د نړۍ پر مخ چې څومره ملتونه ،قامونه او اولسونه اوسیږی هریو ځانته ځانته ژبه، دود، کولتوراو عنعنات لری چې په هم دې شیانو یو له بله توپیریږی.
هر ټبر او قوم ته ، خپلې ژبې، خپل دود او کولتور په خپله پراخه غیږه کې ډیر څه رانغښتی وی چې د هغه په پاللو ،ژوندی ساتلو اوصلو د رڼا لاندی ژوند تیروی .
ددې قامونو تر منځ یو وړکی ،ولی ډیر لرغونې او زوړ قام چې د تاریخ په اوږدو کې ئې ډیر سړی تودی زغملی دی پښتون یا پښتانه دي. د پښتنو ژبه پښتو ده، پښتو یواځی ژبه نه بلکی د پښتوپه ارته لمن کې د پښتنو لپاره ډیر څه پراته دی. چې پښتانه ئې د ژوند د کړند لارې او قانون په توګه پيژنې.
ښاغلی پریشان خټک پښتو او پښتونولی د پښتنو لپاره قانون بولی او د توریالی پښتون په اوه اویایم مخ د خوشحال خان خټک ژوند د پښتونولۍ په اينه کې تر سرلیک لاندی یو ځای لیکی :
« زما په خیال که دا وويلی شی چې د دونیا په ګردو آينونو کې دوه آینونه چې هغه د ټولو نه زورور دی دواړه نا لیکلی دی. یو پښتونولی او بل د برطانیی آیین».
دا خبره به هله د سړی زړه ته ورولویږی چې د پښتو او پښتنو په باب ژوره مطالعه ولری. رښتیا هم چې پښتونواله او پښتونولی څه نوی مسله او نوی شی ندی ،بلکی د پښتون قام د پیدایښت سره د هر پښتون په ساه او کالبوت کې نغښتی خبره ده، او له کومه وخته چې د پښتنو ژوند او ژواک پیل شوی دا روحیه ورسره سمه موجوده وه.
د پښتود ادب ستر لیکوال ارواښادقیام دین خادم پر وینا چې فرق تش دومره دی چې د لاشعوری په اثارو کې دا روحیه د قام په تحت الشعور کی پرته وه خو څومره چې دونیا انکشاف کاوه، علم او معارف مخ په وړاندې روان ؤ، د پښتنو دونیا هم ورسره مخ په واړندی تلله . د امیرکروړ څخه د مخه آن تر جمشیده پورې د لا شعوری خبره رسیږی خو د بایزید روښان څخه راوروسته دا روحیه شعوری بڼه نیسی. خوشحال بابا او ورسره په څنګ کی د بابا هم عصرو په خپل وخت کې دا روحیه د زړه په مینه او وینه پاللی او ژوندې ئې ساتلی ده. په تیره بیا د بابا دستار نامه چې د پښتو نثر شهکار بلل کیږی د پښتونولۍ او ملی افغانې روحیی تر تاثر لاندی لیکی: هو د پښتونولۍ دا روحیه د بابا د وفات سره مړه نه شوه، بلکی میرویس نیکه، احمد شاه بابا او ددې څخه وروسته پښتنوهم په ډیره مینه وپاللـه .
وزیر محمد ګل خان مومند بابا ، عبدالغفار خان بابااو عبدالصمد خان بابا دا هغه څهری چې د نومونو سره ئې یواځی پښتانه نه، بلکی ټوله نړۍ اشنا ده. د پښتو او پښتونولۍ روحیه یی داسی وپالـله چې دا ده پايله ئې مونږ اوتاسو د سر په سترګو وینو. همدارنګه ددې پسی د لیکوالانو ، شاعرانو ، فلسفیانو ، عالمانو، ځوانانو او لیډرانو داسی کاروان دورمې چې منزل او موخه ئې د همدی دروحیی پالل او روڼول دی د دومره اوږدی سریزی او مقدمه څخه مې موخه هم دا وه چې د یوی خوا په پښتو او پښتونولۍ باندی څه نا څه رڼا واچول شی اوله بل پلوه که د ارواښاد ډاکتر ستوری د خوږو مسرو پاڼې لږ په کرار واړو او په غور ئې ولولو ،د ده په شاعری کې پښتو، پښتون، پښتونولی، هغه توکی دی چې د بل هر څه نه پکې زیات ځلیږی.
ارواښاد ستوری روحاء او جسماء د پښتو او پښتونولۍ پورې تړلی شخصیت ؤ. مینه محبت ، وطن ، هیواد ، هیوادوال ، پښتانه ، پښتو ژبه، مذهب،کولتور، اخلاق او بلاخره د پښتونولۍ روحیه، هغه څه دی چې د ستوری صیب په خټه کې اخکل شوی ؤ. په ښکلو، رنګینو او ساده الفاظو ئې د کاغذ پر مخ انځور کړی. خوږی مسرۍ ئې په رښتیا سره خوږۍ دی. د شاعر ایډیال او څهره تری له ورایه څرګندیږی. د پښتنو په یووالی، اتفاق او په وحدت باندی ټینګار کوی. خو مخکی ورته امن او سوله غواړی. د سولی دا پیغام د وینو په رګونو کې نه شیندی چی حرکت وکړی، بلکی په هغه ځای کې ئې پاشی چې رګونه تر سرچینه اخلی :
دا « خـــوږی مـــــسرۍ » د ســــــولـــی پــــــیــــغـــام وړل دی
مــــحـــــبــــــت د زړه پـــــه ویــــــنــــه کـــی شـــــــیـــــنــــدل دی
د اســـــمـــان دســــتـــوروکـــــټ کــی یــــــوه شـــــــــپـــــــه ده
تــــــخــــیــــل کـــــــی دجــــــانـــــان کــــور تـــه ورتــــــلـــل دی
لکه څنګه چې پښتون قام او پښتانه چا له یوی ډلی پورې تړلی، چا له بلی ډلی پورې تړلی دی، همداسی ژبه یی هم چا د دیوانو ژبه بللی، چا د دوزخ ژبه بللی او چا بیابیخی داسی بللی چې دا ژبه د هری معلومی ژبې څخه بیله او بل ډول ده. خیر خو د هر چا خپل نظر دی خو پښتو ژبه ډیر اوږد او لرغونی تاریخ لری، چې دا د دی ځای موضوع نه ده. د پښتو ژبې او ادب د صوفی او فلسفی شاعر، د غزل بابا حضرت حمزه شینواری دا بیتونه به د ټولو په ځواب کې کافی وی .
ستوري صیب هم د پښتو ژبې د ښی پراخی مطالعی وروسته د حمزه بابا سره دا خبره غبرګه کړی ده .
د فـــــــــن ښــــــکــلا ده د هــــنــر پـــه ګـــلـــد رو کـــی اوســی
د روح غـــــــــــذا ده د ســــــــنــــد رو او نــــــغـــــمــو ژبــــــه ده
یا په دی بیت کې ئې د پښتو څومره ښه انځور ویستلی دی .
خــټـه ئـی خــدای د پـــت، ښـــیګـڼی او وفــــــا جــــوړه کـړه
د پـښـتـونـخـوا د د نـګـــو غــــرونـــــو ســـــــرد رو ژبــــــه ده
په سر کې مې هم اشاره وکړه چې د پښتونولیۍ روحیه د هر پښتون په خټه کې نغښتی وی خو په ځینو کې دا روحیه ویده وی، خو مړ نه وی او په ځینو کې دا روحیه لکه د مست سیند مستی څپی وهی، لکه فرهادی عزم د غره سره ډغری وهی. لکه شاهین په لوړو او دنګو غرونو پروازونه کوی. لکه د سپرلی ګل ورینه وږمه چې زړونه تخنوی. لکه د رباب خوږه نغمه چې ویده زړونه ویښوی، او هغه جذبه وی چې سړی ارم ته نه پریږدی :
یــو پـــټ غــــلـــی احساس دی چې ارم مې نه پریږدی
په اور مــې پـــښوی لــکــه چـــې خـــام مـې نه پـریږدی
هو! ستوری صیب د پښتونولۍ نوی روحیه د ځانه نه جوړوی، بلکی هم دا ویده روحیه او شعور راويښول غواړی، پښتو کول ،پښتوویل، پښتولوستل غواړی. هغه پښتو چې له برمه به ئې د دښمن سپینی تښتیدی. هغه پښتو چې خوشحال خان بابا پاللـه. هغه پښتو چې مومند بابا او غفار خان بابا غوښتله.
دا خو ښکاره او جوته خبره ده کوم قام چې واک او اختیار په لاس کې ولری د هغوی کولتوراو ژبه هم تر نورو لوړه وی ،چې بې واکه بې اختیاره وی د هغوی به کولتور څه وده وکړی. ژبه به ئې څنګه ژوندی پاتی شی.
خبره مې ټوله د پښتو ده، که د تاریخ پاڼی واړول شی د خپل قام او ژبې په اړه به په کې ډیر څه ومومی دا به مو هم له سترګو تیر شی چې دا د دومره لرغونی او غیرتی قام ژبه او کولتور په کوم حالت کې قرار لری. مسله روښانه ده که پښتون قام د تاریخ په اوږدو کې د ډیرو سترو سترو قوتونو سره لاس په ګریوان پاتی شوی، له بل پلوه د کولتوری یرغل د ځپونکی ګواز لاندی هم ؤ. دا نه وایم چې پښتانه د تاج او تخت واک او اختیار څخه لری پاتی دی، خو دلته خبره بیا د پښتونولۍ روحیی ته راځی او دا صحی ده چې په هغو کې دا روحیه غړنده او ویده وه. ګنی نو اوس به د پښتو او پښتنو دا حال نه ؤ، او نه به د اوس په څیر د پښتنو نه په خپله ژبه کې د تعلیم حق اخستل کیده.
د پښتنو پښتو لیکل شوی نسخی او عریضی به په لوړو ودانېو کې نه څیریدی. هم دغه د کولتوری یرغل ښکاره بېلګی دی د تعصب له مخې ئې نه وايم، د زړه له درده لګیا یم. که د پښتون وړوکی بچی ته له کوچنی والی څخه په پردی ژبه کې ښوونه او روزنه ورکړی شی، نو د هغی نه به په اینده کی څنګه دا هیله کیدای شی چې د پښتو او پښتونولۍ نه دی خبر وی.
ارواښاد ستوری د یو ښه سیکالوجیست او ساپوه په صفت دا موضوع ښه څیړلی. چې سوچ فکر او زده کړه په خپله ژبه کی اسانه وی نه په پردی ژبه کې .
ســـــوچ او انـــــد مـــــورنــــۍ ژبــــــه کـــښې اســــان دی
پــه پــردی ژبــــــه کـــی ســــوچ انــسان تــــه ګـــــران دی