Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د ستوري اخری چغه

پښـتونه! پښـتو ټــيـنـګـه كـړه

زه او ډاكتر كبير جان ستورى په يو كال د دولسم ټولكي نه فارغ شو او په 1964م كال د ستمبر د مياشتې په څلورمه ورځ چې د 1343هـ ش كال د وږي د مياشتې له 13 نېټې سره سمون خوري، د كابل نه د جرمني په لور روان شو. شپه مو د بيروت په ښار كې د مديتراني بحيرې په غاړه د الكازار په هوټل كې تېره كړه، چې ددې هوټل او د بيروت د ښار د ډېرو ښكلو ماڼيو په ليدلو سره كبير جان په سوچونو كې لاړو او ماته رانزدې شو او څه پټ شانتې يې راته وويل:" دلته خلك د ښه ژوند نه برخورداره دي او زموږ خلك د نادارۍ نه ښه ورځ نه لري. څه بايد وشي؟".
ما ځواب وركړ، چې كبير جانه دا موږ چې اروپا ته روان يو، ددې دپاره ځو چې كله بېرته راستانه شو، نو ددغه بې وزلو او نادارو خلكو خدمت ته به بيا ملا تړو. په جرمني كې د ميونخ ښار ته نزدې موږ د ژبې كورس ويلو، چې يوه ورځ د ميونخ په ښار كې موږ ګرځېدلو، نو ده راته بيا په خبرو پيل وكړ، چې وينې په دې ښار كې خو د نړۍ د ګوټ ګوټ نه د هر قوم خلك شته دى، خو زموږ د څو كسو پرته نور پښتانه خو دلته نشته. دا بهرنيان ډېر په وياړ سره دلته ګرځي او د يو قامي هويت لرونكي دي، خو موږ او تاسې څوك پېژني هم نه. د همدغه 1964ع كال په پاى كې موږ يوه هيله پاڼه ترتيب كړه او له افغاني مقاماتو څخه مو هيله وكړه، چې موږ ته د افغاني محصلينو د ټولنې د جوړولو اجازه راكړي.
هغه مهال په "بن" كې خداى بښلى ډاكتر علي احمد پوپل سفير و او په ميونخ كې پوهاند ډاكتر سيد بهاوالدين مجروح د كلتوري چارو رئيس و. موږ په دې بريالي شو، چې د محصلينو د ټولنې تاسيس اجازه په لاس راوړو. د فدرالي المان د فرانكفورت په ښار كې د 1965ع كال د جون _ جولايي مياشتې وې، چې موږ د محصلينو د ټولنې د بنسټ ايښودلو لپاره خپلې هلې ځلې نورې هم زياتې كړې. په كومه ورځ چې زموږ د غونډې د رابللو ورځ وه، نو د شپې لس بجې وې كبير جان راته وويل، چې ما يو څه فكر كړى دى او د سبا ورځې د غونډې لپاره مې يو څه ځان چمتو كړى دى غواړم چې تا پرې اخوا دېخوا خبر كړم. ما ويل وايه زه يې اورم.
زما ګران ملګرى او ورور موسكى شو او ويې ويل چې ددې ټولنې د مشرۍ لپاره به ته زما كانديد يې او بله دا چې زموږ په اساسنامه كې به دا ټكى د يوې مادې په توګه ليكل كېږي، چې د محصلينو د ټولنې ټولې شفاهي او ليكلې چارې به په ملي ژبې (پښتو) كېږي. همداسې وشوه ترڅو چې دغه ټولنه وه او موږ وو، د محصلينو د اتحاديې ټولې ليكنې په پښتو ژبه وې او دغه محصلينو د ټولنې د ارګان نوم "سپرغۍ" وه، چې هغه هم په پښتو ژبه نشرېدله. ډاكتر عبدالكبير ستورى يو د افغاني محصلينو د ټولنې د بنسټ اېښودونكيو څخه و، چې په دغه ټولنه كې يې د پښتو او پښتونولۍ بېرغ اوچت وساتلو.
ده به د لرې پښتونخوا پښتانه هم راياد كړل، خو د باچا خان فخر افغان او ملي شاعر اجمل خټك سره يې پوره اشنايي درلوده، خو ماته به يې تل هم دا ويل چې له خيره بېرته ستانه شو ما او تا به ضرور پېښور ته ځو.د 1969ع كال د ستمبر مياشتې په پاى كې پښتون بابا ولي خان جرمني ته راغلو، د شپې لس بجې وې چې ماته رياض خان چې د پښتون مشر حاجي صيب بلور له خپلوانو څخه و، تليفون وكړو چې زېرى درباندې كوم. هغه مشر چې تاسې يې د ليدلو ارمانژن يئ، د فرانكفورت ښار ته راغلى دى او انشاء الله سبا به ستاسې ليدنه ورسره وشي.سبا ته خداى بښلى تندر صيب، خداى بښلى ډاكتر كبير جان ستورى، ډاكتر ګل جانان ظريف او زه د ولي خان بابا هركلي ته ورغلو. په كوم ځاى كې چې مو د ليدلو كتلو وعده كړې وه، موږ انتظار درلود چې بابا ولي خان، د محترمې بي بي نسيم او له نورو ملګرو سره راغى. كله چې مو سره ليدل وشو او ځانونه مو ورته وروپېژندل، نو بيا زموږ د هيلې په اساس هغوى زموږ بلنه قبوله كړه، چې د محصلينو د اتحاديې د ټولو غړيو سره وويني.
ډاكتر كبير جان ستورى، په دغه غونډه كې د ولي خان بابا هرې خبرې ته غوږ نيولي او دده د خبرو د طرز، په غونډه كې د محصلينو سره سلوك، د هغوى پوښتنو ته ځواب وركولو حوصلې ته يې ډېره زياته پاملرنه كوله.
پښتون مشر ولي خان بابا له موږ سره خداى په اماني وكړه او موږ ټول خپلو ځايونو ته ستانه شو.
ماښام ما د كبير جان نه پوښتنه وكړه، چې څنګه مشر و او ستا په زړه كې يې څومره ځاى ونيولو؟
ده راته په ځواب كې وويل كاش لس كاله دمخه مې ليدلى واى. دده څخه انسانيت او پښتونولي سړى زده كولاى شي او په سياست كې ساده ګي اختيارول، خو هم دده نه بايد خلك زده كړي. څومره په ساده ټكو كې يې راته خپل د زړه مطلب وويلو او په دې خپله غيرتي پښتو ژبه يې راته ډېر مسايل څومره اسان تشريح كړل. دومره ويلى شم چې د خان ولي خان بابا ليدلو ډاكتر كبير ستوري ته د پښتو او پښتونولۍ يوه بله شمع بله كړه او دى يې نور وهڅولو چې د خپلې نظريې لپاره نه ستړى كېدونكى كار وكړي. د كبير جان ستوري په زړه كې د لرې پښتونخوا له ولس سره مينه نوره هم زياته شوه او ددې د پاكو احساساتو، حاضر ځوابۍ، په ساده الفاظو د مطلب د اظهارولو قوه او ددې سيمې د مبارزينو له تاريخ څخه خو دا زيات متاثر شو، چې له دې كبله يې كور د لرې پښتونخوا د پښتنو دېره هم وګرځېدله. د لرې پښتونخوا ډېر درانه مشران لكه ولي خان بابا، ملي شاعر عبدالغني خان او اجمل خټك، د پښتون قامي وحدت لارښود محمد افضل خان لالا، محمد ارشد خان، غلام احمد بلور، بيګم نسيم ولي خان، افراسياب خټك او د پښتو ژبې قامي هنرمندان دغه دېرې ته ورغلي وو.
د همدغه ليدلو كتنو نتيجه دا شوه، چې په 1974كال كې ډاكتر كبير جان زموږ سره په ګډه په فرانكفورت كې د پښتنو او بلوڅو د ټولنې په بنسټ اېښودلو بريالى شو او دا ددې ټولنې يو فعال موْسس او بنسټ ايښودونكى و. كله چې ده د ساپوهنې په برخه كې ډپلومه واخيسته، نو ددې په څنګ كې سياسي علوم، ټولنيز علوم او فلسفه يې هم ښه په ژوره تر مطالعې لاندې نيولي وو.
كبير جان ستورى دپلوم ساپوه وزرې نورې هم پياوړې شوې او د 1975ع كال كې د كړنې ساپوهنې نړېوالې ټولنې غړى شو، چې دا ددې لومړى ګام و، چې نړېوالې ټولنې په لور يې واخيست او دا وياړ يې په برخه شو، چې په دغه نړېواله ټولنه كې د خپل هېواد افغانستان استازيتوب وكړي او په دې توګه د ساپوهنې او پوهې په برخه كې يو نړېوال شخصيت وګرځېد.
په 1974ع كال كې يې د شعر په ويلو پيل وكړ او تراوسه يې چې څومره شعرونه چاپ شوي دي، دا خپلو خلكو او پښتنو ته د پېغام شكل لري. هغه د ساپوهنې په برخه كې په پښتو ژبه ډېر مهم كتابونه ليكلي دي، چې دا يې پښتنو ته يوه بله مهمه پانګه پرېښې ده، چې بايد دغه كار ته دده نور ملګري دوام وركړي او دغه كړۍ پرې نه كړي.
كله چې روسانو پر افغانستان يرغل وكړ، نو ډاكتر كبير جان ستوري دا تحميل نكړه او په 1982ع كال كې يې د پښتون سوشل ډيموكراټيك پارټۍ تاسيس كړه او د وطن د ازادۍ غږ يې يو ځل بيا پورته كړو.دى په پښتو او پښتونولۍ مېن و او خپل ټول ژوند يې دوى ته وقف كړى و. په ټوله لويديزه اروپا كې يې خپل بېرغونه اوچت كړه، يو لوى كاروان سره يې د پښتو او پښتنو خدمت لپاره ملا وتړله او د ډاكتر كبير جان ددې پښتني كاروان د مخكې وړلو وياړ په برخه شو.
ډاكتر كبير جان ستوري د خپل هېواد، ختيزې سيمې او خصوصاً د كونړ ولايت لپاره د وياړ وړ شخصيت و. دا هم بايد دلته ووايم، چې په ختيزو سيمو كې او بيا خصوصاً د كونړ په ولايت كې ډېر لوى شخصيتونه دنيا ته راغلي دي او ډېر زيات افتخارات يې په برخه شوي دي. په تېره او لا تېره پېړۍ كې سيد جمال الدين افغان او د استقلال په جګړو كې لوى خان جنرال ميرزمان خان او جنرال عبدالوكيل نورستانى په تاريخ كې خپل نومونه ثبت كړي دي. ډېر وخت د هغوى ځاى خالي وو، چې د افغان سيد جمال الدين د زېږېدنې څخه 104 كاله وروسته يعنې دا چې سيد جمال الدين افغان په 1983 كې په اسعداباد كې زېږېدلى و او ډاكتر كبير جان ستورى په 1942 كې د كونړ ولايت د خاص كونړ د "تنر" په كلي كې د خان لعل محمد خان په كور كې دنيا ته سترګې وغړولې.كبير جان ستوري وكولاى شو، چې د افغان سيد جمال الدين ځاى ونيسي او هغه نړېوال شهرت يې وموند، چې "افغان" درلود.كبير جان ډېر د ساده مزاج شخصيت و او ډېر نرم طبيعت يې وو. دى د لويې حوصلې څښتن و، د هر چا چې به له ده سره لومړۍ كتنه وشوه، نو فكر به يې كولو چې دا خو داسې د نرم طبيعت څښتن دى، چې هر څه ورته دى وايي، نو ضرور به يې مني.
خو كله به چې د پښتو او پښتونولۍ نوم واخيستل شو، نو په دې ځاى كې به ډاكتر كبير جان ستوري دا په ډاګه كړه، چې هو حوصله لرم، طبيعت مې نرم دى، خو د پښتو او پښتونولۍ لپاره د هر ګوزار په مقابل كې لكه د فولاد كلك يم او هېڅ كله په دې برخه كې د خپل دريځ نه يوه ذره هم نه اخوا دېخوا كېږم.د ډاكتر كبير خان ستوري ټينګ عزم او ارادې دى د سياست ډېر يو منلى اتل وګرځاوه او په نړېوالو ټولنو كې خصوصاً د سوسيال ډيموكراټيك په منځ كې يې شهرت او محبوبيت وموند او په دې توګه يو منلى ملي او نړېوال سياست وال شو.
د ملي سياست په برخه كې ده د فخر افغان بابا د زور څخه د كار نه اخيستلو نظريه خپله كړې وه او پخپل يو شعر كې، چې د "مهلت" تر سرليك لاندې يې ليكلى دى، د بابا دا نظريه تاېد او لنډو الفاظو كې يې انساني ټولنې، مللو، قامونو، د انساني او ورورولۍ د اړيكو د ټينګ ساتلو لپاره د يو پېغام په ډول داسې ويلى دى:

پــــيـــدايـــــښــــت ســــــره پــــــلان د مــــرګ هـم جـوړ شـو
ژونـد د مــرګ او پـــيــدايـــښـت تـرمــنـــځ مـهـلـــت دى

دې مـــلــهـــت نـــه ګــــټـــه واخـــــلـــه كـــــــه پـــــوهــــېــــږې
خـــوشــبـــخـــتــي د انـــســان مــــيــــــنـــه مــــحــــبـــــت دى


دى د انسانانو د نېكمرغۍ لپاره مينه او محبت چې له زور څخه د كار اخيستنې ضد وي، ضامن بولي. كه دغه شعر ته تاسې ښه ځير شئ، نو وو به وينئ چې ډاكتر كبير ستوري د باچا خان فخر افغان بابا فلسفه، د ملي شاعر اجمل خټك د شعر په ژبه څنګه مناسبه ځاى كړې ده، ځكه چې دى د شعر په برخه كې زموږ د ګران مشر خټك صاحب څخه ډېر زيات متاثر شوى دى. پخپلو ځينو شعرونو كې دى ډېر بې پروا دى، چې دلته دده بې پروايي د يوې خوا دده ټينګه اراده او عزم ښايي او له بله خوا داسې برېښي، چې د خداى بښلي خان عبدالغني خان شعرونو پرې هم اغېزه درلوده.
ډاكتر كبير ستوري او زما ترمنځ د اړيكو 42 كاله كېږي. په دې 42 كالونو كې زما او دده ترمنځ تعلقات ډېر نزدې وو، له يو بل نه مو هېخ راز نه پټولو.
د راز خبره ياده شوه، دى د راز په ساتلو كې ډېر غښتلى شخصيت و، د غم او د درد ډېر زيات تحمل يې درلود. ده هر څه په زړه كې ساتل او كله يې هم ما ته د خپل غم او درد په هكله يو "اوف" هم نه دى كړى. ده خبرې په زړه كې ساتلې، ده به ډېر نور ارمانونه هم درلودل، خو ټول يې په سينه كې دننه پاتې شو.دا چې په نور هېڅ چا يې خپل غم او درد نه بارولو، نو دى د زړه په رنځ اخته شو، خو دى په پښتو دومره مېن و، چې ډېر پخوا يې د پيغام او وصيت په توګه دا چغه اوچته كړې وه:

كـــــــه زمــــــا ســـــــتـــوري پــــــــه قـــــــبــــر چـــــــېـــــری راشــــــــى
پـــــه پــــــښـــــتـــو راتــــــه دعــــــــا كــــــړه پـــــرې مــــــېــــن يــــــــم


دده 64 كلن عمر پوره كېدو ته لا دوه ورځې پاتې وې، چې د اپريل د مياشتې په څلورمه ورځ د سهار د پېنځو بجو په شاوخوا كې يې لومړى د شهادت كليمه وويله او حق ته يې د تسليمېدو تيارى ونيوه، خو دا اخري نعره يې ضرور كړې ده، چې:

"پښـتــونـه! پـښــتـــو ټـــيــنــګـه كـــړه"



يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

انــور ظفـــري
د اريانا پوهنتون مرستيال پروفيسر

Anwar Zafari
Assistant Dean of Ariana University Peshawar - Pakhtoonkhwa
- انــور ظفـــري -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori