Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د ډاکتر کبیر ستوري

د لیکلو اثارو فرهنګي ارزښت

تر ټولو دمخه بايد لږ تر لږه ووايم، چې ارواښاد دوكتور كبير ستورى څوك و؟
ارواښاد ډوكتور كبير ستورى د لعل محمد خان زوى، چې د پښتنو قومونو په لوى ښاخ يوسفزو د ميرداد خېل څانګې پورې اړه لرله، چې په 17/1/1321 هـ ل كال يې د خاص كونړ د سيمې په تنر كلي كې دنيا ته سترګې وغړولې. ارواښاد لومړنۍ زده كړې په خاص كونړ، منځنۍ زده كړې د كابل په رحمان بابا لېسه كې او لوړې زده كړې يې د جرمني د فرانكفورټ، كولن او ماربورګ په پوهنتونونو كې سرته ورسولې. نوموړي د خپلو لوړو زده كړو كړۍ د ساپوهنې، فسلفې، سياسي پوهنې او د ټولنپوهنې په علومو راچاپېر كړه.
د يادو شوو علمي زده كړو ترڅنګ يې د فرهنګ په ډګر كې د سالارۍ بېرغ هم له لاسه نه دى غورځولى، چې ژوندۍ بېلګې يې د شعري ټولګو لكه (سندريز پېغام، خوږې مسرې، ژوندي خيالونه) او نور علمي او تحقيقاتي څېړنې په ليكلي ډول په ميراث راپاتې دي.ستورى صيب علاوه پردې، چې د اجتماعي، سياسي، فلسفي او فرهنګي ژوند هراړخيزه نمونه وه، د پښتو ادب او فرهنګ د اسمان ځلانده ستورى هم و. ارواښاد ستوري صيب د يوه اديب او فرهنګي په بڼه د جلا مكتب څښتن و او د شعر استعدادو ته يې خپل تحليل او مانا درلوده.
هغه په دې عقيده و، چې "شعر د انسان هغه ارزوګانې دي، چې د نامساعدو شاريطو له امله په لاشعور كې ځاى نيسي، هغه ارزوګانې چې د ټولنې د دود او دستور له خوا په سزا رسېږي او د ټولنې د دود او دستور له سنګساره د تخيل كورګي ته چې يوه مجازي يا غير حقيقي دنيا ده، فنا وړي او هلته تر هغه اوسېږي، چې ترڅو يې د پوره كېدو لپاره مناسبه زمينه برابره شي يانې تخيل د تړل شوو او نارسېدلو ارزوګانو كورګى بولي. ددې په دوام وايي: كله چې د مينې په بدرګه، چې د ښكلا مور ده احساسات او جذبات چې د حقيقي نړۍ سره اړيكې لري، له تخيل سره يوځاى شي، نو شړل شوې ارزوګانې رښتيانۍ نړۍ ته لار پيدا كوي او په جراْت سره تړل شوې هيلې عملي ميدان ته د كلام په بڼه، چې شعر ورته وايي، راوځي."
كه څه هم د عوامو انګېرنه د شعر او شاعر په هكله جدا بڼه لري او په دې لوى فلسفي هينداره كې فقط د شهواني ذوق د خړوب تصوير ورته ښكاري او نور هېڅ نه ويني، ارواښاد شاعر "ستورى" صيب په دې اړه ددغه تعبير ډېر ښه تفسير كړى دى او وايي:

دا فـــلـــســـفـی وايــي مـلـــګـــرو هـــر انــــســـان مـئــيـــن دى
څـــوك په پــېــسو بانـدې مئين څوك په جانان مئين دى

د هر چا خپل كار دى چې مينې ته څنـګ رنـګ وركـــوي
ستورى په قام، وطن، پښتو او په ايــمـــان مـــئـــيـــن دى


همدا شان ستورى صيب د خپل غني او پُرمامور كلتور څرګندونه په داسې يوه انداز كې كوي، چې له بېګانه دود او دستور سره د خپل طبيعت جوړښت ناممكن بولي او وايي:

هـــــم بــــګــــــــتــــۍ او هــــــــم ټــــپـــه او هــــم بـــدلـــه يــــمــــه
د نـــــوي ژونــــــد د نــــــوي فـــــن نــــــوې ســـــنـــدره يـــــمــــه

زه په پردي رباب كـې نــه راځـــم پـــردې يـــې شـــلــېـــږي
د خپل رباب، خـپلې شـــپــېــلـۍ غـــږ ســــره مـــلـــه يــمــه


هغه يو نقل، چې وايي )وروري به كوو خو حساب ترمنځ( ښاغلي ارواښاد ستوري صيب يو وار بيا په خپل كلام كې يه يووالي، اتفاق، اتحاد او په عين وخت كې د انصاف او عدالت غږ كړى دى او داسې وايي:
زمـوږ مـــلـــك د ګــــــڼ قــــامــــونــــو شــــريــــك كــــور دى
په دې مـــلـــك كـــې هـــر يــــو قــــام د بــــل قــــام ورور دى

د خـــپل شــمـــېــر پـــه كـــچ حـــق هـــر قـــام تـــه پـــكـــار دى
هـــــســـې نــــه چـــې د يــــوه تــــش د بــــل ډك شـــكـــور دى


ستوري صيب سره له دې، چې خلك يووالي ته راوبولي، د يوه سياسي رغنده نظر خاوند و. هغه غوښتل، چې د نړۍ د نورو قومونو، نژادونو او مدني ولسونو په قطار كې خپل پښتون ولس ودروي او د اوږدې نيستۍ او ناروا حكمروايۍ څخه يې وژغوري، چې د خپل ارمان دغه پېغام خپل ولس ته داسې وړاندې كوي او وايي:

په ډګــر د قامـولۍ كې پښتون هـلــه ســيــالـــي كـــړاى شي
چې راټـول، ټول په پښتو شي خوځـښـتونـه راپـيــدا كړي

كـــور زمــوږ واك يــې پــردى دى دا ترڅو به وي تر كومه؟
غـېرت څه شو چې خپل واك او خپل حقونه راپيدا كړي


هغه ددې لپاره، چې خپل ولس د ارتقاء لوړ پوړ ته وخېژوي، د ملي مبارزې پرته يې په عملي ډګركې هم كوټلي ګامونه اخيستي وو. ارواښاد په جرمني كې د سوشل ډيموكريټ ګوند بنسټ ايښودونكى و او غوښتل يې، چې ددې سياسي مكتب د لارې به د خپل ولس خپلواكي، حقداري، سوكالي او ترقي په لاس راوړي او همدا شان يې دخپل ولس د ارتقا په غرض د نورو سازمانونو سره هم اوږه په اوږه د خپلې ونډې بار اوچت كړى دى لكه د پښتو عالمي كانفرنس، پښتو عالمي كانوانسيون، پښتو عالمي كانګرس، د پښتنو قامي جرګه، د ډيورنډ د كرښې سيمينار او نورو بې شمېره ناستو او جرګو ګډونوال و، چې د پرېكړو او قطع نامو چيغه او د حق غوښتنه يې د نړۍ د هر قشر چارواكيو غوږ ته رسولې او په زغرده يې د خپل ولس د حق غوښتنه كړې ده.
نوموړي خپله مبارزه د زنځير د حلقو په بڼه يو له بل سره تړلي او جاري ساتلې وه. ارواښاد د خپل هدف ته د رسېدو لپاره تل له يوې لارې څخه استفاده نه كوله، بلكې هغه يو هنري مدبر و، چې غوښتل يې په يو نه يو ډول به په خپل مرام سوبمن شي، نو په دې بنياد يې د پښتو ادب او فرهنګ په ډګر كې هم لاسونه بډ وهلي وو او ښه په درز كې يې د خپل منظوم كلام قافله يواځې دا نه، چې نه وه ودرولې، بلكې څپانده يې ساتلې وه او همدا شان ې مرام ته د رسېدو لپاره د پلان نقشه هراړخيزه وه او ډېر تدبيرونه پكې نغښتي وو. لكه چې وايي:

د هـــــــــدف لــــــــــپــــاره لارې پـــــــه ډېـــــر غـــــــور لــــــټــــوه
لار دپــــاره خــــــپــل هــــــدف هــــېـــڅ وخـــت مـــه بــــدلــوه

كـــه د ســــــتـــوري ســـلا اورې عـــمـــلـــي لار ونـــــيــــســـه
كــــــــه لـــــــنــــډه لاره نـــــــــه وي پــــــــه اوږده لاره ورځــــــــه


د ستوري صيب د فرهنګي اثارو پېغام او هدف ډېر زيات كوټلى دى، په روانه او ساده ژبه شاعري لري، چې د فصاحت نمونه يې ګڼلى شو.د نظم فورم يې څو ډولونه لري، خو زياته برخه يې د غزل په فورم كې بشپړه شوې ده، پېچلې استعارې كنايې او تشبيهات نه لري، نژدې هر لوستونكى ترې په اسانۍ سره مطلب اخيستى شي. دا يې تر ټولو ښه ځانګړنه ده. د فرهنګي اثارو بل هنري ارزښت يې دا دى، چې :اشعار يې د پېغام له مخې د حماسې، فلسفې، عشقي، اجتماعي او كلتوري يا ولسي بڼه لري او ټولو اړخونو ته شاملېږي. د ارواښاد پر شعري اثارو د ځغلنده كتنې دا لړۍ د نوموړي په دې كلام رانغاړم، چې وايي:

مــــــــرګ د يــــــــــار كـــــــــور تـــــــــه ورتـــــــلـــل دي
كــــــه د يـــــــار ځــــــيــــــــــنــــــــــــې رخــــصـــــت دى

ځــــــم لـــــه ســـــتــــوري يــــــــې پــــــــوښــــتــــــــمـــه
مــــــــرګ ســـــــــكـــــــــــــون كــــــــه حـــــركـــــــت دى


يادښت : دا ليكنه د 2007ع کال د اپريل د مياشتی په څلورمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په نمانځغونډه كې، چې د كونړ مېشتو فرهنګيانو په نوښت د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد كې جوړه شوې وه، اورول شوې ده.


عرفان الله کوټوال
شاعر، ليكوال، د دوه میاشتنۍ « ستوری » مجلی مسوول مدير
Irfanullah Kotwal
Writer, Poet, Chief Editor of "Stori" Bi-monthly Magazine
- عرفان الله کوټوال -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori