د ښاغلي ستوري په شعري مجموعه ډېر څه ويل كېداى هم شي او ډېر څه رقم كېداى هم، د هغه فن د كمال نه مبرا نه دى. په هغه كې د يو ځانګړي شاعر خوبي موجوديت لري، د هغه الوت لكه د عقاب غوندې خودي لري. ژبه يې هم روانه ده، ساده ده، سوچه ده او ابلاغ يې د شعر خاص ارزښت سېوا كړى دى، خو په بښنه دا خبره كول مناسب ګڼم، چې په ستوري صيب سياست ډېره غلبه كړې او په خپلو زياتو شعرونو كې يې خپله سياسي نظريه رانغښتې ده، خو تر دې دومره بحث وروسته دا ادراك كېداى شي او دا خبره جوتېږي، چې ستورى د پښتو او پښتونولۍ شاعر دى او دې نه علاوه پكې د يو ښه شاعر رنګونه شوخ دي. د كتاب په كيڼ طرف د ستوري تصوير او لنډه پېژندګلوي شوې ده.
يادونه : دا ليکنه د ډاکتر کبیر ستوري « ژوند او مبارزه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2007ع کال د مارچ په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.