ارواښاد ډاكتر كبير ستورى د ژوند شاعر دى او د ژوند شاعر كله هم نه مري، بلكې چې ترڅو ژوند وي، نو تر هغې به د هغه فن هم ژوندى وي. " فيروز خان صادق" د ستوري د قلم توري به تر هغې ځلنده وي، چې ترڅو د يوه پښتون قلموال د قلم په رګ كې د پښتو وينه چلېږي. ستورى به تر هغې ستورى وي، چې ترڅو د اسمان د ستورو په زنځير كې يوه پښتنه كړۍ هم پاتې وي. " محمد اصف صميم" د انټرنيټي ديری په دې برخه كې د هنر د بڼ یو شمېر بلبلانو سندری او د ستوري ځینې شعرونه د راډیو او تلویزون نامتو او پیاوړو ویاندانو په غږ تاسو اوریدلی او ليدلی شۍ چې د ښکلو پروګرامونو کوربانه او ویناوال و.


ستورى پر پښتو ژبې او پښتني كلتور مئين، د فكر او قلم خاوند، ټولنيز شخصيت او د پښتنو د يووالي او بېدارۍ ارمانجن و. دې پښتون شاعر د خپلې شاعرۍ ټوله منځپانګه د پښتو، پښتونولۍ په محور څرخولې ده. هر كار ېي په پښتني كركټر او انداز كې خوښېده. مينه يې په پښتني خم كې رنګ خوښېده، د ټولنيزو مسايلو او موضوعاتو حل يې د پښتونولۍ پر بنسټ غوښت، د خپل قامي تشخص د ډاګيزه كېدو او د زمانې د بدلون لپاره پر پښتني كړنلارې باوري و . " وجيه الله شپون" د ستوري صيب په شان پښتانه ډېر كم پيدا كېږي. د هغه مثالي نشته. ډير مينه ناك انسان و، ډېر خوږ انسان و، په ډاكتر صيب كې ما د هېڅ شي كمى نه دى محسوس كړى. هغه د هر پښتون خواخوږى و، خو زما ورور و، زما يار و. زه ځان د هغې د احسانونو پوروړى ګڼم. " ښاغلى استاد خيال محمد" ارواښاد ډاکټر کبير ستوری که له يوې خوا د پښتو شاعر او ليکوال و ، د يو دروند او سپېڅلي شخصيت لرونکی هم و ، هغه يو پياوړی دوست و ، يو خوږ انسان و ، د خلوص او صميميت يوه نښه وه او داسې يو څوک و چې د افغانيت او پښتونولۍ ډېرې مثبتې نښې نښانې يې په خپل ځان کې ساتلې ، خوندي کړې او ځلولې وې . " زرين انځور" سـتورې ادېب سـتورې شـاعـرستورې ېو ښه لېـکــوال ؤ سـتورې ســا پـوه ؤ د ســېـاســت ځـانــګړې لاره سـتورې که څوک ېې روح خــوشـالـول غواړي پښتون دې اوسي ځـکه پــــــښـتـو بـانــدې مــېــن ؤ خـدمـتګاره ســـتـورې
" محمد ېوسف خدمتګار مزدورزوې " ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری علمی شخصیت ؤ، د هغه کارونه علمی او سیستماتیک ؤ، د ارواښاد کبیر ستوری په وړاندی باندی قوم يواځی او يواځی پښتون ؤ. هغه د دغه قوم یو کیدل غوښتل څه که بر پراته دی او څه که لر پراته دی. " عبدالقیوم زاهد مشواڼی"
|