Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

د كبيرستوري "ژبساپوهنه"

هر څومره چې د انسان ژبه رسېدلې وي، هغومره يې فكر هم رسېدلى وي. دې كيفيت ته كه سړى د زړه په سترګو ځير شي، نو ډېر زر به وپوهېږي، چې يو انسان تر هغې د ژوند په نورو لارو كامياب تګ نه شي كولاى ترڅو چې د هغه ژبه د كاميابۍ په بام نه وي ختلې. له دې سربېره كه څوك خپلې ژبې ته پام كوي او ځان ترې نه خبروي، نو هغه خپله پېژندګلو او حيثيت له لاسه وركوي او همدغسې بيا د نړۍ د مخ نه قامونه وركېږي، نو ددې دپاره څه كول پكار دي؟ د ژبې د ودې دپاره كار په كار دى. د ژبې د ودې او روزنې ځايونه كورنۍ، ښوونځي او پوهنتونونه دي له دې كبله ددې هڅه ضروري ده، چې په ښوونځيو او پوهنتونونو كې بچيانو ته په مورنۍ ژبه د زده كړې امكانات برابر شي. پخپله مورنۍ ژبه كې زده كړه نه يوازې د فكر، چې د سړيتوب كره برخه ده، د سمې ودې مانا لري، بلكې د قام د سوكالۍ او ودانۍ نخښه هم ده، چې د نورو قامونو سره يې د سيالۍ جوګه كوي. په دې پېړۍ كې د نړۍ كومو قامونو د خوشحالۍ او ترقۍ منزلونه د پښو نه لاندې كړي او خپل تهذيبونه يې ددې جوګه ګرځولي، چې نور قامونه ورته وپسخېږي او تقليد يې وكړي، نو د هېچا نه پټه نه ده، چې هغوى د خپلو ژبو د پرمختيا او پراختيا دپاره د حد نه زيات كار كړى دى.
د وخت د بدلېدو او ساېنسي پرمختګونو سره سم دا هغه وخت دى، چې پښتانه د خپلې ژبې دپاره زيات كار وكړي، چې پښتو د نورو نړېوالو ژبو سره په اول قطار كې ودروي او دا مسوْليت د ټولو پښتنو په غاړه دى. د نېكمرغۍ نه اوس پښتو هم داسې ډېر پوهان پيدا كړي دي، چې مسلسل د خپلې ژبې د پرمختګ دپاره كار كوي. په ځانونو يې شپې ورځې يو كړي دي او د سينو دننه پښتانه زړونه او په زړونو كې د ارمان يوه جذبه لري. ارمان دا چې پښتو د ټولو نړېوالو ژبو نه وړاندې او پښتانه د نړۍ يو خوشحال قام وويني او جذبه يې د پښتو او پښتنو دپاره د هلو ځلو وي.
يو هم د پوهانو ددغې ډلې نه ښاغلى ډاكټر كبير ستورى دى، چې د خپلې پښتونخوا نه ډېر لرې په جرمني كې استوګن دى، خو دغه لرې والى زموږ دپاره هېڅ مانا ځكه نه لري، چې پښتو او پښتانه د هغه د پوهې، زيار او څېړنو نه بې برخې نه دي. هغه پخپل زړه كې د پښتو او پښتنو دومره مينه ځاى كړې ده، چې كه څوك احساس لرونكى په سينه لاس كېږدي، نو په سينه كې به يې د زړه په ځاى د پښتو او پښتنو د مينې درزا محسوس كړي.
ډاكټر كبير ستورى يو داسې ستر شخصيت دى، چې د شخصيت بيان يې ځانله د څو كتابونو احتياج لري، نو زه په دې وړوكي غوندې ليك كې د هغوى په يو نوي چاپ شوي كتاب "ژبساپوهنه" باندې يو څو خبرې ليكل غواړم، خو مخكې
يوه لنډه پېژندګلو: ښاغلى كبير ستورى د لعل محمد خان زوى دى. د كونړ ولايت د "تنر" په كلي كې په 17/1/1321هـ (6/4/1942ع) كال زېږېدلى دى. لومړنۍ زده كړې يې د خاص كونړ په لومړني ښوونځي او په كابل كې د رحمان بابا په لېسه كې كړي دي او لوړې زده كړې يې د جرمني د فرانكفورټ، كولن او ماربوګ، په پوهنتونونو كې د ساپوهنې په څانګه كې چې فلسفه، سياسي پوهنه او ټولنپوهنه ورسره مل و، سرته رسولي دي.
ښاغلى ستورى د نړۍ د ساپوهانو په ډله كې ولاړ دى او د 1975ع راهيسې د كړنې د ساپوهنې د نړيوالې ټولنې غړى دى. د پښتون سوشل ډيموكراټيك پارټۍ مشر او ددې پارټۍ د بنسټ ايښودونكيو مخكښانو څخه دى.
ډاكټر ستورى يو ښه شاعر او ښه ليكوال دى، وېره، ژوندي خيالونه، د قلم توره، د هوښيارتيا تله او ژبساپوهنه يې چاپي اّثار دي او دوه كتابونه يې د چاپ لاندې دي.
اوس راځو هغه كتاب ته چې زما د ليك موضوع ده او "ژبساپوهنه" نومېږي. ماته دا كتاب د يو ګران ملګري محمد خان عندليب په لاس رارسېدلى او زه فكر كوم، چې دا كتاب په جسم خو وړوكى ښكاري، ولې يو جامع او مدلل اثر دى او د ښاغلي ډاكټر ستوري د پښتو او پښتنو دپاره يو ښكلى او ستره ډالۍ ده. ما د خپل ليك پيل هم ددغې كتاب د پنځوسم مخ اتمې كرښې نه كړى دى. د ژبساپوهنې تعريف پخپله ستورى صيب داسې كوي:
" د ساپوهنې په رڼا كې د ژبې څېړلو ته ژبساپوهنه وايي. ژبه د ساپوهنې يوه په زړه پورې موضوع ده او د ساپوهنې ډېرې څانګې د ژبې سره سر و كار لري او هره څانګه يې پخپلو لارو او ميتودونو سره د ژبې مختلف اړخونه راسپړي."
په دې موضوع چې په كتاب كې كوم معلومات، مثالونه او دلايل راوړل شوي ديو د ارزښت نه يې د ستوري صيب دښمنان هم انكار نه شي كولاى (لوى خداى دې يې تل د دښمنانو دسيسو نه وژغوري).
ستورى صيب په دې كتاب كې د بې (ژبه چې په څه طريقو منځ ته راغلې او څنګه جوړه شوې؟)، د ژبې په مختلفو اړخونو لكه د ګونګيانو ژبه، د ليك ژبه او بيا د ليك مختلف اړخونه، د سور او تال موسيقۍ د ژبې او بيا د موسيقۍ په مختلف اړخونو په لهجو، ادب او بيا د پښتو، د پښتنو او هر هغه څه چې د پښتو او پښتنو سره تعلق لري، ښه تحقيقي څېړنه كړې ده.
په 67 مخ چې د ورځني ژوند په ډګر كې پخپلو لمسو كومه څېړنه بيانوي، نو هغه هم زړه راښكونكى او علمي تحقيق دى. د دېنه معلومېږي چې ستورى صيب يو سنجيده محقق او څېړنګار دى. د پښتنو د اصل نسل، وحدت، ناكاميو او بيا وحدت په هكله د هغوى څېړنې ډېرې ارزښتناكې دي. هسې خو ددې كتاب هره پاڼه ددې لايق ده، چې بيا بيا ولوستل شي، خو زه د ليك لنډولو په خاطر يواځې د ظاهر شاه او پښتونخوا په باره كې د ستوري صيب نظريه او څېړنه رانقلوم.
د ظاهر شاه په هكله ليكي: ” ظاهر شاه نسلي پښتون و، خو د خپلې ژبې او كلتور څخه بلكل پردى شوى و، په پښتو هېڅ نه پوهېدو او په فارسي غږېده، پخپله څلوېښت كاله باچاهۍ كې يې هڅه هم نه ده كړې چې څو ټكي پښتو ياده كړي. حال دا چې په افغانستان كې د ټولو مېشته لږه كيو قومونو (ازبكو، تركمنو، تاجكو، هزاره او نورو...) له مجموعې څخه پښتانه زيات وو.
كه د ظاهر شاه د باچاهۍ وخت په پام كې ونيسو، نو په دغه وخت كې په نړۍ كې ستر بدلونونه راغلي دي، چې د پښتو د قامي وحدت په بشپړتيا بې اغيزې نه و. دويمه نړېواله جګړه پاى ته ورسېده د ملګرو ملتونو موْسسه (اقوام متحده) جوړه شوه، انګلستان د هند د نيمې وچې څخه وتلو ته مجبور شو، د پاكستان اسلامي جمهوريت په كال 1947 كې جوړ شو.
د پښتون قام نيم وجود په پاكستان كې پاتې شو. سمه لار خو دا وه، چې افغانستان او د پاكستان اسلامي جمهوريت يو بل ته نژدې شوى وى، چې دواړه اسلامي هېوادونه وو او ډېر څه نور يې هم سره شريك وو، خو ظاهر شاه يو دوه مخى سياست پيل كړ. له يوې خوا يې د پښتنو وېش ومانه، په پاكستان كې يې سفارت او قونسلګرۍ جوړه كړه او له بلې خوا يې ورسره دښمني راواخيسته او ويل به يې، چې په پاكستان كې د دېره پښتنو يعنې نوي برخې پښتنو حقوق غواړو، چې د پښتونستان په نامه ځانته ملك جوړ كړي او د افغانستان نه بېل نه وي".
دغه رنګ د پښتونخوا په اړه ليكي: " پښتانه له پېړيو راهيسې خپل ټاټوبي او وطن ته چې پيداېشي (قدرتي، فطري) وحدت دى، پښتونخوا وايي او پښتونخوا د پښتنو د ټاټوبي اولسي نوم دى. حكومتونو ته هم پكار دي، چې ددې خاورې سركاري نوم هم پښتونخوا كړي، كه چېرته د خپلو اولسونو (قامونو) نمائنده ګي كوي".
لنډه دا چې د ستوري صيب دا كتاب د لوستلو سره اړه لري او ددې د اهميت پته هم د لوستلو نه وروسته لګي. ليكل يې په كمپيوټر او برنۍ املا باندې شوي دي، چې د ډېرې تندۍ نه پكې لفظي غلطيانې زياتې برېښي. سر پاڼه يې ډېره ښكلې او زړه راښكونكې ده، تړون يې د پښتو ژبې د انقلابي او خوږ ژبي شاعر رحمت شاه ساېل په نوم شوى دى او په ورپسې پاڼه كې د ستوري صيب او سايل صيب په ګډه يو عكس چاپ دى. د كتاب په اول سر كې د پېښور يونيورسټۍ د ژورنالېزم د ډيپارټمنټ مشر ښاغلي ډاكټر شاه جهان يوه په زړه پورې سريزه ليكلې ده او بيا په يو سل او څلوېښت مخونو مشتمل كتاب دى. په 147 مخ ښاغلي لايق زاغه لايق د "اعزاز" تر سرليك لاندې ليكل كړي دي او دغسې كتاب پاى ته رسېدلى دى.

يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

عبدالهادي حېران
افسانه نګار، شاعر،ليكوال، کره کتونکی، ژورنالست،د افغان خپرندويې ټولنې مشر
Abdul Hadi Hairan
Poet, Writer, Critic, Journalist, Chairman of Da Afghan Khparandawai Tolana
- عبدالهادي حېران -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori