Dr. Kabir Stori ډاکتر کبیر ستوری
News Biography Books Publications Visits & Meetings Speeches Music Images Stori_Magazine Qur'an_Sharif Memories Articles Poetry

دلوی، مهربان او بخښونکي خدای پاک په نامه      د ارواښاد ډاکتر کبير ستوري انټرنيټي ديری ته هرکله راشۍ

ارواښاد ستوری

د لوی بخښونکی خدای په نامه

ډیرو قدرمنو، محترمو ورونو او محترمو خويندو!
تاسی چې د ارواښاد کبیر ستوری د کلیزی او د یاد په خاطر دې پرتمینی غونډی ته د ډیرو لرو ځایونه نه راغلی یاست او زحمت مو ویستلی دی، تکلف مو ویستلی دی ډیره زیاته مننه کوم.
مونږه او تاسو ټول افغانان او په خاصتاً پښتانه باید د افضل خان خان لالا نه چې هم ئې عملیات کړی ؤ، خو دې دا خپله قربانی ورکړله او دې غونډې ته ئې ځان راوساوه .دا غونډه ئې زمونږه اوستاسی نوره هم درنه کړله، ډیره زیاته مننه وکړواوډیره زیاته مننه تری کوو.
زما محترمو ورونو او محترمو خويندو!
چونکی ستاسو ډیر وخت خبرو او مضامینو ونیوه، نو زه نه غواړم چې تاسو سره ډیری اوږدې خبری وکړم او یا د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری په هکله څه ووایم.
تاسو ته بهتره معلومه ده چې کبیر ستوری تقربناً د ۴۰ یا ۵۰ کالو نه راپدې خوا ما پیژانده، چې د هغه د ږیری خط هم نه ؤ راغلی . دده مشر ورور منلګ جان زما دوست، ملګری او همزولی دی، انور دی خدای وبخښی او دملنګ جان یاد دی په یاد دې وی،مونږ به ګډ ژوند کاوه. چی په هغه وخت کې دالا هلک ؤ او د هغه وخت نه چې دې رحمان بابا ته لاړ تر دی وخته پورې چې دې په حق رسیدو هم ددې اخره شپه زما په کور کې وه.
دده په هکله چې زه دوه ورځی هم تشریح ورکړم د خلاصدو نه دی. خو زه ستاسو وخت نه نیسمه هغه څه چې وو ټولو ملګرو پخپل نوبت سره دده په سوانح ، دده په ځوانۍ او دده په اخلاقو او کړنلاره باندې خبری وکړلی، خو زماپه نظر او د اسلامی فلسفی له مخی نه چې پنځه مسلمانان د چا په یاد باندی راغونډ شی او هغې ته ښه سړی ووائی نو ملایکی یی ښه اعمال لیکی، نودا واقعاً نیک بخته سړی دی. ډیر انسانان مړ ه دی او تللی دی خو دغومره غونډی یا دغومره يادونه د چا نه دی شوی او دده په یاد په دې شرایطو کې مونږ او تاسو راټول شولو او د ښه سړیتوب مونږ ه ده ته لقب ورکوونو دا واقعاً یو نیک بخته سړی دی .
محترمو ورونو او محترمو خويندو!که مونږ وغواړو چې د کبیر ستوری سره دا خپله دوستی ، خپلوی او وفاداری ، تر قیامته وساتو نو هغه نظریه به ته تر اخره ساتو. ښه دا ده چې د ګوند دا ټول ملګری د هغه نظر تر اخره وساتی او ټول راټول شی او دغه خپله ګړنلاره سره تعقیب کړی. ګوند په یو سړی نه جوړیږی. کبیر ستوری خو یو سړی ؤ هغه لاړ، دا خو حقه لاره ده هر سړی به ځی. سبا به بل ځی سبا دا بل ځی، خو مونږه او تاسو ته عملا معلومه ده دا د پښتنو ګوندچی په ډیر زحمت،په ډیرو تشو لاسونو ستوری ژوندې ساتلی ؤ، نو زما د ټولو وروڼو او خویندو نه دا خواهش دې چی د هغه ارزو مونږه او تاسو ترهم اخره وساتو. هغه څه شی چې د چا کورنۍ نظرونه ئې یا جزی واړه مخالفتونه ئې دا باید شاته وارتوو، دغه ګوند ډیری ګټی دې پښتنو او افغانانو ته رسولی دی او اوس ئې مونږه اوتاسو هر یو یادونه وکړله دا باید په اتفاق سره هم داسی دوام دار وساتو او دغه ټول ملګری کینی او دغه ګوند د هغې نه زیات په پښو ودروی .ښه ځوانان یاستۍ ،انرژی لرۍ ،هر څه لرۍ، همت شته دی ، که تاسو سره په ګډه ملا وتړی .خیر دې هغه ورته ټول ژوند وقف کړی ؤ تاسو فقط دو ساعته وقف کړی دا هر څه کولای شۍ. یواځنی ارزو چې د هغه سړی وه او د هغه په خاطر ما سره ده دا باید مونږه او تاسو په کلکه وساتو او ددې ملاتړ باید وکړو د هغه خوشحالی په هغه قبر کې هم په دې راځی چې د هغه ارزو دا وه.
زه خبری نه اوږدی کوم اوپه اخر کې دغومره وایمه چې تاسو ته دې لوی خدای ( ج) اجر درکړی او په هغه دې لوی خدای ( ج ) رحم وکړی او د هغه برکت دې د هغه په زامنو او خپلوانو او دوستانو کیږدی اوددی غونډی په راجوړولو کی چې هغه کسانو کار کړی دی، زحمت ئې ویستلی دی، د هغې نه زه هم ډیره زیاته مننه کوم، ځکه چې دا هم یو اسان کار نه دی دا زحمت غواړی اوکار غواړی او ډیر تکلیف ئې ویستلی دې. او له تاسو ټولو څخه ډیره زیاته مننه چې تاسو ډیر زیاته درنه ناسته وکړله اوس به د مشاعری برخه هم ووینو. ستاسو د توجونه هم ډیره زیاته مننه.

يادونه : دا وینا د 2007ع کال د جون د مياشتی په اتمه نېټه د ارواښاد ډاكتر كبير ستوري د لومړي تلين په یاد غونډه كې، چې د پښتنو ټولنيز ولسولیز ګوند له اړخه د جرمنی د هورت په ښار کې جوړه شوې وه، اورول شوې ده او د ډاکتر کبیر ستوري « ژوندی یادونه » په نوم کتاب كې، چې د پښتونخوا د پوهنې د دېرې لخوا د 2008ع کال د اپریل په مياشت كې چاپ شوې دی ، خپره شوې ده.



حاجی فضل الرحمن شير
ولسي مشر، د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند(PSDP) د مشر سلا کار
Mohammad Haji Fazal Rahman Shir
Member of Central Committee of Pashtoons Social Democratic Party
- حاجی فضل الرحمن شير -

 بېرته شاته

Poetry & Literature      Condolence_Messages      Funeral & Condolences      Contact      Articles_in_Media      Web_Radio_Links      Websites

ساه مې واخله خو پښــتو رانه وانه خلی      زه پښــتون یم په پښـتو باندې پتمن یم      كه زما ستوري په قبر چېرې راشې      په پښتو راته دعا كړه پرې مېن يم


Sah Mee Wakhla Kho Pokhto Rana Wanakhle      Ze Pakhtoon Yem Pa Pokhto Bandey Patman Yem      Ke Zma Stori Pa Qabar Tscheri Rashey      Pa Pokhto Rata Dua Kawa Prey Main Yem

Chief Admin/Editor :  Emal Stori  => emalstori@gmail.com     Copyright © 2006 - 2023     kabirstori.com     All  Rights  Reserved     Khost-Web.Net-Stori    


      ويکيپېډيا   =>  ډاکټر کبير ستوری     For Site Best View, Please  =>   Download-Pashto-Fonts    PSDP  =>  pashtoonkhwa.com    Wikipedia  =>  Kabir-Stori