نو پارټۍ په ما باندې دا ذمه واری لګولی وه چې د ې مشرانو ته به دعوت نامی په خپل لاس ته ورکوی. قاضی حسین احمد مشر ورور ډاکتر عتیق الرحمن ماته وویل چې زه به ډوډۍ وکړم ته به د سوات نه راشی قاضی حسین احمد به د لاهور نه راشی نو مونږ کیناستو نو لازمی خبره ده چې قاضی حسین احمد به دا ویل چې اسلامی امه، ما ورته دا وویل چې قاضی صیب تا ته دا چا ویلی دی چې مسلمان وی د اسلامی امه خبره به نه کوی. خو زه تانه دا تپوس کوم چې ته اسلامی امه ته په کوم نوم باندې ورځی، مصری به د مصری په نوم ورځی، شامی به د شامی په نوم ورځی، سعودي به د سعودي په نوم ورځی، اردونی به د اردونې په نوم ورځی، ته په کوم نوم ورځی؟ اول مهربانی وکړه خپل قامی وجود پیدا که بیا خو لازمی خبره ده چې مسلمان ئې اسلامی امه طرف ته به ورځی.
زمونږ سوات مخکی ریاست ؤ دهغه د والی ځوی اورنګزیب،چی په هغه وخت کی ولیعهدوو او ګونر هم پاتی شوی دی چی کله هغه ما سره يو ځای شی نو سمدستی وائی چې ته اول خپل خاندان جوړ کړه بیا به ټول قام ورسته یو کې . دا چې څومره بې اتفاقی دی،دې طرف نه ډډه کول غواړی. اتحاد طرف ته،یو کیدلو طرف ته مخه کول غواړی . که تاسو خیال وکړی دا پښتون چې د پردی څومره پیټی وړی د هغه چې څومره ناروا وړی، د خپل تره د ځوی اف قدر نه برداشت کوی او که د ډیر تعلیم یافته کسانو نه دې تپوس وکړو چې تربور څه ته وائی زما په خیال په سلو کې به یو تن هم درته دا ونه وائې چې د تره بور، نو ځکه تربور دی هغه به وايی چې دشمن ته وائی. چې ته اولنی شاخ کټ کوی نو هغه ونه به څنګه څانګه کوی
ستوری دی خدای ( ج ) وبخښی هغې په دې حالت کې پښتون ازاد نه ګڼو غلام ئې ګڼو او هغه وائی :


امـید د هــدف سـاه ده پـه امـــیـد بـانــدی ژونـــــــدی دی
امید د «سـتوری» شـتـه دی چې په پښتون به ازادیـږی



زما دا یقین دې چې په کومه ورځ پښتنو خپل قامی وحدت حاصل کړو بیا ددې سوال نه پیدا کیږی چې په پښتنو باندی یانی څوک ئې لاندی کړی زه د کالج د وخت نه دا وایم چې پښتون په حیثیت د فرد د دونیا د کوم قام سره په مقابله کې واچوی چې مخکې نه ځی شاه ته به نه پاتی کیږی. خو ګټی قام کولای شی ،ګټی افراد نشی کولی. افراد کارنامی کولی شی، که افرادو ګټی کولی شوای نو زه بیا د دی عقیدی یم چې سره به د حضرت حسین (رض) به نه وی پری شوی. سر به د یزید پری شوی ؤ ځکه یوازی دا نه چې حضرت حسین (رض) د خدای ( ج )د نازولی پیغمبر( ص ) لمسی ؤ، خو ټول په دې متفق دې چې په حقه ؤ، په حقه هم ؤ، د پیغبر ( ص ) لمسی ؤ خو چونکی قام د یزید سره ولاړ ؤ سر د حسین(رض) پری کړی شو، نو که دا حالات وی زمونږ ،نو دا پس مانده ګی، دا بې علمی، دا جاهلیت، دا بې کوری، به زمونږ په برخه ئې .
نو زه هغه خپل ورور چې د افغانستان د پارلمان غړی دی هغه ته وایم چې وروره سره د دغی پوهی، سره د دغه سیاست چې تا کړی دی زه دا ستا خبره منم چې بې غیر د غورځنګ نه مطلب نه حاصیږی خودا غورځنګ به ټول افغانان /پښتانه پیدا کوی نو هله به کیږی یواځی د ډیورند د کرښی نه لاندی پښتانه چې کوم دی د دې په غورځنګ به نه کیږی.

تاسو نه ډیره شکریا ډیره مننه سلام علیکم



يادونه : دا وینا د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې ده.

محمد افضل خان (خان لالا)
د پښتون قامی وحدت ستر لارښود،د پښتنو سیاسی او روحانی مشر،نامتو لیکوال او د ANP مشر
Mohammad Afzal Khan Lala
Political Leader of Pashtoons, ANP Leader, Prominent and Talented Writer, Great and Honest Political Visionary for Pashtoons Unity
- محمد افضل خان ( خان لالا) -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori