د پښتونخوا د جوړیدلو لوی ارمانی ؤ او امیدلرو چې دا ارمان د ده پوره شی دا پښتونخوا به جوړیږی دا مونږ پښتانه به ئې جوړو او دا مونږ تاسو به ئې جوړو.
ده دپښتنو د مشرانو سره ډیره مینه لرله، ډیر عقیده ئې ورته لرله اود خپلو مشرانو به ئې ډیر زیات قدر کولو. دا تاسو ته خان لالا ویلی شی ،دا نور مشران ئې ویلی شی دا ټول ئې درته ویلی شی ، ده باچا خان بابا ددی ځای ټولو نمایده فکټور ګڼولو .
سور پوش یم ستوری وای سری جامی می دی اغوستی
په لار د بــــــاچــــــا خـــــــــان به قدم ږدم مــــخکی بـه ځم
دا دهغه هیله او ارمان ؤ ده به هغه افغانان سخت غندل چې پښتو ژبه به ئې هیره کړی وه په دی باره کې به د ده نظری تاسی ته معلوی وی هغه چا چې پښتو کله په کور کې ویله او کله نه نو هغه ته به ئې نیمچه پښتون ویلو او هغه پښتون چې پښتو به ئې هیره کړی وه نو هغی ته به ئې ویلی چې دا هیڅ شی ندی نو په دی ارتباط په خپلو شعرونو کې ډیر څه ویلی دی . چې زه ئې اخر بیت درته ویم .
ستوری ویلی څه پری که ډیر شول د خوشحال خان لمسی
خــــپله خـــــوږه ژبـــــــــــــــــــــه د بـــابــــــــا ئې هـیـره کړی ده
هر چا چې خپله د بابا ژبه هیره کړی وه د هغه سره ددی مبارزه وه. ده به همیشه ویل چې خپله ژبه زده کړی دغه ژبه ستاسی هویت دی، ستاسی پيژندنه ده او ستاسو هر څه هر څه دا دی.
دی په خپل شخصی ژوند کې ډیر ساده ښکاریدولو، ډیر نرم سړی ؤ ډیر ارم سړی او ډیر عجز انسان ؤ ،لیکن دی دومر ه زیرک وه چې ده به د هر سړی حرکت، هره خبره تعقیبوله. هغه به ئې اوریدله او هغه ته به ئې پخپل وخت ځواب ویلو. دده د خپل وخت د ملګرو سره ارتباط ډیر حسنه ؤ. ده چا ته سخته خبره نه کوله څوک ئې نه خفه کول، لیکن په یو شی کې به ئې خفه کول چې د پښتو او پښتونوالی خبره راغله نو بیا د هيچانه اوریده . د ده یو ځانګړتیا بله دا وه چې دا به هم تاسو ته ووایم ما مخکی عرض وکړو چې ما او دی به همیشه یوځای ؤ په کلونو، کلونو ما او دی په يو ځای کې اوسیدلی یو يو ځای مو ژوند کړی دی په یو صنف کې مو سبق ویلی دی ، دی به چې سهار چا راویښولو نو دی به ډیر تنګیدلو ویلی به پری مې ږ دی. نوکله کله به ئې ماته ویلی چې پابه څمه خو انور جانه دا لاسونه راته لږ چاپی کړه نو زه به مجبور شومه چې لاسونه به مې چاپی کړل . دی به راپاڅیدو.
په ژوند کې د ډیر ساده خوراک طرفدار ؤ ، افغانی لباس د ده ډیر خوښیدو لو. مونږ چې اول جرمنی ته لاړو نو يوازی افریقایان به مونږ لیدل چې په خپلو لباسونو کې ګرځیدل خو مونږ نه کرځیدلو. لومړی ځل ؤ د فرانکفورت ښار ته نژدی د ځوسن حایم خوا کی کوټه مونږ نیولی وه. ده به راته ویلی چې راځه دا خپلی جامی به واغوندو دی پټو کې به وکرځو د یکشنبی په ورځ به مونږ خپلی جامی اغوستلی او دی پټو کې به کرځیدولو نو دی خلکو به ویلی چې دا افغانان دی د افغانستان خلک دی نو په دغه جامو باندی په هغه منطقه کې افغانستان ته شهرت ورکړل شو. زه نور ستاسی وخت نه نیسمه دلته ډیر لوی لوی ادیبان ،شاعران او پوهان راغلی دی زما یو ملګری ډاکتر شاجهان هم راغلی. دا به هم څه ووائی هلته ئې ډیر وخت تیر کړی دی. ستاسو د اوریدو نه چی په ډیره په حوصله مو زما خبری واوریدلی د زړه له کومې خوښنه کوم او دا چې زما د ګران ملګری اوخوږ ملګری په دی تلین کې تاسو برخه اخستلی ده زه په خپل وار تاسو ټولو نه د زړه د کومې مننه کوم.