Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

پښتون كبير

د تاريخ په اوږدو كې چې د پښتانه په كور تل عمري چې د زور او اور، د هڅو او وركو، د وواهه او راكاږه، تالا كړه او ترغه كړه، توړ شه، خبر شه، ټوپك شه او لانچر شه دې درك كړه زمكه يې وركه كړه، كلتور يې له مېنځه ويسه او فرهنګي شتمني يې د اورونو د لمبو خوراكه كړه او بيا لا هم د غېرتي او پتمن قام په دې خپله خاوره، سره د خپلې ژبې او كلتور څه ژوندى غوندې پاتې دى، نو دا خو كه معجزه نه وي، نو كرشمه خو خامخا ده.
ځكه چې د "دارا" نه واخله تر ننه پورې په دې غېرتي هېواد د هرې خوا د اور، زور او وينو دريابونه رااوبولې شول. څوك وايي ما ومنه او خپله خاوره راته پرېږده، څوك وايي د خپل تاريخ او كلتور خبرې پرېږده او زما دا خپل كړه. څوك وايي زما سياست قبول كړه، زما فلسفه خپله كړه، زما مسلك راټينګ كړه او د خپلې ژبې څخه لاس په سر شه او زما ژبه خپله ژبه وګرځوه.
خو دده انسان دشمنه خلكو پكې يوه دسيسه، پلمه، پروپېګنډه او هڅه كاميابه نه شوله. ولې؟ ځكه چې ددې ننګيالۍ خاورې ننګيالي اولس هره سخته زغملې، د غليم په مخكې هر وخت ډال كېږي، سر وركوي، خو سنګر نه وركوي. ډېره په ګرانه يې ګټي، خو ډېره په وېړيا توګه يې د خپلې ژبې په ساتنه پالنه او روزنه لګوي. دغه وجه ده كه وطن يې هر وخت ميوند ميوند هم شي، خو بيا هم دى بريالى پاتې كېږي او ولې نه، زلمي خو يې زلمي دي او وخت په وخت يې باتور نظره پېغلو هم په سنګرونو بنګړي مات كړي او مورچلونه يې راټينګ كړي دي. دغه خو وجه ده چې

د بـــــــــــابـــــــــــــر او د نـــــــــــــــــادر خــــــــــــــــــبـــــرې لاړې
د افـــغـــان قـــيـــصـــه ده پــــاتـــې كـــــوهـســـتــان كــې


په دې وطنپاله زامنو كې د يو پتمن زوى پښتون نامه د كبير ستوري په نوم پېژني. څوك چې لكه د ايلم د غره اووه مخونه لري، چې هر يو يې د ځلا، ښكلا، نور او حيا ډك او د ستاينې وړ دي. ډاكټر كبير ستورى په رښتيا چې ډېر اړخونه لري او په هر اړخ ښه كامياب او بريالى دى.
ډاكټر دى، ساه پوه دى، دانشور دى، اديب دى، شاعر دى او يو سياسي مشر هم دى. نثر هم ليكي او نظم هم او دواړه ډېر ښه ليكي.
د نورو ډېرو كارونو څخه پرته يې د پښتو ادب په ګلستان كې لس، اته داسې ګلونه لګولي دي، چې كه يو خوا ددغه ګلونو رنګونه جدا جدا دي، نو داسې يې خوشبوګانې هم جدا جدا او ډېرې معطره دي. څه هم كه موضوعګانې يې يواځې نوې نه دي ورسره ډېرې ګرانې هم دي، خو لكه چې د لوى افغانستان د لوى كونړ دا شهزاده د خپلې ژبې، لهجې او پاكې او اسانې پښتو په راقابوكولو بريالى دى، نو دغه وجه ده چې دغه ګرانې موضوعګانې يې دومره اسانې كړي دي، چې لوستونكي ترې خوند او فاېده اوچتولى شي.
دلته زه د لوى كبير په هغه لوى فن او ارت برت ميدان نه شم غږېدى، زه چې د ډاكټر صاحب د كوم شي نه ډېر زيات متاثره يم، په هغې يو څو كرښې وړاندې كوم. د ټولو نه جوت او غښتلى مقام چې ډاكټر كبير ته په برخه شوى و، هغه پخپله خاوره، خپله ژبه، خپل قام، خپل تاريخ او خپل كلتور يو لېونۍ مينه وه او همدغې شيانو زه د ډاكټر صاحب مريدۍ ته چمتو كړى وم، ځكه چې دا د هغوى لوى ارمان و، چې يواځې دا ساهو قام دې هسكه غړۍ نه وي، ورسره دې د خپلې شتمنۍ، د خپل سياست، د خپل كلتور، د خپلې ژبې او خپلې خاورې او خپل اختيار څښتن وي او دده نامه دې د نړۍ په قامونو كې ځلانده وي. دغه وجه وه، چې ډاكټر صاحب فقط د ارزوګانو او خواهشونو سړى نه و، د عمل د ميدان شهسوار و او په هره توګه يې ددې قام خدمت، په ژبه، په قلم، په ګوندونو او غونډو جوړولو، په سيمينارونو، په مشاعرو، جلسو، مېلو، اتڼونو او پروګرامونو كړى دى.
كه څه هم د كور، كلي او هېواد څخه په زرګونو ميلونو لرې و، خو وطن، پت او پښتو ته ډېر نزدې و او هېڅكله يې د وطن له غميزې او له دې له بيا سر ودانۍ څخه زړه اړولى نه دى. كله چې به هم په بر هېواد او يا كوز هېواد كې د پښتنو د قامي وحدت څه غونډه وه او كه د ژبې او كلتور څه كانفرنس، سيمينار او غونډه وه، نو موږ به لا د سوات نه پېښور ته نه و رسېدلي، چې لوى داكټر به سره د خپلو ګلالو او پتمنو زامنو او غېرتي ملګرو د پښتنو په پيرس "پېښور" كې موجود و او لا دا پكې لا بله، چې مېلمه به دې و او په ډېره پښتني مينه او د موسكا په ډكه خوله به يې غاړه له ما چاپېره او پخير به يې راته وويل.
د ډاكټر صاجب لكه چې په عام ژوند كې ژبه خوږه، خوله يې د مسكا ډكه، مينه يې لكه دامو پراخه او د مازغو كاسه يې لكه د اباسيند ارته بېرته وه، چې پخپله لويه سينه كې يې ډېر سيندونه، خوړونه، چينې او ابشارونه رايوځاى كړي و. زړه يې د هر پښتون د مېشتې او دمې كور و او هره خبره يې د پوهې او شعور ډكه وه. بې شكه د لوى زړه څښتن و، د زمري هومره زړه او د تاترې هومره حوصله يې درلودله او په نره يې بغير د څه ويرې، ترهې، لالچ او دسيسې خپله خبره په ډاګه كوله. كه هغه په سټېج وه او كه د قلم په ژبه. دغه وجه وه چې لوى كبير د هر پښتون او بيا خاص د ليكوالو په زړه كې ځان ته د مينې، محبت، احترام يوه لويه پلازمېنه جوړه كړې وه او د هر چا به دا خيال و، چې كبير هم فقط دده دى. د كبير سياسي هلو ځلو د پت پښتو ډك مزل د هغه نه د قطب ستورى جوړ كړى و، چې ما غوندې ډېرو ډېرو پرې خپل منزل ته د مزل لارې ټاكلې.
ما ورته په پېښور كې د زامنو په مخ كې د ډيورنډ په دې وروستي پروګرام كې جولۍ وغوړوله، چې ډاكټر صاحب كه زما سره سوات ته زما جونګړې ته لاړ شې، په دې نه يم، چې ستا مېلمستيا به وكړم، په دې يم چې سبا له به تاريخ دا خبره يادوي، چې دا جونګړه كه هر څو خوار و زاره ده، خو بيا هم د فخر او افتخار وړ ده، ځكه چې دې ته د پښتو لوى پښتون، لوى فلسفي، لوى دانشور كبير ستورى د راتللو شرف بخښلى و. يوه شېبه ساكوته غوندې شو، ويې ويل: شاهين صاحب! نوره خبره به ورستو وكړم، خو زما دا غټ ارمان دى، چې د شاهين صاحب په شان مې د خبرو كولو چل زده كړى واى. دا د هغوى لوي وه، پېزوينه وه، ګنې زه د هغوى په ډېرو شاګردانو كې يو كمزورى غوندې شاګرد وم، خو هغه د چا خبره كه خاورې هم اخلي، نو د لوى ډېران څخه يې اخله.
كله چې بيا ما د هغوى د كوچ سپېره خبر واورېده، نو بې هوشه شوم. دغه وخت د كور كلي ډېر لرې په ګلګت كې وم، چې هغې درنې جنازې ته يې رارسېدلى هم يوه ناشونې خبره وه او دغه شان زما دا سپېره خونه، سپېره پاتې شوله.
بره كرښو كې لكه چې ذكر شوي و، چې د هغوى د ليك او كار ډېر اړخونه دي، خو زه يې د قام پرستۍ د جذبې نه ډېر متاثره يم. حالانكې ډاكټر صاحب دې لړ كې متعصب نه دى، انسان دوست دى، د هر بشر وده او ښه غواړي.

زه د جــــهــــــان يـــــوه ټـــوټــه يــم بــېــــلــــېــدى تـــرې نــــه شـــم
داســـــې بــه كــړم چـــې هــم زمـــا هـــم د جــهــان خــوښـــېـــږي


پښتون چې د ډاكټر صاحب د وينا او هلوځلو مركز دى وايي:

پـــښـــتــو، پــــــت، ښـــــېــــګـــــڼـــه، تـــــــــــــــوره او وفـــــــــا ده
چـــې ورزيــات كــړي نــنــګ پــښــتــون تـــرېــنــه جـوړېـــږي


چې د پښتون څوك كور كړي او غم يې خوري، د كور به ورله د مخكې نه ارومرو غم كوي. كبير وايي:

د ســـــــبـــــــــا ســــــتــوري تـــــــــه رڼــــــــا جـــــــــــــوړه كـــــه
چـې ئــــې پــــښـــتـون نــو پـــښـــتــونــخــوا جـــوړه كــه


او ددې دپاره د يو سوچه قامي وحدت ضرورت او اړتييا ده، بغير له دې څه نه كېږي، ځكه خو كبير وايي:

پښتون قـامـي وحــدت پــه لـــوري سـتـوري ســره ځــمــه
دا لاره كــــه اوږده ده خـــــــو مــــــــزل ئـــې دى ډېـــر لـــنــډ


د قام، قامي وحدت او يوې جغرافيې دپاره يوه نره، كلكه، پره ماموره او شتمنه ژبه ډېره ضروري ده:

ستوريه پــخــپـلـه مــوږه پــړه يــو پــردي ګـــرم مــه ګـــڼــه
پـــښـــو پــخـپـلــه مــــــوږ ځــپــلــې مــــــلامـــت خپـــله يــو


پښتون تل خپله ژبه د خپل منصب او خپلې چوكۍ د سره زار كړې ده، چې د بخت او تخت خاوند وي، نو د نورو د وېرې يې ژبه ګونه وي او چې كله د تخت او بخت وغورځېږي او ريټاېرډ شي، نو بيا يې قام، ژبه، وطن او كلتور راياد شي، خو دى بيا پنچر سايكل وي، د هېڅ كولو نه وي، ځكه خو كبير وايي:

چــــــې د بــــــل لــــــه وېــــــرې خــپـــلــــه ژبـــــه پـــــرېــــږدي
كــه افــســر او يـا ســـلــطــان شـــي خـــوښ مـــې نـــه دى


د ملا چې په پښتني نړۍ كې كوم رول دى او پښتنو ورله څومره اوچت مقام او حيثيت وركړى دى، دا په ټوله نړۍ كې بل چېرته نشته، نو دا خو اوس په ملا صيب ده، چې د ښو بدل په ښو وركوي او كه په بدو، ځكه خو چا ويلي دي، چې:

هـــر شــى چــې لــنــګـــېـږي دا راوړي د ځـــان پــه څــــېــر
لـــنــګــه چـــې نـــيــكــي شــي يــا بـــدي راوړي يـــا هــېــر


ډاكټر كبير د پښتون ملا نه هم په هر ډګر د پت، پښتو، امانت او ديانت غوښتنه كوي، ځكه چې دى د پښتون د كور ملا دى. كبير ډاكټر د ملا په دغه رول ژور نظر لري، ځكه خو وايي:

چـې زر مـحـل تـه ســجـده نكـړي صـرف كعـبـې ته ئـې كــړي
داســــې زاهـــــــد، داســــې امــــــام، داســــې مــــــلا غــــــواړم

.
ددې بره ذكر شوو كارونو سره چې د پښتون كلتور او بيا ټنګ ټكور نه وي، نو د پښتون د كلتور كړۍ شلېدلې ښكاري، ځكه خو لوى كبير دغه اړخ ته هم ښه نظر لري. وايي:

منګي رباب سره چـې مـــل شـــي نــو حـــجـــره تـــوده وي
پـه خـاص كــونـــړ كــې دا د ســـتــوري د مـــسرو ژبـــه ده


په زړه يې د وطن د بيارغونې، ښكلا او ځلا څومره ارمانونه دي، لكه څومره ښه وايي:

پــــاكــــه ربــــه ښـــــــاد اّبــــــاد دا پــــــښـــــتـــانـــــــــه كـــړې
د نـــــړۍ پــــه اولـــــــســـونـــــــــو كـــــــــې درانــــــــــه كــــړې

د بـــخـت ســتــوري ئــې روښــان كـړې په اســمــان كـې
خـــپـــل وطـــن كـــې ئـــې واكــمــن او كـوربـــانـــه كـــړې



ددې دويم بېټ نيكه دا شعرونه چې سړى په غور ولولي، نو يو خو ډېر اسان او د ساده مګر د ښكلې ژبې ډك دي او د پښتون د سوكالۍ او خوشحالۍ څومره خوشبو ترې راځي.
خپلو او پردو لوى او نجيب وطن په شريكه وران كړى دى. د "دارا" نه واخله د پيرنګي پورې هم په دې زمكه څو څو واره اورونه بل شوي او ټولې خونې يې ړنګې شوي دي، خو چې افغان كې په حيث د يو افغان ژوندى احساس موجود و او ټول قام كه هغه افغان و، پښتون و، تركمن و، ازبك و، پشه يي و، نورستانى و، هزاره و، ايماق و، يو افغان و، نو دوى پخپل ايمان، توره او پت دغه ټول يرغلګر مړه او ورك كړل، خو دا وار لانجه ددغه ټولو څخه زياته ورانه ښكاري، ځكه چې دا وار افغانان ځان پخپله غرقوي او د يو "افغانيت" د پړي څخه سر وباسي او لكه د وږي باز د بل په لاسونو كېني او خپل وزن ورانوي، خو دا خبره د ياد لرلو ده، چې كه "افغان" پاتې نه شي، نو غرق به شي او ورك به شي او لكه د مولو ټېپرو به په چينګر كې دننه خرڅ شي.
دا چې د تاريخ په اوږدو كې د دومره ډېرو زرګيرو نه خپله خاوره، خپله ژبه، خپل تاريخ او كلتور په امان كړى او د وركېدو څخه دې بچ كړى و، هغه به فقط يو افغان وې، ستا د خاورې د مصر بازاګى نه و جوړ شوى، چې ورور به پكې د ورور سودا كوله.
ډاكټر كبير دا هرڅه ويني، ډېر ښه ترې خبر دى، خو دا باتور نظره دانشور د افغان د ښې ورځې او شتمنۍ نه ناميده نه دى، ځكه خو وايي:

ســـتـــوريـــه ســتــا د هــيــلــو او امـــيــد غــوټــــۍ غــوړېـــږي
جــوړ بـــه د قـــامــي وحــدت ســــازونـــــه ســـــرودونـــه شــــي


ډېر لوى، پوهه، او قام پرست يو نر بنيادم و، كه څوك يې هم قبر له لاړ شي او د نرتوب دعا پرې وغواړي، ضرور به نر كېږي.

زرې زرې تـــــــــــــــــرې كـــــــــــــــــــور تــــــــــــــه راغــــــــــــــلـــــــــم
پـــه ســرو مـــنــګــــولــو مــې اشـــنــا كــوز لــحــد تــه كــړنـه



يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.

محمد پروېش شاهين
ليکوال ، شاعر
Mohammad Parwesh Shaheen
Writer, Poet
- محمد پروېش شاهين -

 بېرته شاته

Poetry & Literature       Condolence_Messages       Funeral & Condolences       Contact       Articles_in_Media       Web_Radio_Links       Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2016     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori